fbpx

شهید او شهادت ( شلمه برخه )

لیکوال: م. محمد نعیم

لکه دا چې د سمندر د شهید اجر د وچې د شهید دوه برابره دی. یا دا چې د سمندر یوه جګړه د وچې د لسو جګړو په څېر ده، او دا چې هغه مجاهد چې په سمندر کې یې سر ګرځي، داسې دی لکه د وچې په جګړه کې چې په خپلو وینو کې رغړي، له دې پرته، په عام ډول شهید ته هغه منزلت ور کړل شوی، چې بل هېچا ته نه دی ور کړل شوی، په آخرت کې هر مسلمان چې جنت ته ننوزي، دنیا ته د بېرته راتګ هیله نه کوي، پرته له شهید نه، یوازې شهید دنیا ته د بېرته راتګ هیله کوي، ترڅو بیا بیا د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي.

شهید د قیامت له ورځې مخکې جنت ته ننوزي،  په عرش پورې را ځړوند د سرو زرو څراغونو کې اوسي. د زرغونو او یا سپینو مرغانو په بڼه د جنت په هره برخه کې چې وغواړي چکر وهي. د اویاوو خپلوانو شفاعت کوي، له لومړي څاڅکي وینې توییدو سره ګناهونه ورت بښل کېږي.  د قیامت په ورځ د عزت تاج ور په سر کېږي. د قبر سوال او ځواب نه ترې کېږي،  قبر یې نه نیسي. دا یې د آخرت منزلت او درجې، او کوم چې په دنیا کې دي، غسل نه ور کول کېږي، جامې نه ترې ایستل کېږي، په خپلو وینو او جامو کې خښېږي، مړ نه ورته ویل کېږي.

یادو ټکو ته په کتو سره لېرې نه ده چې الله جل جلاله دې د شهیدانو ارواح خپله اخلي،  که څه هم چې په دې اړه راغلی روایت ضعیف دی، خو له پورتینو ټکو جوتېږي چې کېدای شي الله جل جلاله شهیدان په دې پېروزینه هم نازولي وي.

بل ځای په صحیح روایت کې راځي چې د سمندر د شهید روح داسې وزي، لکه په یخو اوبو کې چې شهد وڅښي، او د وچې د شهید روح داسې ایستل کېږي لکه مېږی یې وچيچي، ( عن رسول اللّه e قال : ” شهيد البحر لا يألم السلاح إلا كشربة عسل بماء بارد على الظمأ وشهيد البر لا يألم السلاح إلا كعضة نملة ” )[1] ژباړه: له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه روایت دی چې فرمایلي یې دي: ( وسله د سمندر شهید نه دردوي، یوازې دومره لکه د تندې په حالت کې چې په یخو اوبو کې شهد وڅښي! او د وچې شهید دومره دردوي لکه د مېږي چیچل).

که څه هم دا حدیث شریف په دې ټکو د احادیثو په نورو کتابونو کې نه دی راغلی خو د همدې حدیث شریف لومړۍ برخه د احادیثو په ګڼو کتابونو کې راغلې ده، عن أبي هريرة رضي الله عنه, أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ( ما يجد الشهيد من مس القتل إلا كما يجد أحدكم مس القرصة)[2]

ژباړه: شهید د وژل کېدو په درد نه پوهېږي، مګر داسې لکه په تاسو کې چې یو کس په ګوتو د یو ځل سوکنډلو یا د ورږې د یو ځل چیچلو درد احساسوي.

دا په داسې حال کې چې د نورو مسلمانانو ارواح په څومره سختۍ اخیستل کېږي. آن د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک روح څومره په سختۍ اخیستل شوې، او دا په هغو صحیحو روایاتو کې ښه واضح دي چې له ام المومنین عائشې رضی الله عنها په دې اړه روایت شوي.

