
غور: چاودنې څلور ماشومان وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲مه ۱۳۹۴ل): غور ولایت کې یوې چاودنې څلور ماشومان وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی.
د غور ولایت سرپرست امنیه قومندان محمد زمان عظیمي پژواک ته ویلي چې دغه پېښه پرون ماښام د دغه ولایت مرکز ته څېرمه په بره خانه سیمه کې رامنځته شوې.
هغه زیاته کړې چې دغه ماشومان د غره په لمن کې په لوبو او د څارویو په څر بوخت وو.
عظیمي له قوله ټپي شوی ماشوم انجلۍ ده، روغتون ته لېږدول شوې خو روغتیايي وضعیت يې نازک دی.
د دغه ولایت امنیه قومندانۍ سرپرست ادعا کړې چې لومړنیو څېړنو ښودلې چې ماین په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و.
طالبانو تر دې مهاله ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د دولتي چارواکو دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.
ویل کیږي چې زیاتره هغه ماینونه چې د روسانو د وتلو پر مهال ځای پر ځای شوي، په دې وروستیو کې پر ولسي وګړو چاودیږي.