ټولنیزه برخه

سړي دې نه لولي!

سکینه جاوید

پوښتنه: سړی له ښځي سره د کور په کار کې څنګه مرسته کوي؟

ځواب: کله چې میرمن خونه جارو کوي دی پښې پورته کړي څو هغه ځای جارو کړي.

پوښتنه: (ښځي خپل نوي مسافر میړه په میسج کې وپوښته: له جامو نه مې ستا بوی راځي؟

ځواب: هغه ورته ولیکل: په صابون یې پاکي ومینځه.

پوښتنه: ښځه ولي دومره ښایسته پیدا کړل شوې ده؟

ځواب: څو سړی مینه ورسره وکړي.

پوښتنه: ولي دومره ناپوه پیدا کړل شوې ده؟

ځواب: چې له سړي سره مینه وکړي…

پوښتنه: سړی ورزش څنګه کوي؟
ځواب: کله یې چې پيغلي ترڅنګ تیریږي دی کوښښ کوي خپله ګیډه ورټوله کړي.

پوښتنه: سړی له ښځي سره د کور کار څنګه نیمایي کوي؟

ځواب: ښځه پختن کوي سړی یې خوري

ښځه جامې استري کوي سړی یې ګونځي کوي

ښځه کور پاکوي سړی یې پلیتوي…

پوښتنه: د سړیو او تلویزون د اعلانونو ترمنځ څه توپیر دی؟

ځواب: هوښیاره ښځه د دواړو منلو ته حیرانه دریانه وي

پوښتنه: د ښځي او سړي څلویښت کلني عمر کې توپیر په څه شي کې وي؟

ځواب: ښځه غواړي څلویښت کلني کې ماشوم وزیږوي څو ثابته کړي چې لا ځوانه ده، او سړی غواړي څلویښت کلنۍ کې کشرۍ نجلۍ سره واده وکړي څو ثابته کړي چې لا ځوان دی ..

پوښتنه: سړي کله په دې اند شي چې باید ښځه منطقي فکر وکړي؟

ځواب: کله چې په نظر کې له ده سره مخالفه شي

سړي ښځي ته وویل: ښځي دومره بدمرغه دي چې الله جل جلاله په دوی کې تر ننه پوري یو پیغمبر هم نه دی رالیږلی، ښځي ورته وویل: په ښځو کې د فرعون، هامان، ابو جهل او… په څیر سرکښه انسانان هم نه دي پیدا کړي چې پیغمبر ته یې ضرورت پیدا شي.

د یوه لوی ولي الله ډېره بداخلاقه ښځه وه، یوه ورځ یې ورته وویل: ته د الله څومره بدمرغه انسان یې چې د دنیا خلک زما په لاس سمه لاره پیدا کوي او ته زما میرمن یې خو په سمه لاره برابره نه شوې؟! هغې ورته وویل: ته زما نه لوی بدمرغه یې چې زما په څیر میرمن لرې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ميرمنو ته په تول احترام د نارينه او زنانه وو توپيرونه: نارينه د خپل شمير په اندازه بيلابيل دولونه لري. ميرمني له تولو توپيرونو سره سره تولی یو دول دي. ……………………………………………….. نارينه د سترگو له لاری اغوا (خر) کيژي ميرمني د غوژونو له لاری اغوا ( خری) کيژي د پورته ضعفونو په بنا له حرافو نارينه وو باید ميرمني حذر وکري او له سينگاري او بی حجابو میرمنو سخه باید نارينه حذر وکري. ………………………………………… … په کورني ژوند کی ميرمن د نارينه لپاره د ژوند يوه ناحیه ده خو د ميرمنو حرص بیا داده چی نارينه د ژوند تولو نواحيو… نور لوستل »

حمدان

سكيني خوري ديري بي عقله, بي معنى او بي فايدي او بي مفهومه ليكنه دي كري, دا ددي واضح ثبوت دي جي خزي ديري بي عقلي او نابوهه دي, او يوه يادونه كوم جي الله باك بيغمبران انس او جن نر او خزو ته راليكلي جي دالله عبادت وكري او دبوتانو دعبادت سخه اجتناب وكري, نو بدي أساس ته سهوه شوي يي جي ليكلي ديدي “په ښځو کې د فرعون، هامان، ابو جهل او… په څیر سرکښه انسانان هم نه دي پیدا کړي چې پیغمبر ته یې ضرورت پیدا شي” دا خبره دي بالكل غلطه ده اميد دي جي دالله… نور لوستل »

غوربندی

حمدان وروره تاسو ته سلامونه او احترام لكه چی تاسو اشاره کری ده د سکيني خورکي ليکنه د احمدزي صيب د ليکني په غبرگون کی شوی ده، نو پس د انتقاد گوته احمدزي صيب ته نيوله کيژي، دا انگيرنه هم غلطه ده چی احمدزيان تول متفکر شخصیات دي او خطا وزي نه، زه حتی د احمدزي صيب ليکني ته هم له طنزی او فکاهی زاويي سخه گورم او درنو پتمنو ميرمنو ته می هم همدا توصیه ده چی له همدي زاويي ورته وگوري. اوس به د سکيني خورکي په ليکنه هم نظر ورکرم: د ميرمنو د جارو او نارينه د… نور لوستل »

