ټولنیزه برخه

مسلمان او د مسلمان میرمن (ښځي او نارینه دي دواړه ولولي)

ليكوال: بخت الرحمن بخت

په اسلام کي واده هغه تحفه ده چي د نارینه لپاره د روحي او دماغي تسکین د هوسایی او ارام سبب ګڼل کیږي، ښه واده هغه واده دي چي دواړه میړه او ماینه یو د بل په وړاندي له زغم څخه کار واخلي یو او د بل نظر ته غوږ کیږدي دواړه یو د بل خبره په غور سره واوري په ډیره نرمه او پسته لهجه یو د بل خبري ته جواب ووایی، له کورنیو وړو وړو خبرو څخه لویی او پیچیده مسئلی جوړي نه کړي. تر څو داواړه وکولای شي دیوي ښي کورنۍ بنسټ کیږدي او یو بهترین چاپیریال رامنځ ته کړي.

قران عظیم الشان او همدرانګه ستر پیغمر رسول الله صلی الله علیه وسلم د میړه او مایني تر منځ د دغه همیشنی او ژور تعلق په اړه ډیر څه ویلی او دغه تعلق یی یو مثالي تعلق بللی.

الله تعالی په خپل مبارک کتاب کي فرمایی: وَمنْ آياته أَنْ خَلَقَ لَكُمْ منْ أَنْفُسكُمْ أَزْواجًا لتَسْكُنُوا إلَيْها وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إنَّ في ذلكَ لَآياتٍ لقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (21)}. سورة الروم اية نمبر (21)

دا هم د هغه ذات له نښو څخه دي کوم چا چي ستا له خپل ذات څخه میرمني پیدا کړي دي د دي لپاره چي تاسو سکون ومومي او هغه ذات ستاسو په منځ کي مینه او رحمت ایښی دي بی شکه دي کي د هغه کسانو لپاره ستري نښی دي څوک چی غور او فکر کوي.

په رښتیا واده د دوو ارواحو یو ځای والي دي الله جل جلاله دغه دوه روحونه ددي لپاره سره یو ځای کوي تر څو دواړه یو د بل په یو ځای کیدو سره خوشحاله او پر سکونه ژوند ولري او له غوره کورني ژوند څخه خوند واخلي.

په اسلام کي رښتيني او پاکه میرمن د نارینه لپاره ستر نعمت او رحمت بلل شوی ده، ښه میرمن هغه څه ده چي د نارینه ټولي ورځني ستړیا وي په هوسایی او ارامي بدلوي کله چي نارینه له ډیري ستړیا او ورځني شاقه کار څخه د کور په لور را ګرځي، د ورځي ستړیا یی هیریږي او خپله میرمن باندي له سترګو لګیدلو سره یی ټول غمونه او خوابدۍ لري کیږي او د سترګو په وړاندي یی د خوښیو نوي نړۍ او نوی جهان خلاصیږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دغه دنیا یو عارضي ارام ده ښه راحت ورکي صادقه اورښتني میرمن ده؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ابن عباس رضی الله عنه ته وویل: ایا د نارینه د ژوند قیمتي سرمایه درته وښیم؟ رسول الله صلی الله وفرمایل نیکه میرمن د خاوند لپاره په ژوند کي تر ټوله بهتره سرمایه ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل د نارینه لپاره تر ټولو قیمتي سرمایه صادقه او وفاداره میرمن ده: کله چي یی خاوند د هغي مخته ګوري خوشحالي او سکون محسوسه وي کله چي ورته دڅه کولو امر کوي اطاعت یی کوي او کله چي یی خاوند له کوره لري وي دا د نوموړي په غیاب کي وفاداره او امانت داره ناسته وي.

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه تر ټوله ښه میرمن کومه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل تر ټولو ښه میرمن هغه ده چي په کتو سره یی خاوند خوشحالي محسوسه وي، کله چي ورته د څه کولو امر کوي هغه یی اطاعت کوي، او هر هغه عمل څخه ډډه کوي هغه که د نوموړی د خپل شخصیت په اړه وي او که یی د میړه د دولت په باره کي کوم چي د میړه خوا ورباندي بدیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ښځه له کیڼي پوښتۍ څخه پیدا شوي ده چي هیڅکله به یی سیده نکړي او ښځه هیڅکله ستا دپاره پر یوه حالت نشي پاته کیدلی او کچیري غواړي چي ورسره ښي اړیکي ولري او ورڅخه خوند واخلي نو دغه حالت کي هم ورڅخه خوند اخیستلی شي او که دي د سیده کیدو کوښښ وکړ نو به یی ماته کړي له ماتیدو څخه مطلب طلاق دي.
یعني که دي کوښښ وکړ چي دمیرمني ټولي نیمګړتیاوي لري کړي، نیمګړتیاوو لري کولو کي به بریالي نشي کیدای شي ستا دغه هڅه ستا او دمیرمني ترمنځ دجلاوالي لامل وګرځي.

