شهید او شهادت ( یوویشتمه برخه )

ليكوال: م. محمد نعيم

دریم: شهید د منزلت او نیت له مخې:

دا ویش له یوې خوا د درجو او منزلت له مخې ګڼل کېدی شي، او له بلې خوا یې یوه برخه تر نیت پورې هم تړاو لري. چې په دې کې هغه د لومړي ویش یوه برخه هم راځي.

ددې ویش له مخې شهیدان په ټولیز ډول په دریو برخو ویشل شوي:

تر ټولو غوره شهیدان، چې په دنیا کې یې ځان له ګناهونو څخه پاک ساتلی وي.

هغوی چې څه لږ اوډېرې ګناوې ترې شوې وي، خو په پای کې شهیدان شوي وي.

دریم هغوی چې منافقین وي، له سره مسلمانان نه وي. خو ظاهرا یې ځانونه د مسلمانانو په کتار کې ځای کړي وي.

په دې اړه په سنن الدارمي کې داسې حدیث راغلی:

عَنْ عُتبَةَ بْنِ عَبْدٍ السُّل مِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ”الْقَتْلَى ثَلاثَةٌ مُؤْمِنٌ جَاهَدَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ إِذَا لَقِيَ الْعَدُوَّ قَاتَلَ حَتَّى يُقْتَلَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهِ فَذَلِكَ الشَّهِيدُ الْمُمْتَحَنُ فِي خَيْمَةِ اللَّهِ تَحْتَ عَرْشِهِ لا يَفْضُلُهُ النَّبِيُّونَ إِلا بِدَرَجَةِ النُّبُوَّةِ. وَمُؤْمِنٌ خَلَطَ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا جَاهَدَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ إِذَا لَقِيَ الْعَدُوَّ قَاتَلَ حَتَّى يُقْتَلَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهِ مُمَصْمِصَةٌ مَحَتْ ذُنُوبَهُ وَخَطَايَاهُ إِنَّ السَّيْفَ مَحَّاءٌ لِلْخَطَايَا وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شَاءَ. وَمُنَافِقٌ جَاهَدَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَإِذَا لَقِيَ الْعَدُوَّ قَاتَلَ حَتَّى يُقْتَلَ فَذَاكَ فِي النَّارِ إِنَّ السَّيْفَ لا يَمْحُو النِّفَاقَ”[1]

ژباړه: له عتبة بن عبد السلمي نه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شهیدان درې ډوله دي:

هغه مومن چې په سر او مال یې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کړی وي، کله چې له دښمن سره مخ شي، تر هغه جنګېدلی وي چې شهید شوی وي. نبي علیه السلام ددې شهید په اړه داسې ویلي: نو دا ښه پاک شوی شهید دی، د الله جل جلاله تر عرش د لاندې خیمه کې به اوسي، پیغمبران د نبوت له درجې پرته نور غوره والی نه ترې لري.

بل هغه مومن دی چې ښه او بد کارونه یې سره ګډ کړي وي، خو د الله جل جلاله په لاره کې یې جهاد کړی وي، کله چې له دښمن سره مخ شي، تر هغه ور سره جنګېدلی وي چې شهید شوی وي. ددې ډول شهید په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي:  دا شهادت پاکوونکی دی، د شهید ګناوې پاکوي، بېشکه توره د ګناهونو لپاره خورا ښه پاکوونکې ده، دا شهید به د جنت له هرې دروازې چې وغواړې جنت ته ننویستل  کېږي.

بل منافق دی، چې په سر او مال یې جهاد کړی وي، کله چې له دښمن سره مخ شي، تر هغه ور سره جنګېدلی وي چې وژل شوی وي، نو دا به په اور کې وي؛ ځکه توره منافقت نه پاکوي.

لکه څه رنګه چې په نورو عباداتو کې درجې شته، دغسې په جهاد کې هم شته، هر مجاهد چې د الله جل جلاله په لاره کې ښه سرښندنه وکړي، د هغه درجه له هغه نه چې د ده په څېر یې رښندنه نه وي کړې، لوړه وي.
الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمايي: { دَرَجَاتٍ مِنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا }[2]

ژباړه: د الله جل جلاله له لوري دوی ته درجې، بښنه او رحمت دی، او الله جل جلاله خورا بښوونکی او مهربان دی.
ددې آیت شریف په تفسیر کې امام طبري، امام ابن کثیر  امام الوسي[3] او… رحمهم الله تعالی، فرمايي چې دلته له درجو نه هغه درجې مراد دي چې الله جل جلاله په جنت کې د مجاهدینو لپاره تیارې کړې دي؛ ځکه چې دا آیت کریمه په هغه آیت کریمه پسې راغلی چې د مجاهدینو د غوره والي او ښه والي په اړه دی. مفسرین کرام ددې آیت په تفسیر کې لاندې حدیث شریف د شرحې په ډول راوړي.

په صحیح بخاري کې د یو حدیث شریف په یوه برخه کې چې ابو هریره رضی الله عنه روایت کړی داسې راغلي: ( أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ” إن في الجنة مائة درجة، أعدها الله للمجاهدين في سبيله، ما بين كل درجتين كما بين السماء والأرض  ) [4]

ژباړه: بیشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  په جنت کې سل درجې دي، الله جل جلاله په خپله لاره کې د جهاد کوونکو لپاره تیارې کړې دي، د هرو دوو درجو منځ کې د آسمان او ځمکې هومره واټن دی.
د سنن ترمذي په یو روایت کې راځي چې که ټول عالمیان په یوه درجه کې سره راغونډ شي پکې ځای به شي. په دې معنی چې یوه درجه دومره لویه او پراخه ده چې ټول عالمیان پکې ځایيږي، خو الله جل جلاله دا درجې شهیدانو ته ور کوي! چا ته لږ او چا ته ډېرې، هر چا ته د خپل اخلاص او سرښندنې په کچه.

ابن حجر العسقلاني رحمه الله په فتح الباري کې د همدې حدیث شریف په شرحه کې وايي چې له دې حدیث شریف نه داسې څه نه معلوميږي چې په جنت کې دې د نورو مسلمانانو لپاره نورې درجې نه وي، کېدای شي د نورو مسلمانانو لپاره هم درجې وي خو د مجاهدینو ددرجو هومره به نه وي. یعني له هغو به ټیټې وي.[5]

نور بیا…

م. محمد نعیم
____________________
[1] – سنن الدارمي. باب صفة القتلى في سبيل الله, سنن البيهقي: باب فضل الشهادة في سبيل الله, المعجم الكبير للطبراني, المعجم الكبير. حديث عتبة بن عبدٍ السلمي.
[2] – سورت النساء، آیت: ۹۶.
[3] – تفسیر ابن جریر الطبري، تفسیر ابن کثیر، تفسیر روح المعاني: سورت النساء، آیت ۹۶.
[4] – صحیح البخاري: باب درجات المجاهدین في سبیل الله.
[5] – فتح الباري، باب درجات المجاهدین في سبیل الله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د