په پورتني صحیح حدیث شریف کې ټول وینو چې په عام ډول د شهید روح څومره په آسانۍ اخیستل کېږي، دا چې د شهید د روح وتل د نورو مسلمانانو د روح له وتلو سره توپیر لري، نو بیا مشکل څه او چېرته دی چې د شهید او نورو مسلمانانو د ارواحو اخیستونکي دي هم توپیر سره ولري؟ د شهید روح دې الله جل جلاله اخلي، او د نورو مسلمانانو دې ملک الموت؟ الله جل جلاله چې شهید په دومره زیاتو ځانګړنو او پېرزوینو نازولی، دا هم لېرې نه ده، بلکې معقوله ده چې روح یې دې هم خپله الله جل جلاله اخلي. والله اعلم.

ځینو علمای کرامو ویلي چې په سمندر کې جهاد کول ځکه له په وچه له جهاد کولو نه غوره دی، چې په سمندر کې مجاهد د تېښتې او ځان ژغورنې لار نه لري، یا به له دښمن سره جنګېږي، او یا به ډوبېږي، له دې پرته بله لار نه لري، یعني په دواړو حالتونو کې له مرګ سره مخ دی.

دې ټکي ته په کتو سره ویل کېدی شي، چې د ننیو هغو فدایانو  اجر به هم همداسې وي، کوم چې له دښمن سره په داسې ځای کې مخامخ کېږي چې د تېښتې هېڅ لار نه لري، یا به جنګېږي، یا به ددښمن لاس ته لوېږي، لکه په یو لوړ ځای کې چې سنګر ونیسي، هلته مجاهد سل په سلو کې په خپل مرګ باوري وي، خو بیا هم جنګېږي، که په غور سره فکر وشي، ددې مجاهد او د هغه مجاهد چې په سمندر کې له دښمن سره جګړه کوي، حالت یو ډول دی. بلکې ددې مجاهد حالت له سمندروالا نه ډېر سخت او له لوی ګواښ سره مخ وي.

ځینې نور علمای کرام وايي چې په اوسني وخت کې سمندري جګړې کمې یا په نشت حساب دي، خو ددې پر ځای هوايي جګړو زور اخیستی، کومې چې په طیارو کېږي، همدي پورتني حدیث شریف ته په کتو سره دوی وايي چې د هوايي جګړو د مجاهدینو اجر د سمندري مجاهدینو په څېر بلکې ترې زیات دی، ځکه هغه خطر چې اوس په هوا کې رامنځ ته کېږي، طیاره او پیلوټ ور سره مخ کېږي، په سمندر کې نه احساسېږي.

په طیاره کې یو کس د هغه لس چنده زیات یرېږي، کوم چې په سمندر کې یرېږي، ځکه طیاره په هوا کې اوړي را اوړي، کله یې بادونه په یوه او بله خوځي، کله ورځې پرې راشي، او که وویشتل شي په ځمکه را غورځي، چې په دې حالت کې مرګ سل په سلو کې یقیني وي. نو ځکه به د هوايي ځواکونو د مجاهدینو اجر له سمندري ځواکونو څخه زیات وي.

م. محمدنعیم
______________
[1] – شفاء الصدور من كلام الرسول صلى الله عليه وسلم. لأبي الربيع سليمان بن سبع السبتي. المغربي, نوموړی کتاب که څه هم د سیرت په برخه کې راځي، خو په حقیقت کې یوه موسوعه ده، علوم القرآن، سیرت او احادیث ټول پکې دي، نوموړی کتاب په ۱۵ ټوکونو کې لیکل شوی، خو فعلا یې ډېر کم ټوکونه په ځینو کتابخانو کې پیدا کېدی شي، مولف وايي دا کتاب یې تقریبا په دیرشو کلونو کې لیکلی.
د پورتني حدیث شریف په اړه ما ډېره هڅه وکړه چې په کوم بل کتاب کې یې هم پیدا کړم، خو ونه توانېدم. چا چې هم ددې حدیث شریف په اړه خبره کړې، نو د ابن سبع رحمه الله کتاب ( شفا‌ء الصدور ) حواله ور کوي.
[2] – ، رواه الامام احمد، والترمذي والنسائی و ابن ماجه و ابن حبان والبیهقي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د