ادبي لیکني

حماد الراویه د عربي شعر خزانه

لیکوال: حامد افغان

اموي خلیفه هشام بن عبد الملک د کوفې والي ته حال ولیږه چې د یوې ستونزي د حل له پاره حماد الراویه سمدستي راولیږه، والي ورغی د کور له پاره یې پنځه زره درهمه ورکړل، او د حکومت په لګښت یې خلیفه ته ولیږه، هلته چې ورغی خلیفه خپله ستونزه ورته بیان کړه، هغه داسي چې اوداسه ته خادم اوبه رااچولې ابریق (لوټه) یې لاس کې وه، زما ذهن ته د شعر هغه بند راغی چې د ابریق یادونه په کې شوې ده خو هغه راته یاد نه و، هغه شعر راته ووایه. او حماد الراویه ورته وويلې:

ودعوا بالصبوح یوماً فجاءت
قـــینة فــــی یـــمینها ابـــریق

وروسته خلیفه ورونه وویل: یا حماد! څومره شعرونه دي یاد دي؟ هغه ورته وویل: صحي نه دي راته معلوم، خو د حروف هجاء په هر حرف به د سلو شاعرانو سل قصیدې درته ووایم، خلیفه ورته وویل: وایه، او هغه پیل وکړ، خلیفه یې په اوریدلو ستړی شو، بل کس یې د اوریدلو له پاره ورته وټاکه او دی ولاړ، لکه څرنګه یې چې ویلي و هماغه شان یې ټولي قصیدې ورته وويلې. او له یادو یې 2200 قصیدې ورته وويلې! . نو که په هره قصیده کې اقلاً 20بیته شي دا ټول 44000 بیته شول! .

حماد الراوية ( 95هـ / 155هـ.) د بنو امیه و وتلی شاعر و، د دې لوړي کیسې په اړه یې په یوه بل روایت کې راغلي چې دا یې یواځي د جاهلیت د پیر د شاعرانو قصیدې ورته ویلې وې، ذهبي یې په سیر الاعلام النبلاء کې له نوم سره د “الراویه” لقب په اړه لیکي چې ولید بن یزید ورته وویل: ولي دي خلک “الراویه” بولي؟ ده ورته وویل: ځکه کوم شاعران چې ته پیژنې او کوم نه پیژنې (د ټولو شاعرانو) شعرونه راته یاد او درته ویلی او روایت کولی یې شم. او د مدرسو په نصاب کې د (السبع المعلقات) په نوم کتاب هم حماد الراویه جمعه کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x