افغانستان

بدخشان: طالبانو د وردج په امنیتي پوستو له څلورو خواو بریدونه پیل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲مه ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبانو نن له غرمې وروسته یو ځل بیا د وردج ولسوالۍ په امنیتي پوستو له څلورو خواوو بریدونه پیل کړي دي.

ددغه ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار ویلي چې طالبانو پرون پنجشنبه سهار ۹ بجې د تیرګران کلي په ستراتيژيکو پوستو بریدونه پیل کړل چې د شپې تر نهو بجو يې دوام درلود.

هغه په پرونۍ جګړه کې د یوه عسکر وژل کېدل او بل ټپي کېدل منلي او د ۴۰ طالبانو د وژنې او ټپي کېدنې ادعا یې کړې.

بیدار زیاته کړې چې طالبانو یو ځل بیا نن له غرمې وروسته د څلورو خواو څخه بریدونه کړي دي خو دولتي ځواکونه یې د مقابلې توان لري.

هغه د طالب بریدګرو شمېر له ۳۰۰ تر ۴۰۰ ښودلې.

بیدار ویلي چې طالبان د خستک، جرم او شهدا ولسوالیو څخه راټول شوي او په ډله‌ییزه توګه یې د ودرج ولسوالۍ په پوستو برید کړی دی.

طالبانو تر دې مهاله ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

یوه ورځ وړاندې طالبانو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ د بایسقال مهمه سیمه ونیوله او په همدې ورځ یې دولتي ځواکونه له هغو ۱۴ کلیو وویستل چې دوی یې کابو یوه اونۍ وړاندې د نیولو ادعا کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x