دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( دوه ویشتمه برخه )

لیکوال: م. محمد نعیم

د شهید او شهادت فضیلت:

په ټولیزه توګه د الله جل جلاله عبادتونه خپلې خپلې ښېګڼې، ځانګړنې، اجرونه او ثوابونه لري. ځینې داسې عبادتونه دي چې تر نورو عبادتونو ګران، سخت او په انسان درانه پرېوزي، له همدې امله یې ثواب او اجر بیا لوړ، ګرانبیه او پراخه دي، د یادونې ده چې په هر عبادت کې تر برسېرن ګرانوالي، دروندوالي او سختوالي هوډ او نیت زیات بنسټیز رول لوبوي، داسې چې که عبادت هر څو لوړ وي، خو چې د عبادت کوونکي نیت کم، یا ناسم وي، اجر او ثواب به یې هم همغسې وي.

کله کله بیا عبادت ظاهرا ډېر کم برېښي خو چې نیت ورته پاک او ريښتینی وي، اجر او ثواب یې ډېر وي، او که هم د عبادت ظاهري بڼه درنه او ګرانبیه وي، او هم نیت ورته پاک او سپېڅلی وي، دا نو بیا نور علی نور.

د توحید کلیمې له ویلو او پرې باور کولو وروسته تر ټولو غوره عبادت جهاد دی، په تېره بیا چې بنده خپل سر پکې وښندي او شهید شي، د الله جل جلاله په ټولو بنده ګانو کې یوازې او یوازې شهید دی چې د خپل عمل خوند له آخرت نه مخکې په دنیا کې څکي، او ټول خلک یې عملا ویني، شهید ته غسل نه ور کول کېږي! له شهید نه جامې نه ایستل کېږي!! له شهید پرته بل داسې څوک نشته چې په دنیا کې دې ځانګړي احکام ولري، که عالم وفات شي، که عابد، که داعي وفات شي، که حافظ، او که هر بل نیک بنده، په دنیا کې داسې کومه ځانګړنه نه لري، لکه شهید یې چې لري.

له دنیا تلل حق دي، هر ژوندی به له دې دنیا ځي، خو د تګ، لارې او ګودرې توپیر لري، ځینې د سرطان د ناروغۍ په دروازه له دنیا ځي، ځینې د سیل ناروغۍ په دروازه، ځینې د تبې په دروازه، ځینې د ټکر په دروازه، ځينې د… خو له دنیا د وتو یوه دروازه شهادت هم دی، چې ځینې کسان له دې دروازې له دنیا وزي، او دا بیا د هر مسلمان تر بخت پورې اړه لري.

که په غور فکر وشي، د هر سلیم عقل پرېکړه ده چې یو مسلمان له دنیا څخه د تبې، یا سرطان او سیل ناروغیو، یا له کومې بلې دروازې وزي، ولې د شهادت له دروازې نه وزي؟! چې هم یې په دنیا کې درجه لوړه ده او هم په آخرت کې.

که خلک په رښتیا لږ په آرام ذهن غور او فکر وکړي، او په رښتیا د شهید او شهادت له اجرونو او فضیلتونو په سمه توګه خبر شي، له دنیا څخه د وتو لپاره به له شهادت پرته بله هېڅ دروازه غوره نه کړي.

په دنیا کې یوازې شهید دی چې غسل نه ور کول کېږي، او جامې نه ترې ایستل کېږي، که په غور فکر وشي، هر انسان ته په دنیا کې تر هر څه خپله آبرو او عزت ډېر ارزښت لري، داسې چې د عزت او آبرو لپاره تر سر او مال تېرېږي، یو خو د سړي مېرمن، خور، مور ، لور او تر دوی پورې تړاو لرونکې نورې هغه مېرمنې دي چې د یو سړي آبرو او عزت ګڼل کېږي. په دې کې شک نشته چې انسان په فطري ډول له خپل آبرو او عزت نه د سر او مال په بیه دفاع کوي.

خو هغه څه چې په ځانګړي ډول تر یو انسان پورې په مشخص ډول تړاو لري، ډېر د پام وړ دي، هېڅ سالم او روغ انسان دا نه خوښوي چې عورت یې دې بل څوک وویني، یا دې لاس ور وړي، آن خاوند او مېرمن، هغه کوم تړاو، راز، نېږدېوالی او دبرېدونو نشتوالی چې د خاوند او مېرمنې تر منځ دی، د نړۍ پر مخ د هېڅ ډول دوه انسانانو تر منځ نشته، خو بیا هم داوړه له شرعي مجوز پرته یو د بل عورت لیدل نه خوښوي. او دا د انساني فطرت غوښتنه ده.

