ټولنیزه برخه

د مور د خوشحالۍ په لټه! ۴

ژباړه: م.ش کاموي

1) د خپل ګډ ژوند لانجې مه ورسپړه؛ مور د ځوی پر خپګان ډېره رنځيږي، نوکله چې د خپل زړه ټوټه د ښځې سره مشکل او سختيو کې وويني، پدې اړه هغه ډېر قوي عواطف لري، او تر هغه به د هر مناسب حل په لټه کې وي، ترڅو يې ژوند خوشحال او نېکمرغه کړي، نو داچې ته او مور دواړه خوښ وواوسئ، مور دې لدې مشکلاتو لرې وساته.

2) د مور پر وړاندې دې ښځه مه ستايه؛ مور دې، د خپلې ښځې سره له ګډ ژوند او هغه څه چې يو او بل ته يې وړاندې کوی، تفصيلاتو مه خبروه، که ته دې پر ښځه هر څومره مهربانۍ کوې، خو د مور زړه پر خپل ځوی ډېر غيرت کوي، او دا وېره ورسره پيدا کيږي چې ګوندې ځوی يې بدل شوی، او زما کرلی فصل بل ريبي! نو کوښښ وکړه ترڅو د دواړو سره خپله اړيکه کې د توقير او احترام پر بنا توازن برقرار وساتې، او په هيڅ اړخ درڅخه ظلم او زياتی ونشي.

3) د مور ټولې کيسې دې ميرمنې ته مه کوه؛ د مور مرتبه دې لوړه کړه، او هيڅکه ئې حق کې کمی مه زغمه، او د مور او ميرمنې ترمنځ اړيکه ټينګه وساته، هيڅکله دې مور له ميرمنې سره برابره نکړئ، هريو جلا ځای، او ځانګړی خوي لري چې بايد هريوه سره مناسب او وړ برخورد وشي، او هريو خپل حقوق او واجبات لري چې بايد بې له کمي او زياتي اداء کړای شي.

4) د مور او پلار ترمنځ له فيصلي ځان وژغوره؛ کور کې که دمور او پلار ترمنځ په څه خبره شخړه واقع کيږي، ښائې چې ته ئې ترمنځ قضاء څخه لرې، بلکې دې ځای کې ستا فيصلي او خبرو ته هيڅ اړتيا نشته، ظاهرا بي طرفي او په پټه د اصلاح او جوړې کوښښ وکړه.

5) د مور پر جامو نيوکه مکړه؛ د مور پرلباس او هغه مظهر، خوئي، تلنلار او مزاج چې ځانته ئې غوره کړی نيوکه مه کوه، اګر که تېروتنه ئې ښکاره او دبل چا د انتقاد او نيوکې ويره هم درسره وي، ښائې چې په داسې طريقه ئې خطا وروړاندې کړې چې نه پرې ودرديږي، او نه غمجنه شي.

6) ورونو سره دې اړيکه ټينګه وساته؛ اګر که ستا او ورونو ترمنځ څه لانجه او مشکل شتون لري، خو د مور پر وړاندې ئې مه راسپړه، ځکه د بچيانو خپلمنځي شخړې مور غمجنوي، او زړه ته ئې پرې درد رسيږي.

7) که د مور او پلار ترمنځ ازدواجي اړيکي هر ډول وي؛ د مور د مخالفت پرمهال دې د پلار د واده تائيد مکوه، اګر که ته پلار په حقه وينې، ښائې د پلار ملاتړ دې ستا او هغه ترمنځ او له مور څخه پټ وي.

8) دين په ښکلې طريقه ورزده کړه؛ مور ته د دين مسائل په ښکلې طريقه وزده، او نېکې لاروښوونې ورته وکړه، نو دې لپاره ئې محاضرو، حلقو، او نورو دينو پراګونو ته بيايه.

9) لديني پروګرامونو ئې مه محروموه؛ ځيني ديني غوندې، پروګرامونه او حلقي کچيرې دايرېدلې، او يا کوم ديني رسنيز پروګرام دې ومونده نه مور دې ترې بي برخي نکړئ.

10) مور او پلار سره د نيکۍ غوره وختونه؛ مور او پلار سره د نيکۍ غوره وختونه د طاعاتو وختونه دي، نو کچيرته دې مور سره حج يا عمرة کې يوځای وې، نو لکه دغلام ورسره مرسته او ساتنه ئې کوه، نرم مزاجه ورسره اوسه، خدمت کولو څخه ئې خوند اخله، لاسنيولی ورسره ګرځه، د لارې له خنډونو او کږليچونو ئې خبروه، او همداراز د پاملرنۍ او سترګو ځای ئې وګرځوه.

