دقدر میاشت – شعر
راتله اوس دروژی دی عبادت پکښی کوه = د قدر میاشت راغلی سخاوت پکښی کوه
دخدای کتاب قران دی نازل سوی په دی میاشت کی = پاک رب په راضی کیږی تلاوت پکښی کوه
اول یی دی رحمت منځ مغفرت اخر خلاصون دی = بهتر موسم راغلی ډبر طاعت پکښی کوه
خیرات که صدقه ده یا نفلی نور عبادات دی = ثواب یی دفرضی دی ته ښه نیت پکښی کوه
نفلی دی سوه فرضی فرض اویا فرضه جوړیږی = عجب وخت دحصول خپل تجارت پکښی کوه
کلمه او استغفار هم د جنت ډیره غوښتنه = امان د دوزخ غواړه ریاضت پکښی کوه
یو شپه بله پکښی ده شبقدر چی یاد یږی = له زر میاشتو بهتره ښه طاعت پکښی کوه
به وخت دروژه مات حاجت دهر چا پوره کیړی = دغه وخت دقبول سوال د جنت پکښی کوه
پیشلمی ته سه بیدار د خپل رسول پر طریقه = تکلیف یی نکړی ځانته هر سنت پکښی کوه
طاعت چی یی بهتر سو د نور کال په پرتله = ګناه یی هم څو چنده پام دقت پکښی کوه
تقوا ده لو تقوا ده که دی ژبه وساتل = عزامه ! وخت د ګټی انابت پکښی کوه