نظــر

انگريزان گډې ميراثي موخې پالي، خو ملت تل په ملي گټو پوهيدلى دى

ميرويس نيكه د پښتنو په اړه د څه نا څه ۶ پېړيو سياسي چوپتيا ماته كړه او د ملي روح په واك وځواك يې د تېر، حال او راتلونكي تاريخ كړۍ سره كوشېر كړې. د هوتكي خوزښت له ودې ښكېلاك ووېرېده او گډ نادر نومى غل رامنځته شو.
احمد شاه بابا د افغان ځان په توگه د سيمې چوپتيا ماته كړه او هېواد يې د فرهنگي او سياسي پولو لرونكى كړ.
تيمورشاه فرهنگي پولې ړنگې كړې او پردي پالنې ته يې ملي خنډونه له مخې ليرې كړل( په پرديو د ځان او واك ساتنې سياسي لوبه پيل شوه).
دغه مهال د ملي پيدايښت ارزښتونو ته درناوى له منځه ولاړ او د تيمورشاه اولادې پخپلو كې پرهمدې تر لاسه كړي وياړسيالي پيل كړه.

شاه زمان د ملا عاشق په مرسته د شاه محمود د كړغېړنو هيلو ښكارشو او شاه شجاع ځان او د افغانانو واك و ځواك انگريزانو ته وباښه.

د افغانانو د تينگار توره دوست محمد د ارواښاد قدرت الله حداد د څرگندونو له مخې انگريز استازي مكناتن ته په دې توگه وسپارل شوه:        
[ دغه راز رسمونه (انځورونه) چې د انگليسي رسامانو له خوا ځاى په ځاى رسم شوي؛ يوه مجموعه يې له دوکتور طبيبي سره وه.
اميردوست محمد خان پوهيدلي و، چې شاه شجاع انگريزانو د دوه يم ځل لپاره پاچا کړى او د قدرت منبع هم هماغه دى.
دا هغه وخت دى، چې د کوهستان او شمالي خلکو د ميرمسجدي ترمشرۍ لاندې په چاريکارو، گلبهاراو باميانو کې انگريزان مات کړي ول او ترسراى خواجه پورې غازيانو برلاسي درلوده؛ خو دوست محمد خان له غازيانو تري تم شو.
ويل کيږي، چې مکناتن په بالاحصار کې په فکر کې ډوب و، چې احوال ور ورسيد:
دوست محمد خان راغلى !
مکناتن فکر وکړ، چې بالاحصارمحاصره شوى؛ ځکه ټول خبرونه داسې ول، چې غازيان د کابل شاو خواته رارسيدلي او انگليسي کنډکونه په شمالي کې تباه شوي دي.
مکناتن په وارخطايۍ وويل:
څومره خلک ورسره دي؟
وويل شول، چې :
صاحبه ! يوازې دى، حتا سراو پښې يې لوڅې دي.
دغسې يوه شرمناکه تسليمي په گټلي ميدان كې بېخي سابقه نه لري.
داسې ښکاري، چې له دوست محمد خان سره د خپلواکۍ او د انگريزانو د وتلو سوال نه و(لكه اوس، چې له ولسمشر حامد كرزي سره نشته). يوازې يې د كابل پادشاهي غوښتنه وه.
مکناټن دوست محمد خان ته وويل، چې:
دلته به د استوگنې ترتيب د بالاحصار په يوه برخه کې درته ونيسو.
دوست محمد وويل :
صاحبه ! دلته شاه شجاع هم شته. ما هندوستان ته وليږئ او هلته مې وساتئ.
که په دغه حساب امير بې نظير وي او كبير نومول كيږي؛ نو کيداى شي.
په همدې كبل په کوهستان کې د انگليسانو يو غنډ عسکر ووژل شول او خلک ترهغې نه کېناستل، چې انگليسان ټول تباه نه کړي؛ ځکه  ملت تل په ملي گټو پوهيدلى.
په پېښليکونو کې ليکل شوي : امير دوست محمد خان له هنده راوستل شو او بيا د کابل پرتخت کېناست. اكبرخان د وزير محمد اكبرخان او د مكناتن د وژونكي په نوم  په داسې حال كې ياد شو، چې رجب خان د وردگو ملي مبارز يې له تخرگه پر مكناتن ډز كړى دى. سربېره پردې پلار او زوى ملي مبارزنايب امين الله خان لوگرى په بالاحصار کې بندي کړ او محمد شاه خان بابکرخېل هم د دغه امير او زوى له خوا تعقيب او ورک شو.
لکه څنگه، چې اميرعبدالرحمان خان د افغان – انگليس په دوه يمه جگړه محمد جان خان وردگ او ملا مشک عالم او نورملي مبارزين لکه صاحب جان تره کى په  ورته سرنوشت اخته کړل- د افغان ملي تاريخ – حداد فرهاد قدرت الله، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز- لومړى ټوك –لومړى چاپ ۱۳۸۳ل ] .
په دې توگه ۱۵۸ كاله انگريزان په ځانگړي توگه له افغانانو سره جنگيدلي؛ خو يو ځل د امير شېرعلي خان او بيا د ملا محمد عمرمجاهد له ملي مقاومت سره مخ شوي دي.
اوس دادى ۱۲ كاله كيږي، چې په زړې نسخې له امريكايانو سره پرله پسې گډې ميراثي موخې پالي؛ خو ملت تل په ملي گټو پوهيدلى دى.

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x