نظــر

پښتو ویب پاڼۍ د کمونستانو او بی دینو نذر شوي

ګرانو افغانانو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

تقریبا ۱۲ کال کیږي چې زه د بي بي سي پښتو څانګه هره ورځ په دی نیت تعقیب به وم چې د افغانستان او نړې د حالالتو څخه ښه خبر شم او په سیاسی او ټولنیزو چارو کې خپل مالومات  زیات کړم، خو فکر کوم بي بي سي اوس هغه بي بي سي نه ده پاتی کومه چې د ننه څخه تقریبا ۱۲ کاله د مخه وه او په دی کې به راسره  د بصیرت خاوندان او داسی نور ملګري چې دا رادیو او وروسته ددی رادیو  پښتو ویب پاڼه وخت ناوخت څاري حتما زما د اندیښنو سره اتفاق وکړي او دا به هم راسره مني چې د بي بي سي، د امریکا غږ، بینوا، ټول افغان او تند ویب پاڼو فعالیتونه نن سبا  اکثر د و طن پرستۍ په خالي شعارونو، لمسونۍ او د تبعیض په زهرجن رنګ  پوښل کیږي

  او داسی مالومیږي چې دا ټولی پاڼۍ ددی لپاره جوړی شوی چې  پښتانه یو متعصب ، ضدي او سرکښه قوم معرفي کړي خو زه پوهیږم چې دا کار دوئ  د پښتون پالنۍ،  شخصي ګټو او یا د کینې او ضد له وجه کوي چې په حقیقت یې نقصان افغانانو ته رسیږي. که څه هم زه د اوله د بي بي سي  پښتو څانګې په هدف او فعالیتونو خبر یم چې تر ډیره یې هدف  په افغانستان کې د  برطانیاوي فکري، سیاسي او کلتور بقا د ساتلو لپاره ده خو بیا هم دوئ بعضی  خبرونه  په دی نیت نشر کوي چې خلکو ته خپل  یو داسی انځور خپور کړي چې ګني دوئ تل بی طرفه او د مصاف نه کولو  هوډ لری خو داسی نه ده، بي بي سي د اوله ورځې په دی نیت جوړه ده چې د غرب  سیاسی او کلتوري افکار  پښتنو کې خور کړي او د همدی هدف لپاره تل پاتی  خدمت کوي.
ما په خپل وروستۍ مقاله کې هم دا خبره ذکر کړې وه چې بي بي سي دا څه وخت کیږي د افغانستان د مجاهدینو په  وړاندی پوچ او بی بنسټه تبلیغات کوي او داسی مالومیږي چې دا کار دوئ د یو خاص پلان له مخی ترسره کوي ترسو د افغانستان د ستونځې په دی اخري پړاو کې طالبان بدنامه او د طالبانو کارنامی کم رنګه کړي. حال دا چې  صلیبي یرغلګرو او ددوئ داخلي ګوډاګیانو دا لس کاله همدا هڅه کړې چې طالبان د افغانانو په منځ کې غیر متعلق او بی اعتباره کړي او د مجاهدینودا لس کاله جهاد او دسپیڅلي شهیدانو د خپلواکۍ یوازنې ارمان  عبث او د افغانستان د مبارک جهاد ویاړ ونه د تل لپاره  داغداره کړي، خو الحمدلله  د لسو کالو دسیسو، مکرونو او پلانونو وروسته هم نه  خو یې د طالبانو زور مات کړ او نه  په دی وتوانیدل چې د افغانستان د مومن او مجاهد ولس په زړونو کې د طالبانو لپاره بدګمانۍ او تردید ته لاره هواره  کړي.  