کله چي یو مسلمان خاوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول په غور سره مطالعه کړي فکر نکوم چي بیا دي د ښځي د نیمګړتياوو او خامیانو په اړه کوم ارسطو او شیکسپير ته ضرورت پیدا شي.

ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم وایی چي ښځه کامله نه ده نیمګړي ده نارینه پرځای ددي چي دهغي نیمګړتیاوي وشمیري او په هره خبره کي ورسره لاس او ګریوان شي ښه به دا وي چي ورسره حد الامکان ګذاره وکړي.

نو مسلمان نارینه او خاوند ته په کار ده چي د ښځي قدرتي نیمګړتیاوي ومني، کوښښ دي نه کوي چي میرمن دي په ټولو چارو کي د ده د خواهش او غوښتني مطابق ځانته عیاره کړي، ځکه میرمن خدای نیمګړي پیدا کړي، انسان نشي کولای چي د ښځي قدرتي نیمګړتیا او کوږوالي ليري کړي.

ښه خاوند هغه دي چي د میرمني له میرمنتوب څخه ګټه پورته کړي دخپل خواهش او غوښتني مطابق د پوره سیده کولو کوشش یی ونکړي ځکه رسول الله صلی الله خپله وایی چي ښځه دکږي پوښتۍ مثال لري نو کږه پوښتۍ چي دي لاس کي ونیوله او د سیدا کولو کوښښ دي وکړ ضرور به ماتیږي.

کچیري مسلمان خاوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوني سره سم د ښځي پر فطري جوړښت باندي ځان پوه کړي بیا خپله هغه کس د میرمني پر ځیني تیروتنو باندي سترګي پټه وي ترڅو ارام کورنی ژوند ولري او د ښځي له ښځيتوب څخه په صحیح ډول فایده واخلي.

که پورته حدیث ته متوجه شو رسول الله صلی علیه وسلم د حدیث په پیل کي وایی د میرمنو په وړاندي نرمي اختیار کړئ او بیا د حدیث په منځ کي د ښځي فطري جوړښت بیانوي او له فطري جوړښت بیانولو څخه وروسته په اخیر کي رسول مقبول یو ځل بیا وایی خپلو میرمنو باندي رحم وکړي ( په وړاندي یی نرمي اختیار کړي) له دي څخه معلومیږي چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ښځو په اړه څومره اندیښنه او فکر موجود وو.

د ښځو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اندیښنه او تشویش دحجة الوداع له خطبي څخه هم څرګندیږي.

دښځو په اړه له محمد صلی الله علیه وسلم سره دومره اندیښنه او تشویش ورسره وو چي حتی د حجه الوداع په خطبه کي هم رسول الله صلی علیه وسلم له میرمنو سره دښه او نرم چلند په اړه ټینګار کوي.

محمد صلی الله علیه وسلم د حجه الوداع دخطبي په شروع کي فرمایی له خپلو میرمنو سره ښه چلند وکړي. دوۍ بندیاني دي تاسو هغو باندي نور واک نه لري، البته کچیري له هغو څخه کوم نا شائسته او بد عمل څرګندیږي نو تاسو ورڅخه خپلی بستري جلا کړي او هغه لږ څه ووهي (دلته بیا وایی چي ډیري ټینګي یی باید ونه وهي) کچیري دوي بیرته خپلو کړونو باندي پښیماني څرګندوي او د اطاعت لور ته راځي بیا ورسره زړه کي کینه اوبغض مه ساتي.

تاسو خپلو میرمنو اوستاسي میرمني پر تاسو باندي حق لري ستاسو حق پر دوي باندي دا دي چي دوي ستا کور ته بیګانه کس نه پریږدي او نه له کوم بیګانه کس سره تعلق وساتي، او د دوي حق پر تاسو باندي دا دي چي د هغو د نفقي غم وخوري او په تن یې پټي کړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی مؤمنانو کي غوره مؤمن هغه څوک دي د چا چي اخلاق غوره وي او په تاسو کي بیا بهتره کس هغه څوک دي کوم چي له خپلو میرمنو سره ښه چلند کوي.

عبادت چي د انسان په ورځني عمل او کار کي تر ټولو غوره عمل دي رسول الله صلی الله علیه وسلم حتی خپل صحابه کرام له نفلي عبادت څخه منع کړي دي او ورته یی ویلي چي ستاسو میرمني پر تاسو باندي حق لري تاسو باید د نورو کارونو په څنګ کي خپلو میرمنو ته هم کافي وخت ورکړي.