خاوند او مېرمن یو د بل په هر څه خبر وي، هغه راز چې مېرمن یې خپلې مور ، لور او خور ته نشي ویلی خاوند ته یې وايي، هغه راز چې سړی یې خپلې مور، پلار، زوی، ورور، او ملګري ته نشي ویلي خپلې مېرمنې ته یې وايي، خو له دې ټولو سره سره نه خاوند او نه هم مېرمن غواړي چې له شرعي مجوز پرته دې یو د بل عورت وویني.

خو له مرګ سره دا راز را لوڅ شي، ټولې پردې څېرې شي! که نر وي که ښځه، ټولې جامې ترې ایستل کېږي، داسې چې په بدن یې هېڅ ډول جامه نه پرېښودل کېږي!! یوازې دا نه، بلکې په عورت یې لاس وهل کېږي، وینځل کېږي، هغه څه چې په ژوند کې خاوند نه غوښتل مېرمن یې دې وکړي. او مېرمنې نه غوښتل خاوند یې دې وکړي.

خو کله چې انسان مړ شي، عورت ته یې یو څوک لاس ور وړي!!! استنجا ور کوي! یقینا چې د ژوندي انسان لپاره ډېر سخت د حیا او شرم ځای دی، خو دا چې دشریعت حکم دی، خامخا تر سره کېږي.

خو، خو، خو شهید له دې حالت نه مستثنی دی! سبحان الله! سبحان الله! سبحان الله! یا لها من کرامة! له شهید نه جامې نه ایستل کېږي! له شهید نه جامې نه ایستل کېږي! چې دا یې یو لوی کرامت او ستر عزت دی، په خپلو جامو کې دفن کېږي، یوازې دا نه بلکې هېڅوک اجازه نه لري عورت یې وویني، یا لاس ور وړي! هېڅوک اجازه نه لري د شهید عورت وویني یا لاس ور وړي! دا هغه لوی عزت او کرامت دی چې نور ټول مړي ترې بې برخې دي! دا د شهید تر ټولو ستر او لوی کرامت او عزت دی!. دا هغه ځانګړنه ده چې یوازې او یوازې شهید پرې نازول کېږي! یوازې او یوازې د شهید لپاره غوره شوې! یا الله! یا ربه! یا خالقه! یا مالکه! یا رازقه! ته خو د خپل عظمت له مخې ما ته شهادت را په برخه کړې! آمین.

زما په نظر شهید ته که نور هېڅ کرامت او عزت نه وي، یوازې همدا یې بس دي، شهادت که نور هېڅ نه وي یوازې ددغه عزت او کرامت لپاره وي هم پرې ارزي، د یادونې ده چې دا عزت شهید ته کوم انسان یا پیري یا ملایکې یا کوم بل مخلوق نه دی ور کړی، دا عزت او کرامت شهید ته الله جل جلاله ور کړی!! دا د شهید لپاره یو الهي کرامت دی، یوه الهي پېرزوینه ده! دا د ځمکو او آسمانانو د خالق حکم دی چې له شهید نه به جامې نه ایستل کېږي! شهید ته به غسل نه ور کول کېږي! آن د شهید وینې به نه وینځل کېږي!

دلته د شهید تر وینو یوه کیسه را یاده شوه، طالبانو کابل لا نه و نیولی، لومړی خط په ارغندۍ کې و، مونږ څو ملګري د ارغندۍ د پاسه د یو لوړ غره په سر پوسته کې وو، دې سیمې ته یې کوټه عشرو ویل، د شپې دولس بجې وې، له ما سره مې یو ملګری او ټولګیوال هم و، خورا مینه او درنای مو سره درلود، دواړو به هڅه کوله چې سهار، غرمه او بیګاه ټولې پیرې مو یو ځای وي، یوه شپه دولس بجې وې، زما او دده پیره وه، دی د پوستې یو لوري ته او زه بل لوري ته ناست وو، نور ملګري په پوسته کې ویده وو.

