دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( درویشتمه برخه )

لیکوال: م. محمد نعیم

کلاشینکوف مې تیار برابر کړی و! د یوې وړې تېږې شا ته مې سنګر ونیو! نور مې ښکته کتل چې څوک را و نه خېژي! فکر مې نه و. د کلاشینکوف شپېلۍ ددې پر ځای چې د تېږې دپاسه کېږدم، د تېږې منځ ته مې بې پامه سیخه کړې وه، ګوته مې په ماشه تیاره برابره نیولې وه، فکر مې نشو، یو په یو په ماشه ګوته ور تخته شوه! ډز شو! پاس ملګري هم سره وار خطا شول! دوی ویل چې دا دی دښمن را وختو! قوماندان صاب غږ را وکړ، وايي څه کیسه ده، ما ویل هېڅ نشته، له ما نه سهوا ډز وشو، دې لوري ته هېڅ نشته! بېغمه اوسئ!

له دوی نه زه ډېر وډارېدم؛ ځکه چې له خولې سره مې ډز وشو، تېږه ولګېده، دتېږې پرچې مې مخ، سترګو ته را والوتې، خو ښه و، خوږ نه شوم.

له یو څه وخت وروسته جګړه سړه شوه،  سختې شېبې وې، په لومړي سر کې چې کله زه پوستې ته ننوتم او ملا عبد الوکیل راووت، ورپسې زه هم راووتم، په دې وخت کې دی له خندق نه پاس وختو، او زه همداسې په خندق کې ښکته لاړم،  دی چې کله لوړ ختلی، په همدې وخت کې ددښمن د پیکا ضربه یې سر ته برابره شوې وه! لنډه دا چې یوه نیمه بجه به وه چې جګړه ودرېده. ملګري ټول له یوې او بلې خوا پوستې ته سره راغونډېدل، یو ملګري د هغې لوړې پوستې ملګرو ته ور غږ کړ: څه حال مو دی؟ د هغوی له خوا غږ وشو: یو دوه زخمیان لرو، نور خیرت دی، زمونږ له خوا:  مونږ هم یو زخمي لرو، نور ملګري سره ښه دي.

ما فکر وکړ چې په رښتیا به کوم ملګری ټپي شوی وي، کله چې پاس راوختم، یو بل ملګری مې مخې ته راغی، ماویل خیر ت دی؟ وايي هو، ملا عبد الوکیل لږ ټپي شوی! ما ویل چېرته دی، وايي دا دی، لږ چې ورلنډ شوم، ګورم چې دنګ او مټور ملا عبد الوکیل په خاورو او تېږو کې ستوني ستغ پروت، او هېڅ حرکت پکې نشته، بې اختیاره مې چیغه له خولې ووته، ملګري را ته ویل، شور مه کوه چې دښمن به اوس پوه شي، بیا را ونه ګرځي! ټول به سره خراب کړي.

ما ویل شهید شوی؟ وايي هو! سر ته یې ورنېږدې شوم، ما ویل له خاورو یې پورته کړم، کله مې یې چې سر را پورته کړ، هغه له سر نه روانه وینه یې دماغو ته راغله یو ډول خوورررر آواز یې وکړ، ما فکر وکړ چې لا ژوندی دی، ملګري ته مې کړل: لکه چې ژوندی دی؟ وايي نه،  وینه خولې ته راغله؛ له دې سره یې دا آواز له دماغو راووتو.
لنډه دا چې څو مو سره برابراوه، یوه نیمه بجه شوه، شهید ملګری مو د غره له سر نه په پنځو کسانو را روان کړ، سهار ایله ۴ بجې شا وخوا به وې چې سمې ته مو را ښکته کړی شو. په لارو له یوې خوا تیاره وه، لاره سمه نه ښکارېده، له بلې خوا غر له سره تر پایه په ریګ پوښلی و، جنازه مو سمه نشو په اوږو کوی؛ ځکه لاره بې خونده وه. کله کله به مو پښې ښویې شوې، یو ملګری به وغورځېد، جنازه به هم یو څه سره وخوځېده را وخوځېده. بیا هم له خیره د لاندې را ورسېدو، همدلته له یوې نادرې پېښې سره مخ شوو!

هغه داسې چې پاس په غره کې خو کټ نه و، مونږ د خیمې یو دوه لکڼې پیدا کړې، په منځ کې مو يې یو ټوکر خور کړ، د لکڼو په یو سر کې ما خپل کلاشینکوف کېښود، په بل سر کې یو بل ملګري خپل کلاشینکوف کېښود! نور مو شهید پکې واچوه، ما په خپل پټکي وتاړه، فکر کوم، کوم بل ملګري هم پټکي را خلاص کړ، په هغه مو هم ټینګ وتاړه؛ ځکه لاره ټوله سخته غرنۍ، ریګنه او په ځینو ځایونو کې له تېږو ډکه وه.

څنګه چې سمې ته را کوز شوو، جنازه مو سمه په اوږو کړه، لا تیاره وه، لاره سمه نه ښکارېده، په همدې شېبو کې سپېدې وچاودېدې، که ګورو لږ وړاندې یو په وسله سمبال کس را څرګند شو! ټوپک یې په اوږه کې دی، زمونږ په لوري را روان دی، دا نو د جګړې لومړۍ کرښه ده، ملګرو ویل دا کس څوک دی؟ کوم یو ویل دا به د مخالفینو کس وي، دلته ګزمه کوي! له دې سره له ټولو ملګرو نه لاره ورکه شوه! چې اوس به څه کوو؟ ما ملګرو ته ویل ټوپک را واخلئ! ویل ټوپک خو نشته! ما ویل ولې؟ څه شول! وايي مونږ خو ټوپک هملته پاس دغره په سر په پوسته کې پرېښودل! سبحان الله!

ما له ځان سره ویل چې خبره خلاصه شوه! اوس به ټول لاس تړلي ونیسي! زما او د یو بل ملګري کلاشینکوفونه مو د هغه شهید سر او پښو ته ایښې وو، او شهید مو کلک په پټکو تړلی و، په داسې یو حالت کې د هغو د را اخیستو هم هېڅ لاره نه وه، او داسې روڼ او آوار میدان و، چې هېڅ لوري ته نه کومه ډبره وه، نه کوم ژور ځای و! نه کوم بوټی او ونه!

نور بیا…

م. محمد نعیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x