د افغانستان ټپونو ۳ کاله وروسته برتانوي پوځي وواژه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه ۱۳۹۴ل): د برتانيې دفاع وزارت وايي یو پوځي يې چې په ۲۰۱۲ز کال کې په افغانستان کې ټپي شوی و، پرون يې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.

مارک کمبیل د سلطنتي ځواک ویلش د توپچي د درېم کنډک سرتیری و، ۳ کاله وړاندې د طالبانو په یوه برید کې په نس لګیدلی او ټپي شوی و.

د راپورونو له مخې ۳۲ کلن کمبیل مخکې تر دې چې افغانستان ته راشي، عراق ته هم لېږل شوی و، خو په ۲۰۱۲ ز کال کې د ګزمې پر مهال د طالبانو په برید کې ټپي شو.s

هغه ۳ کاله وروسته د برتانيې د برمنګم ښار په کوین الیزیبټ روغتون کې د افغانستان د ټپونو له کبله ساه ورکړه.

ددغه پوځي تر وژل کېدو وروسته د برتانيې چارواکو له قوله په افغانستان کې د وژل شوو برتانوي پوځیانو شمېر ۴۵۴ ته لوړ شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د