عبد الله ابن عمر ابن العاص رضی الله عنه وایی کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر شو چي زه له عبادت سره ډیره مینه لرم د خپل ژوند زیاته حصه په عبادت کي تیروم، وایی زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ور وغوښتم راته یی وویل څه فکر کوي ما نه دي اوریدلي چي ته ټوله ورځ روژه نیسې او ټوله شپه بیا په عبادت تیره وي.

عبدالله ابن العمر ابن العاص رضی الله عنه وایی ما ورته وویل هوکي همداسي ده، وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل چي نه داسي مه کوه.

کله روژه نیسه او کله یی خوره کله دشپی لخوا قیام کوه اوکله بیا ویدیږه، ځکه ستا جسم تا باندي حق لري، ستا سترګي تاباندي حق لري، ستا میرمن تا باندي حق لري همدارنګه ستا میلمانه تا باندي حق لري ( بخاري او مسلم)

امام بخاري له ابو جحیفه څخه روایت کړي وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلمان او ابو درداء تر منځ ورورګلوي رامنځته کړي وه یعني سلمان او ابودردا دواړو یو او بل ته دورور ګلوي لاس ورکړي وو.

سلمان رضي الله عنه یوه ورځ د ابو الدرداء کور ته ورغي سلمان وایی زه چي کله د ابو الدرداء کور ته ورغلم ام درداء مي په ډیر خوار حالت کي ولیده ور څخه مي پوښتنه وکړه ولي داسي بد حالت کي یی څه درسوي دي.
وایی ام درداء راته وویل ابودرداء له دي دنیا څخه لاس پریولي دي یعني هیڅ د دي دنیا په کیسه کي نه دي، شپه او ورځ په عبادت بوخت وي.

وایی دغه وخت کي ابو درداء د سلمان لپاره ډوډي برابره کړه او سلمان ته یی وویل مهرباني وکړه ډوډي وخوره، سلمان وایی ما ورته وویل تر هغه پوري به ډوډي ونه خورم ترڅو تا هم راسره نه وي خوړلي، ابو درداء ورته وویل چی زما روژه ده، سلمان ورته وویل چي روژه ماته کړه وایی ابودرداء روژه ماته کړه او ډوډي یی وخوړه.

کله چي ماښام شو، ابودرداء د سلمان لپاره د ویدیدو ځای برابر کړ ورته یی وویل ویده شه وایی سلمان ورته وویل ته څه کوي ابودرداء وویل زه عبادت کوم، سلمان ابو درداء ته وویل تر هغو پوري چي ته هم نه یی ویده شوي زه نه ویدیږم، وایی ابودرداء هم ویده شو، خو لږ ګړي وروسته بیرته پاڅیدی، خو سلمان بیا ورته وویل چي ویده شه، حتی چي دشپی په اخیر کي سلمان ورته وویل چي اوس پورته شه، دغه وو چي دواړه پورته شوو له لمانځه څخه وروسته سلمان وابودردا ته وویل، ستا خالق پرتا باندي حق لري، ستا جسم پرتا باندي حق لري اوهمدارنګه ستا میرمن پرتا باندي حق لري، وایی کله چي سهار شو ابودرداء پیغمبر علیه سلام ته راغي ورته یی ټوله کیسه وکړه، پغمبر علیه الصلاة والسلام ورته وویل سلمان چي څه کړی ښه یی کړي دي او صحیح دي.

دا وو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرو سلوک او چلند له خپلو میرمنو سره، اوس به راشو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو میرمنو سره څرنګه سلوک کاوو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو میرمنو سره رورزمره چلند څه ډول وو.

ستر قائد رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څومره مصروفه ژوند درلود خو له دومره مصروفه ژوند سره سره یی خپلو میرمنو ته کافي وخت ورکړي وو هغو سره به یی خندل ورسره به یی لوبي کولي ورته به یی کیسي کولي او دهغو خبروته به یی غوږ نیوي.

مونږ چي لږ څه شغل پیدا کړو بیا د کور په کیسه کي هم نه یو چي کله ماښام نا وخته کور ته راشو سترګي مو سر ته ختلي وي سمه خبره نه کوو پرځای ددي چي کور ته خوشحالي راوړو غم مو رابار کړي وي زمونږ له راتګ څخه دوه ساعته مخکي میرمن فکر کوي چي لالا خو را رسیږي پر څه ډول استقبال یی وکړم چي لږ یی هوش سرته راشي.

خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم چي د وخت جنرال هم، د جنګ دمیدان قوماندان هم وو، ښه اقتصاد پوه او د مالي چارو تنظیمونکي هم ښه مبلغ او مقرر وو، ښه مشر ښه ملګری او ښه ګاونډی هم وو، له دغو ټولو مصروفیاتو سره سره چي به کله کور ته راغي په خندا او مسکا به یی د خپلو میرمنو استقبال کاوو.