زمونږ تر پوستې لوړه د ملګرو یوه بله پوسته وه، مخامخ د دوه درې سوو مترو شاوخوا دمقابل لوري پوستې وې، زمونږ پېره پوره شوه، زه او عبد الوکیل دواړه راغلو، دوه نور ملګري مو را پاڅول، په ځایونو یې مونږ پریوتو، ما پښې په چریکې بستره کې ننویستې، سر مې کېښود، ستوني ستغ پرېوتم. ملا عبد الوکیل لا سم نه و پروت، هغه دوه ملګري ایله د پوستې له خولې ووتل، ما کلاشینکوف هغه بل ملګري ته ور کړ چې د پیرې نوبت یې و، له همدې سره یو په یو ګرررررررر، ګرررررررر شو، د مرمیو ترنګ او ترونګ شو، ورسره ډز وډوز، درز و دروز زور واخیست، ځینې ملګري په درز اودروز را وېښ شول، ځینې مونږ وخوځول، زه سمدستي له پوستې نه بهر ته په خندق کې را ووتم، بهر چې راغلم، بده ورځ وه! کلاشینکوف خو مې هغه بل ملګري ته ور کړی و، بېرته پوستې ته راغلم، زه چې د پوستې خولې ته را ورسېدم، ملا عبد الوکیل له پوستې را ووت، پوستې ته ور دننه شوم، که ګورم یو دوه ملګري په پوسته کې ناست دي، ما ویل څه ته ناست یئ را ووزئ!

له هغه یو ملګري سره کلاشینکوف و، دکلاشینکوف کونداغ یې په په ځمکه تکیه کړی او پاس یې په دواړو لاسونو نیولی و، ما ویل را کړه کلاشینکوف را کړه ما ته! وايي نه، نه یې در کوم، دا زمادی! لا حول ولا قوة الا بالله! ما ویل ښه، بهر ته را ووزه! ته خو دلته ناست یې! وايي نه! ما ویل را کړه سړیه یا کلاشینکوف را کړه! او یا بهر ته را ووزه! یو څه ورته جدي شوم! ما ویل نه بهر ته جنګ ته ور وزې او نه کلاشینکوف ما ته راکوې! له دې سره یې کلاشینکوف را کړ! چانټه خو مې تیاره تړلې وه، ملګرو به چانټې او بوټان څلوريشت ساعته بسته کړي وو، بهر ته چې را ووتم، د پوستې قوماندان را ته ویل دې خوا راشه، دې خوا راشه، زما خوا ته! ورغلم، ده سنګر نیولی و، ډه ډه یې وهلې وه! ډزې یې کولې! زه چې ورغلم، وایې راشه، ما ویل چېرته؟ وايي دلته زما خوا ته را لنډ شه! ور لنډ شوم، ما ویل څه وکړم! وايې بس دلته کښېنه! له ځان سره مې ویل کښېنم! څه وکړم! جګړه ښه په درز کې روانه ده! آسمان سرو مرمیو نیولی له یوې او بلې خوا ګرررررهارررر او درزهارررر دی، ور سره د راکټ ډزونه هم پیل شول! قوماندان صاب ته مې ویل زه دلته څه وکړم! وایې بس همدلته اوسه! ما ویل یو څه خو باید وکړم! یوازې همدلته اوسم! دا څه معنی؟ دی هم را باندې پوه شو! چې سړی نه تمېږي! دی غریب یوازې و، یرېدو، غوښتل یې چې زه ور سره وم!

ما ویل ما ته یو بل ځای را وښیه چې زه بلې خوا ته لاړم شم، دلته له تاسره څه وکړم! هغه دي تا یو لوری نیولی، وايي ښه ځه، دې لوري ته د لاندې ور ښکته شه! چې له دې خوا دښمن را ونه خېژي! لږ چې ښکته شوم، وايي نور هم ورښکته شه! له ځان سره مې ویل دا سړی څه لوبه کوي! په غېږ مې ور ولي که څه کوي! خیر نور هم ورښکته شوم! وايي ډزې مه کوه! یوازې ګوره چې څوک را نشي! ما ویل ښه ده.

کلاشینکوف مې تیار برابر کړی و! د یوې وړې تېږې شا ته مې سنګر ونیو! نور مې ښکته کتل چې څوک را و نه خېژي! فکر مې نه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x