نړۍ

سپینه ماڼۍ: د ګوانتنامو زندان د تړلو وروستي پړاو ته رسیدلي یو

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲مه ۱۳۹۴ل): سپینه ماڼۍ وايي چې د ګوانتنامو زندان د بشپړ بندلو پلان وروستۍ مرحلې ته رسیدلی.

د سپینې ماڼۍ ویاند «جاش ارنسټ» وايي چې تمه کیږي چې په کانګرس کې به جمهوریت غوښتونکي د دغه زندان د تړلو له مخالفت څخه لاس واخلي.

د امریکا ولسمشر اوباما په خپل ټاکنیز کمپاین کې د ګوانتنامو زندان د تړلو ژمنه کړې وه، خو په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکې ډله د دغه زندان له تړلو سره سخت مخالفت کوي.

که څه هم د ګوانتنامو زندان په اړه ویل کیږي چې په خلکو کې د ډار خپرونې یوې تبلیغاتي آلې په توګه ترې استفاده کېده، خو سپینه ماڼۍ وايي چې «سخت دریځي» ډلې اوس د ګوانتنامو زندان له نامه څخه د ځان په ګټه تبلیغاتي استفاده کوي.

دغه زندان د سپتمبر ۱۱ له پيښو وروسته د کیوبا د ګوانتنامو جزیرې په یوې امریکايي سمندري پوځي اډه کې جوړ شو، چې له بندیانو سره د ناوړه انساني چلند له کبله وخت پر وخت د بشري حقوقو په ماتولو تورن شوی.

د ګوانتنامو بندیانو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د امریکايي پوځيانو لخوا د قرآن کریم او اسلامي مقدساتو د سپکاوۍ او د غیرانساني چلند په اعتراض کې څو ځله د نه خوړلو په اعتصاب هم لاس پوری کړی.

د ګوانتنامو زندان له تاسیس څخه نږدې ۱۵ کاله تېریږي خو د امریکا بشري او حقوقي سازمانونه لا هم په دې اړه نتیجې ته نه دي رسېدلي چې ایا په ترهګرۍ مشکوک زندانيان په ملکي محکمه کې محاکمه کیږي او که په پوځي؟

په داسې حال کې چې د ګوانتنامو بندیان پرته له کوم څرګند قانوني تور څخه په دغه زندان کې شپې سبا کوي، امریکایان هر کال ۴۵۰ میلیونه ډالره په دغه زندان مصرفوي.

که څه هم امریکایان د ګوانتنامو بندیانو په ازادولو کې د ځنډ لامل دا په ګوته کوي چې خوشې شوي بندیان یو ځل بیا د امریکا پر ضد د جګړې لیکو ته ورګرځي، خو د بشري حقوقو نړیوال سازمان یوه وکیله «اندریا براساو» وايي چې ډیر هغه ازاد شوي بندیان چې د جګړې لیکو ته ورګرځیدلي او د امریکا پر ضد یې په وسلواله جګړه لاس پورې کړی، تر زندان وړاندې یې وسلواله جګړه نه کوله.

د بشري حقوقو په سرغړونو بدنام دغه زندان کې دمګړۍ ۱۱۶ بندیان ساتل کیږي، چې ۶۹ تنه یې د یمن هیواد اوسیدونکي دي. په دې زندان کې اوسمهال ۸ تنه افغانان هم بندیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x