حضرت عائشه رضی الله عنها وایی یوه ورځ مي اوګره پخه کړي وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مي راوړه وایی کله چي مي اوګره کیښوده حضرت سوده رضی الله تعالی عنها ته مي وویل چي اوګره وخوره ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم زما او دسودي رضی الله عنها په منځ کی ناست وو.

حضرت عائشه رضی الله تعالی عنها وایی چی حضرت سوده رضی الله عنها ویل زه یی نه خورم وایی ما ورته وویل یا به اوګره خوري او یا زه په اوګره باندي موټ ډکوم ستا په مخ یی موښم وایی بیا هم حضرت سوده اوګره ونه خوړه او ما موټ له اوګري ډک کړ دحضرت سوده په مخ مي وموښی، وایی رسول صلی الله علیه وسلم چي ولیدله ویی خندل اوسم دستي یی اوګره دحضرت سوده رضی الله عنه په لاس کي ورکړه ورته وویل چي اوس یی ته د عائشي په مخ باندي وموښه، حضرت عائشه وایی چي حضرت سودي رضی الله عنها چي کله اوګره زما په مخ باندي وموښله محمد صلی الله علیه وسلم وخندل.

همدارنګه حضرت عائشه رضی الله عنها وایی یو ځلي زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر لاړم.
حضرت عائشه رضی الله عنها وایی چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دځغاستي مسابقه وکړه او ما ورڅخه مسابقه وګټله، عائشه رضی الله عنها وایی چي وروسته بیا چي کله زه لږ څه مزي شوم یو ځلي مي بیا له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ځغاستي مسابقه وکړه وایی دا ځلي رسول الله صلی الله علیه وسلم مسابقه وګټله.

ایا له میرمنو سره د چال چلند او ګذاري په اړه دمسلمان خاوند لپاره درسول الله صلی الله علیه وسلم پورته لارښونه اندیښنه اقوال او افعال کفایت نکوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو یی له خپلو میرمنو سره څومره ښه چلند کاوو د مسلمان خاوند لپاره په کار ده چي د خپلي میرمني فطري نیمګړتیا درک کړي او دوړاه له کورني ارامه او پرسکونه ژوند څخه ګټه واخلي.

(قلب المرأة لؤلؤة تحتاج إلى صياد ماهر)
(ویکفیکم فخرا أن الجنة تحت أقدام الأمهات)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

بخت صاحب الله ج دی خوشالی په برخه کړه ، چه ( ښځی دی نه لولی ) ، ( نارینه دی نه لولی ) په اخر کی تاسی د دواړو د ډآډګرنی د پاره د نارینه او ښځی دواړو حقوق او درناوی د اسلام له نظره لیکلی او دواړو ته دی لیکلی چه ( مسلمان نارینه او مسلمانه ښځه دواړه دی وګوری ) ، مونږ تر اخره ولوستله ډیره په ځای او ګټوره لیکنه وه ، او بیا د حضرت محمد ص د خپلو میرمنو سره روش زه له ډیری خوشالی او حیرانتیا وژړولم ، په هر صورت ستا د… نور لوستل »

سلامت خان

دلته مو زر پګړۍ ځار کړي تر يوه پړوني ځکه مو بولي دنياوال د شمله ورو کلی
د (شپونکی) له يو شعر څخه.

حنيف

بخت صيب ښكلي ليكنه دي كري… موفق اوسي… مننه

شفيق افغان

بخت صيب په رښتيا هم چې کمال د وکړ په ګوتو او قلم د برکت شه

بخت الرحمن بخت

مننه وروڼو، خداي دي وکړي چي زما په لیکنه سره نور په نن ټکی اسیا کي دنارینه وو او ښځو شخړه ختمه شي

khalid

ډیر اعلی بخت الرحمن صاحب مننه د قرآن کریم کوم آیتونه او همداشان کوم نبوی احادیث چی تا سو د خپلی دی لیکنی په دلیل کی راوړی ستاسو په اجازه زه غواړم چی د قرآن کریم دوه نور آیتونه هم ستاسو پدی لیکنه اضافه کړم چی عبارت دی له هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ سوره بقره آیت ۱۸۷ او همدا ډول يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهاً وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آَتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئاً وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْراً كَثِيراً سوره النسا آیت… نور لوستل »

غوربندی

مننه بخت صيب

ديره شه ليکنه مو کری ده

خداوند متعال دي اجرونه درکري

Ømer khan

خايسته ليكنه
ماشاءالله

Ømer khan

مننه موافق اوسي

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x