دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( څلور ویشتمه برخه )

ليكوال: م. محمد نعيم

کس ورو ورو را لنډېدو! مونږ هم مخامخ ور روان یو! خبره له خبرې تېره وه! نه د مشورې ځای پاتې وو، نه د خبرو! د ټولو په خولو مهر ولګید! په رګونو کې مو وینې وچې شوې! مونږ ویل اوس به ټول ژوندي ونیسي! شهید خو شهید شو، اوس دا ګوره چې پنځه کسه نور به ژوندي نیسي! او یا که یې زړه وغواړي چې هسې له اوږې نه کلاشینکوف نرم را ښکته کړي، او یوه وړه ضربه راباندې وکړي، ټول به ځای په ځای د شهید ملګري کړي!

په همدې فکر کې وم، کس کرار کرار را لنډېدو، او ور سره رڼا پراخېده، اوږد کوټ یې اغوستی و، سخت یخ شمال لګېدو، دا نو د مني یخې شپې ورځې دي، او مونږ هم په غیر ارادي او غیر اختیاري ډول ور روان یو، بله لار نه لرو، مرګ په سترګو وینو پرې ور روان یو! ښه چې ور لنډ شوو! سلام یې وکړ! نور همداسې روان شو، مونږ ترې تېر شوو! ما ویل اوس به د شا له خوا ضربه را باندې کوي! که ګورو سړی ښکته په سرک لاړو، لږ چې سره لېرې شو، د ملګرو په رګو کې وینې حرکت وکړ، مونږ ویل دا څوک و؟ او دلته څه کوي؟ یو ملګري وویل دلته د ملګرو یوه بله پوسته ده، دا کس زمونږ د لوري کس و، ګزمه یې کوله، د مخالفینو کس نه و، ځکه یې غرض ونه کړ! زما زړه نه منله، ما ویل اوس به ډزې را باندې کوي، اوس به ډزې راباندې کوي، ښه چې لیرې شو، ایله مې زړه ومنله چې کس خپل و!

ملګرو ته مې کړل: تاسو نو کلاشینکوفونه ولې په پوسته کې پرېښودل؟ داسې څوک کوي! له دښمن سره په لومړۍ کرښه کې په تش لاس را روان یاست! که زه خبر وی، چې تاسو یې پرېږدئ، ما خپله یو بل کلاشینکوف هم را اخیست! دوی غږ نه کاوه.

په هر صورت، نور د میدانښار په لور را روان شوو، هغه وخت چې سمې ته راښکته شوو، را سره مسؤول ملګري میدانښار ته مخابره وکړه چې شهید را سره دی، مخې ته موټر را ولېږئ! مونږ موټر ته انتظار نشوو، همداسې ور روان وو، موږ ویل تر څو چې موټر را رسي تر هغه به مونږ ورځو. لږ مخکې چې لاړو د اوبو یوې چینې ته ورسيدو، دلته نور مجاهدین هم سره را غونډ شوي وو، څوک سنګرونو ته تلل، څوک له سنګرونه را غلي وو.

موږ شهید یوې خوا ته د سرک په غاړه کېښود، اودسونه او لمنځونه مو وکړل، په همدې کې راغوښتل شوی موټر را ورسید، یوه وړه لارۍ غوندې موټر و، وړه باډۍ یې وه، د موټروان پام نشو، موټر یې سیده د شهید په سر راووست، نور د موټر ټایر د شهید په سر ورختو، زما ور پام شو، په موټروان مې چېغه وکړه: اووو شهید دې تر موټر لاندې کړ! موټروان سمدستي ټینګ بریک ونیو، د موټر مخکنی ټایر د شهید له سر سره داسې نېږدې ودرېد چې له یوې لویشتې هم کم ځای پاتې و! د کرامت ځای ما ته دا ښکاره شو چې موټر څه رنګه یو په یو ودرید!! له معمول سره سم موټر چې کله بریک نیسي، کم تر کمه لږ مخکې ځي او بیا درېږي، خو دلته ځای په ځای ودرېد! که نه د شهید سر به تر موټر لاندې شوی و!.

شهید ملګري نوې کوزده کړې وه، په همدې شپو کې یې کورنۍ د واده بندوبست برابراوه، ملګرو سره مې مشوره وکړه، ما ویل ددې ملګري مخ خو ډېر سخت په وینو لړلی دی، نور بدن په ځانګړي ډول سینه یې هم په وینه لیت پیت وه، او جامې یې هم سپینې وې، سرو وینو یو بل ډول خوند او زیب ور سره کاوه، زما اوس هم آرمان دی، چې ای کاش زه هم د الله جل جلاله په لاره کې داسې په سرو وینو ولړل شم! و ما ذلک علی الله بعزیز.

