ورزش

د کراټې په نړيوالو سیالیو کې افغانستان دریم مقام وګاټه!

د کراټې نړیوالې لوبې  د جاپان هیواد په کوربه توب د چنګاښ په اتلسمه نيټه پیل شوي وې  چی تیره ورځ پای ته ورسیدې .
په دغه سیالو کې جاپان لومړی، روسیه دوهم او افغانستان دریم مقام خپل کړ.

د افغانستان کیوکوشین کان کراټې سلاکار محمدالله صابری رسنیو ته وویل جاپان د نړيوالو سياليو په کوربه توب  کولو سره د نړۍ له ګوټ ګوټ نه غورا  او چڼ کړای شوی  دوه دیرش (۳۲)  نامتو لوبغاړی په بیلابيلاو وزنونو کې  ټاکلی ول او ټولو لوبغاړو خپله وړتیا وښوده چې هر وزن کې اته لوبغاړو سیالۍ ترسره کړې ، زمونږ ګران هیواد افغانستان  نه  حجت الله سميع زاده د منفي ۶۵ کيلوګرامه وزن کې سیالی وکړي

لومړی لوبه یی د کوربه هیواد جاپان سره راغله چې له نیکه مرغه هغه لوبه د حجت الله په بریا تمامه شوه په دوهمه لوبه کې هم له بل  نامتو جاپانی لوبغاړی سره مخ شو چې په نتيجه کې دواړه لوبغاړی برابر شول په پای کې د پریکړې لپاره د د لرګي تختو ماتولو (تمیشي واراي) په ترسره کولو سره د جاپانی لوبغا ړی نمرې زیاتې شوې.  په نتېجه کې افغان لوبغاړی حجت الله سمیغ زاده  دریم مقام ترلاسه کړ.

حجت الله سمیعزاده په خپل وزن کې له پخوا نه د اسیا نايب قهرمان پاتې شوی او په ماليزيا هيواد کې يې دويم مقام ترلاسه کړی و او په اوتیرو ملی سیالیو کې هم په پخپل وزن کې ملی اتل شو نو په دې اساس نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره غورا لوبغاړی ټاکل شوی وه.

دغه لوبغاړی د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې سازمان ریس انجينر محمدسير ازداني تر ځارنې لاندې جاپان هیواد ته سفر درلود، آزادانی وایي ( موږ چې په نړیوالو سیالیو کې او همدارنګه د نور لوبو په ډګر کې  د بریاووو لامل د افغانانو  دعاګانې زمونږ د بریاوو ښه وسیله ده او ټولو هیواد والو ته  ددې سترې بریا مبارکی وایو).

دغه سيالۍ چې په اتم د جولای په جاپان کې پيل شوی وي چې د نړی په کچه له بیلابیلو هيوادونو نه لوبغاړو ګډون درلود چې يو له هغو هيوادنو نه افغانستان هم وه  د یادونو وړ ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونو نه یواځې افغانستان او جاپان  یادو سیالیو ته لار موندلی وه.

په پای کې کوربه هیواد (جاپان) لومړۍ ، روسیه دوهم او افغانستان دریم مقامونه وګټل ټولو هیوادوالو ته دې دغه ستره بریا مبارک وي.

Afghanistan has got third position in World Weight Category Karate Tournament (face punch)

Venue: Yoyogi Daini Taiikikan, JAPAN

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x