د مرحوم راج ولي شاه خټک فاتحه‎

د مرحوم راج ولي شاه خټک فاتحه د کابل په عیدګاه مسجد کې اخیستل کېږي.

د پښتو او پښتنو د ادب، تاریخ او شعر ځلانده ستوري او اکاډمیک شخصیت مرحوم راج ولیشاه خټک فاتحه د کابل په عیدګاه مسجد کې د یو لړ مدني حرکتونو او بنسټونو د ځوانانو لخوا اخیستل کېږي.

له تاسو قدرمند څخه په ډېر درناوي هیله کوو چې د فاتحې په مراسمو کې په ګډون کولو د مرحوم روح ته د دعا او مغفرت لاسونه پورته کړئ.

نېټه او ځای: راتلونکې شنبه د جولای ۲۵ د کابل عیدګاه جومات کې د ماسپښین له ۱:۳۰ تر ۳:۳۰

په درنښت

پښتون خوځښت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د