ما ویل دا مخ یې که مور، پلار او کورنۍ وویني ډېر سخت به ورته وځورېږي، چې دا مو وینځلې وای! ملګرو ویل ښه خبره ده، خو بیا هم چې یو ځل مو پوښتنه کړې وای چې دا د مخ وینې یې ووینځو او که نه؟ ځکه مونږ ټول کشران طالبان وو، په دې وخت کې به زما عمر ایله ۱۸ – ۱۹ کاله و، او ټیټ کتابونه مې ویل، نور هم همداسې، مطلب تر اوه ویشتو کلونو لوړ څوک نه وو را پکې.

یو زه شوم یو بل ملګری ولایت ته ورغلو، هلته مولوي صاحبانو د سهار چای څښلو، حال مو ورته ووایه، ویل نه، وینې یې مه وینځئ! همداسې یې پرېږدئ! بېرته راغلو همداسې په وینو لړلی مو د کور په لور په یوه سره ډاډسن کې روان کړ، هلته چې ورسېدو د شیخ آباد په بازار کې خلک راباندې را ټول شول، وايي څوک دي؟ مونږ ویل ملا عبد الوکیل دی، سخت خپه شول، یو تن ویل، لږ مخکې یې مور او پلار د خسرګنۍ کره روان وو چې د واده د ترتیب په یې اړه خبره ور سره وکړي.

کور ته مو رساوه، کلیوالو او د کورنۍ غړیو یې چې په وینو لړلی مخ ولید سخت ورته وځورېدل، یو تور واسکټ یې و، هغه هم په وینو داسې لیت پیت و، چې سم ځای نه پکې تر سترګو کېدو، واسکټ مو ترې وایست، ایستلو کېدو چېرته! ما شاء الله داسې بدن یې نه و! آخر مو وڅېرلو، د واسکټ په جیب کې یې په سپینو وریښمو شوی یو زرغون دسمال و، په هغه کې مې غوټه کړ، یو ملګري ته مې کړل: دا غوټه سم ځای کېږده، داسې نه چې که یې د کور زنانه ووینې ډېرې به ورته وځورېږي، د هغه ملګري غریب هم فکر په ځای نه و، په دسمال کې غوټه په وینو لړلی واسکټ یې کور ته ور دننه کړ، هلته یې په برنډه یوې خوا ته ایېښی و، زما هم فکر نشو، له کور نه چې راوتو، د کور د ښځو ور پام شو، کومې یوې را واخیست، او خلاص یې کړ، له خلاصیدو سره سم نورې ښځې هم پرې راټولې شوې! یو شور یې جوړ کړ! هغه ملګري ته مې ویل سړیه! دا دې ولې هلته ورته اېښی! ویل زما فکر نشو. د کلي یو څو کسان ولاړ وو، هغوی ته مې ویل له هغو ښځو نه هغه غوټه واخلئ! ښځو چېرته غوټه چا ته ورکوله! ډېره سخته دردوونکې صحنه وه!

وروسته مو بیا جنازه له کور نه را بهر کړه، ملا عبد الوکیل شهید مو په خپلو جامو کې او له خپلو وینو سره ښخ کړ! الله یې دې روح ښاد او خوشحاله، او درجات یې دې الله جل جلاله لوړې کړي. آمین! یا الله! له دې لوی نعمت څخه ما هم برخمن کړې! آمین.

که په غور فکر وشي، یو انسان په دنیا کې خپل سر او مال له خپل عزت او آبرو نه قربانوي، خو یو څوک چې کله خپل سر او مال د الله جل جلاله لپاره قربانوي، د الله د دین په خاطر له خپل سر او مال نه تېرېږي، د الله په لاره کې خپله وینه بهوي، الله جل جلاله دومره غیرتي ذات دی، چې دده د آبرو او عزت خیال یې په داسې عجیب انداز کې خوندي کړی. چې هېچا ته اجازه نشته، جامې یې ترې وباسي، یا یې ووینځي.

نو هر کله چې خبره داسې ده بیا به هوښیار مسلمان ولې شهادت نه غواړي، ولې به د شهادت لپاره نه هوسېږي، ولې به په منډو منډو د شهادت حاصلیدو ډګر ته، د جګړو ډګر ته نه ور دانګي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close