زلمی ملت

اسلام علیکم ورحمت
ورونو او خوندیو!
سکینی خور په زړه پوری لیکنه کړی ده او دا ځکه چې څو ورځ مخی احمدزي صیب د ښځو په باره کې یو لیکنه کړی وه سکینی خور جرات کړی تر څو د ځینو نارینوو غلطۍ په نښه کړي.
زما په خیال دواړه خپل دردونه ویلی دي او شه یې کړی ،او مونږ باید رد او بد ونه وایو هر څوک خپل تیروتنی لری.

🙂

سيدالهام

حمدان ورور!
سړى د ښځي سرپوښ دى كوم منګى يا لوښى چي سرپوښ ونلري كله پاك او بې ضرره پاته كيدلى شي
چي سړى يې را نه وړي ښځه به پخلى له څه شي او په څه شي كوي
ښځه چي د كور خدمت ونكړي بل كوم كار ورپاته دى تيارو خوړلو ته نده پيدا شوې اوزه چي په كوم ځاى پريوزي هغه ځاى پاكوي نو ښځه خو تر اوزې كمزوري نده

سيدالهام

سکینه جاوید
اغلې سکینه جاوید!
سړى د ښځي سرپوښ دى كوم منګى يا لوښى چي سرپوښ ونلري كله پاك او بې ضرره پاته كيدلى شي
چي سړى يې را نه وړي ښځه به پخلى له څه شي او په څه شي كوي
ښځه چي د كور خدمت ونكړي بل كوم كار ورپاته دى تيارو خوړلو ته نده پيدا شوې اوزه چي په كوم ځاى پريوزي هغه ځاى پاكوي نو ښځه خو تر اوزې كمزوري نده

ث غزنوی

دا بیا سه مانا نه پو هیزم موز دنارینه و سره زان نه برابرو نه بی برابرولی شو فقط د احمد زی سپکو سپورو خفه کری و زکه مو سه لیکای و نه دا چی خپل مشران ورونه تهدید کو نارینه محترم دی شزینه بابد ددوی احترام ولری

شفيق افغان

يوه فيصله کونکي ته دوه دعوه ګير راغلل يوه ورته دعوی بیان کړه ده ورته کړه چې ښه خبره د وکړه بل ته یې مخ کړ چې ته څه وايې هغه هم ورته خپل زړه تش کړ ده ورته کړه چې تا هم ښه خبره وکړه ناست يو چا ورته وويل چې فيصله خو وروکړه تا خو يوه ته هم وویل چې ښه خبره د وکړه او بل ته هم ده ورته کړه چې تا هم ښه خبره وکړه مطلب دا چې احمدزئ صيب او سکينه جاويد خور دواړو ښه خبره کړي البته اجمالي که تفصيل ته یې یو سو… نور لوستل »

حریا شملزئ

سلامونه او نیکی هیلی!
زما په گومان دغه راز لیکنی چی شزینه دی نه لولی او یا نارینه دی نه لولی دا چتیات دی د وخت ضیاع ده یو بل ته سپکاوی ده شزه کورودانه له همدی امله بلل کیزی چی باید د کور کارونه ترسره کی د خاوند خدمت د شزی له مسولیت نه شمیرل کیزی شره باید هغه کارونه وکی چی نارینه یی نشی کولای البته داحمدزی صبب لیکنه موز په کلکه غندلی و چی خویندو ته سپکاوی شوی وو دغه لیکنه چی سری دی نه لولی نشم تایدولای

کریم الله کریم

سید الهام صاحب ستا سو خبره پر ځای ده چي ښځه تر اوزی کمزوري نده وزه خپل ځای پاکوي نو ښځه یی باید پاک کړي، خو دلته سکیني خور لیکلي دي چي خاوند خاي خراب کړي او میرمن یی پاک کړي. نو سید صاحب تاسو به کومه وزه نه وي لیدلي چي د اوزګړي غول یی پاک کړي وي. اوزګړی خپلي پچي خپله پاکه کوي

معصومی

دا چی نارینه الله ج په شزو باندی حاکم پیداکړی نور نو کیسه خلاصه شوه…
زه فکر کوم شزی ته چی شریعت کی څه حدود او حقوق ټاکل سوی په هغی قناعت او دی خپل خاوند شرعی حقوق په سم ډول وساتی نو ستونزه نسته ..
چټی هیلری کلنټن زان نه مه جوړی …
محترمو شزو

زيد

ملا بجليګر ته چا ويلي وه چي پلاني كلي كي ښځه خره شوي, ملا بجليګر ويل چى ما ورته وويل چي دا خو څه د تعجب خبره نه ده, ښځي خو ټولي خري دي…

Back to top button
12
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x