11) د ورونو له تيروتنو دې مورته عذر وړاندې کړه؛ که کوم ورور دې د مور حق کې کمی وکړي مورته دې عذر وړاندې کړه، او اطمئنان ورکړه چې تېروتی دی او ژر به سمې لارې ته راشي، او ورونو ته دې لارښوونه وکړه او پخپله تيروتنه ئې پوهه کړه.

12) مور سره د خلکو غلطۍ کوچنۍ کړه؛ کچيرې کوم خپلوان يا دوست او يا کوم ځوی د مور حق کې کمی وکړي، نو خبره مه غټه وه، بلکې ډېره وړه او بې اثر ئې تعبير کړه، ځکه دې سره دې د مور زړه ته ارام رسي او هم د خپلولی او دوستی رسۍ ټينګه پاتې کيږي.

13) خپه کونکی خبر پرې ناڅاپه مه اوروه؛ ناڅاپۍ پېښې او مصيبت څخه دې مور بې تمهيده او د تلفون له لارې مه خبروه، بلکې راشه ورته، نژدې ورسره کښينه، اول ورته د ښه مقدمې په ډول د همدې خبر ځينې تېرې بيلګې وړاندې کړه، او بيا ورته د صابرينو د اجر يادګيرنه وکړه، کله دې چې په معنوي ډول د هغې تياری وليدو بيا ئې په ښو الفاظو خبره کړه.

14) ښځه هر عمر کې عاطفي کلمات خوښوي؛ دا خبر ټولو ته معلومه ته چې ښځه عاطفي او زړه راښکونکي کلماتو ته ښه غوږ نيسي، نو د ښکلي اواز له ترانو ئې مه محروموه، او دا اواز د بچيانو اواز دی چې مور ئې هيڅکله نه هيروي.

15) زړه او بوډۍ ئې مه ګڼه؛ که مور دې هر عمر کې وي، ته ئې مه عمر لوړوه، او مه ئې د ژوند د چارو ترسره کولو څخه عاجزه ګڼه، بلکې تل ئې خپلو کلماتو کې ځوانه، تندرسته او چالاته انځوروه، د ژوند هر مرحله کې ورسره نرمۍ او پر ښکلو کلماتو ئې ستاينه کوه.

16) د ښځو له خواهشاتو ئې مه بې برخې کوه؛ اګر که مور دې زړه هم وي، اعلی عطر، د ښکلا او سينګار سامان، او نوې جامې په ځانګړی ډول د مناسبتونو لپاره جوړې شوې جامې ورته وړاندې کوه، ترڅو له سره نوی ژوند وکړي.

17) کچيرې دې پلار څو ميرمنې لري او ترمنځ يې خلاف وي؛ مه دې د مور پر وړاندې د هغوی ستاينه کوه، او مه دې د مور پر خلاف فيصله کوه، اګر که ملامته هم وي، بلکې دې ځای کې ښه خبره دا ده چې د فيصلې پرځای د اصلاح کوښښ وکړې، او داسې هيڅ څرګندونه ونکړې چې د مور خلاف د بل چا سره موافق او يا د هغوی فائدې ته مايله ئې.

18) د مور پر وړاندې د نورو روزنه مه ستايه؛ د مور پر وړاندې د بل چا دمور روزنه مه ستايه او مه د هغو پشان د روزنې هيله او ارمان ښکاره کوه، ځکه دې سره ئې نفس ماتيږي، او هم پکې مور څخه ستا نا رضايت څرګندنيږي، او دا ګمان کوي چې ته ئې په هغه کار نيوکه لرې کوم کې ئې چې ټول عمر ضائع کړی.

19) د مور د خبرو پرمهال؛ کله چې مور خبرې کوي خپل غوږونه، سترګې او زړه دې ورحاضر کړه، ټول ځان دې ورمخامخ کړه، او دهرې خبر او موقف سره عاطفي اوسه او وړ غبرګون ښايه؛ داسې چې د خندا ځای کې خانده، او غمژن ځای کې د خپګان اظهار کوه.

20) مسکا مخی ورسره مخ کيږي؛ ټوکې ورسره کوه، په نرمۍ ورسره خندونکي حرکات کوه ډېر ساده او ټوکي اوسه، خو جدي حالاتو کې وېښ، او پاملرونکی او له حالت سره مناسب چلند کوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x