موږ  ښه پوهیږو چې صلیب پلوه مجرمین  او بی دینه او بی خبره افغانان د خپل جهالت او نه پوهې په وجه غواړي مجاهدین د خلکو په مخ کې وحشي، ځناورصفته او داسی معرفی کړي چې دوئ نه انساني کرامت پیژني او نه کوم انساني حقوق. خو تاسو باید په دی پوه شی چې دا کار د صلیبي یرغلګرو  هغه بی سابقه دسیسه ده چې غواړي له دی لاری خلکو ته د مجاهدینو یو داسی انځور وړاندی کړي چې هغوئ دیته اړ کړي چې د مجاهدینو څخه کرکه او د بیزارئ   اعلان وکړي او دی هدف ته د رسیدلیو لپاره وړمه ورځ ګورو چې کله طالبان  په چادري  کې د ورځپاڼو او د تلویزونو په مخ خوول کیږي او یا دطالبانو هیبت ناک او خراب انځورونه د رسنیو په مخ خپریږي ترسو هغه څه حاصل کړي چې دوئ یې تمه لري خو ایا تاسو فکر کړې چې دا کار دوئ ولی کوي او یا ولی یوازی داسی انځورونه او فلمونه نشر کیږي چې صرف په کې خلک د مجاهدینو څخه د ویری او اِضطَراب احساس وکړي؟
دا ځکه چې دوئ پوهیدلی چې مجاهدین یوازی په دی خپه کیږي چې کله ددوئ اصلي منهج او جهادي تګلاره تحریف شي او داخلي ګوډګیان بیا غواړي چې د مجاهدینو عملیات د ګاونډیو هیوادونو پوری منسوب کړي ترسو په خلکو کې د همسایه هیوادونو په خاصه توګه د پاکستان په هکله کرکه او کینه رامنځ ته کړي حال دا چې دپاکستان حکومت  ځان د امریکا او ناټو د” صف اول اتحادي” شماری او په فخر سره وایې چې موږ  په افغانستان کې د مجاهدینو د ځپلو لپاره د امریکا او ناټو اېتلافي ملګري یو.
ګرانو افغانانو حقیقت دا دی چې د افغانستان د یرغل څخه وروسته تر ننه پوری  موږ  بیا د میډیا په مخ نه  د یو مومن مجاهد سپینه لونګۍ ولیده نه مو د مجاهد سپینې جامې او نوراني ګیره او نه د تقوا او پرهیزګارې  هغه مثالونه  کوم چې زموږ  په حقیقي تاریخ  کې تر ننه قلمبند دي. نو تاسو د میډیا دا منافقت ښه وګورئ چې  تر ننه پوری څوک د طالبانو د اسلامي امارت د وخت ښه امنیت، استقرار او د ثبات  مثالونه نه یاده  وي . که د رسنیو دا څانګې په ریښتیا د صلیبي او داخلي ادارو لخوا نه وي یرغمال شوی نو بیا ولی د طالبانو او مجاهدینو تبلیغات او جهادي خپرونۍ په خپلو کنالو له لاری نه نشروي، ولی طالبانو ته په خپلۍ صفاېئ د خبرو او مرکو چانس نه ورکول کیږي.
زه غواړم خپله مقاله دلته لنډه کړم  خو دومره وایم چې الحمدلله  افغانان اوس په دی ښه پوه شوی چې  طالبان  ددی وطن اصلي بچیان دي او د اسلام، هیواد او د  مسلمانانو  د عزت او خپلواکۍ لپاره مشرع  اسلامي مبارزه کوي. موږ د طالبانو ترڅنګ ولاړل یو او  خپل پوره ملاتړ ورڅخه اعلان وو. انشاالله د افغانستان هر ځوان طالب دی او هر زوړ ملا او هیڅ کله به دی داجلي میډیا ته ددی اجازت ورنه کړو چې د امریکا او د کابل فاسدی اداری د بقا لپاره د کمونستانو او بی دینو زاړه شعارونو او پوچ تدبیرونه په کار واچوي  او د ټولو پښتو ویب پاڼو څخه هیله کوو چې د کمونستانو او د بی دینو د نفوس څخه دی ځانونه وژغوري او هغه څه دی خپور کړي چې په حقیقت او ریښتینوالي پوښل شوي وي.

د مهرباني له مخی خپل مختص نظر ددی مقالې په هکله ضرور راسره شریک کړې/ جزاک الله خیرآ

ستاسو ورور
ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x