افغانستان

په فراه کې طالبانو د سړي تښتوونکو ۶ کسیزه ډله نیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې ۶ تنه سړي تښتوونکي نیولي او د هغوی له منګولو یې ۲ تنه اختطاف شوي ماشومان ژغورلي دي.

دا پېښه د پنجشنبې په ماسپښین د یادې ولسوالۍ په غازي اباد او ګرګ سیمه کې رامینځته شوې.

طالبانو د سړي تښتوونکو نومونه «ګلاب الدین، محمدجان، عبدالقیوم، عبدالخالق، عبدالحق، محمدعیسی» ښودلي او زیاته کړې يې ده چې نوموړي کسان یې له دوه ساعته جګړې وروسته د «خاص تکتیک له مخې» ژوندي نیولي.

د طالبانو په وینا، دوه تنه ۱۲ کلن ماشومان یې په داسې حال کې له اختطافګرو ژغورلي چې په لاسونو کې یې ولچک وراچولي و. دغه ماشومان د دلارام او خاشرود ولسوالیو اوسیدونکي ښودل شوي.

طالبان وايي چې له اختطافګرو سره یې دوه میله کلاشنکوفونه او د دولت لخوا د وسلو ګرزولو اجازتنامې هم نیولي دي.

طالبانو زیاته کړې چې نیول شوو سړي تښتوونکو په لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی چې د دولتي چارواکو په مرسته او شراکت یې خلک اختطاف کول. همدا راز یې د څو ماشومانو په وژلو اعتراف هم کړی.

په دې اړه د طالبانو لخوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې د نوموړو اختطافګرو قضیه «د اسلامي امارت شرعي محکمې ته سپارل شوې چې له نورو پلټنو وروسته به په خپله سزا ورسیږي».

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د غلو او اختطافګرو پر وړاندې ګام اوچتوي، تر دې مخکې هم طالبانو د هیواد په ګوټ-ګوټ کې غله، سړي تښتوونکي او قاتلین نیولي او بیا یې په عام محضر کې په سزا رسولي.

د روان کال په می میاشت کې طالبانو د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د سړي تښتوونکو په یو استوګنځای چاپه ووهله او درې تنه برمته شوي ولسي وګړي یې وژغورل.

له هغې پیښې یوه میاشت وړاندې طالبانو په غزني کې درې تنه غله، چې یوه ښځینه ډاکټره او د هغې خاوند یې په خپل کور کې وژلي او د کور ټول سامان یې ورنه وړی و، ونیول، چې بیا یې د محکمې له پریکړې وروسته د ولایت مرکز اړوند د منګور کلي په عام محضر کې اعدام کړل.

په عین میاشت «اپریل» کې طالبانو د فراه په بکوا ولسوالۍ کې درې تنه نور غله او اختطاف چیان، چې ۲۱ تنه یې له تښتولو وروسته وژلي و، د دې ولسوالۍ د جمعه بازار په سیمه کې اعدام کړل. د فراه سیمه ییزو چارواکو یوازې د پیښې په تایید بسنه کړې وه.

د تېر کال په سپتمبر کې هم طالبانو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هغه درې تنه غله ونیول چې یو ۶ كلن ماشوم یې د پیسو لپاره تښتولی و چې له شکنجې وروسته یې په شهادت رسولی و. په همدې میاشت کې طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې دوه شوکمار غله ووژل او یو بل یې ژوندی ونیوه. د دشت ارچي ولسوال هم پیښه تایید کړې وه او ویلي يې و چې وژل شوي غله له ډیرې مودې راهیسې د خلکو د لوټولو په نیت راوتل، خو څرنګه چې دا اقدام طالبانو کړی و، له زیات څه ویلو یې ډډه وکړه.

ویل کیږي چې د هیواد په ډیرو سیمو کې د نورو وسلوالو غلو ترڅنګ اربکیان او پولیس هم د خلکو په شکولو، غلاوو او اختطاف کې لاس لري او ان په ځینو سیمو کې په رڼا ورځ د خلکو کورونو ته وراوړي. خلک دا هم وايي چې حکومت د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې اربکیانو ته د غلاوو او هر ډول خپلسریو اجازه ورکړې ترڅو خلک د طالبانو له همکارۍ نه لاس اخیستو ته اړباسي.

په دې وروستیو کې چې د طالبانو بریدونو زور اخیستی او د دولت د واک لمن په راتنګېدو ده، طالبانو په خپلو تر واک لاندې سیمو کې ځانګړي ملکي کمیسونونه فعال کړي چې موخه یې د ولسي خلکو د ژوند خوندیتوب دی.

د لویدیځو رسنیو د څیړنیو پر اساس، د امنیت او په قضايي محاکمو کې د شفافیت له کبله ډیر افغانان دې ته ترجیح ورکوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند وکړي.

ډیری ولسي خلک د طالبانو له دې اقدامه خوښ دي او وايي چې پر دې يې زړونه ډاډه دي چې د طالبانو د واک په سیمو کې غله او داړه ماران د خلکو د ځورولو جرئت نه شي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

دا د فراه اختطاف ګر ظالمان خو باید زرترزره مردار کړي، او مړي یي لمر ته وغورځوي، اختطاف ګر او شوکماران هرځای شته مګر د فراه غله چې دکندهار هرات په لاره شوکماري کوي دخپل قساوت له امله نوم لري، آبل کال یي یو کندهار سړی تښتولی و، او په سترګو یي پلستر ورلګولی و او بیا یي په یوه سمڅ کې بندي کړی و څو میاشتی بعد چې راخلاص شو او د لومړی ځل لپاره یي دکورنۍ غړو د سترګو پلستر ورخلاص کړ نو سترګې یي چینجیو خوړلې وې، دغه راز یي یو پی مخی هراتی هلک چې له… نور لوستل »

اونخیوال وردګ

ما شا الله
الحمد الله

قربان مو شم ددین او د وطن خادمانو د ګران وطن دښتی او غرونه درباندی زرغون او ښایسته ښکاری الله مو ژر کابل جان ته هم را وله
الهم امین

زما ژوند دی له تا زار وي د وخت ثالث عمره
ژوندی د وی
زمونږ ګران امیر او د هغه لارویان
ملامحمد عمر مجاهد حفظه الله

کندهار

ماشاالله الحمدالله الله اکبر
الله عزوجل دی سپڅلی خلګ تل سرلوړی او بریالی ولری
د ملامحمد عمر مجاهد حفظه الله او دسپڅلی مجاهد ، ملا ، او طالب تر نوم موږ جاریږو

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x