
امریکا: یوه تورپوستي د فلم نندارې پر مهال ۳ کسان وژلي او ۹ يې ټپیان کړي دي
نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲مه ۱۳۹۴ل): د امریکا په لويي زیانه ایالت کې د سینما دننه یوه تورپوستي ۳ کسان په ډزو وژلي او یو شمېر نور يې ټپیان کړي دي.
دغه پېښه د لويي زیانه ایالت په لافایټ ښار کې رامنځته شوې. پولیس وايي چې د یو وسلهوال لخوا د برید خبر يې په ځايي وخت ۶ بجو او ۲۰ دقېقو ترلاسه کړ.
راپورونه وايي چې برید ګر تر برید وروسته خپل ځان هم وژلی دی.
امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي خو د زیات شمېر ټپیانو حالت نازک دی.
عیني شاهدان وايي چې وسله وال کس د سینما لوی هال ته ننوت او شاوخوا ۲۰ دقېقې يې ډزې کولې. دغه مهال د یوه فلم ننداره روانه وه.
ځايي ورځپاڼې دې ایډورټایزر ته عیني شاهدانو ویلي چې وسلهوال کس یو عمر خوړلی تورپوستی و.
تر دې مهال د برید انګېزه لا معلومه نه ده خو په دې وروستیو کې د تېر په څېر په امریکا کې د تورپوستو او سپین پوستو تر منځ نژادي تبعیضونو زور اخېستی دی.
تېره میاشت د امریکا په جنوبي کیرولاینا ایالت په چارلسټن ښار کې یوه سپین پوستي د افریقايي امریکایانو په یوې تاریخي کلیسا برید وکړ چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول.