نظــر

دزده کوونکو په مسمومولو کې طالبان لاس نه لري ( جمیز روډ هاور )

څه وخت وړاندې دکابل ادارې ادعا وکړه چې په مکتبونو کې دزده کوونکو دمسمومولو د تور په اړه یې ځينې کسان نیولي چې په هغوی کې دمکتبونو ځينې زده کوونکي هم شته، او وورسته یې وویل چې زمونږ د څېړنو په پایله کې جوته شوه چې  دغه پېښې دمجاهدینو لخوا دمکتبونو دزده کوونکو په مټ تر سره کېږي.

    ددغه اعلان په وړاندې دبشري حقوقو څانګې غبرګون وښود، او ویې ویل چې احتمال شته دا خبر  سم نه وي، ځکه داسې شواهد نشته چې وښيي زده کوونکو دې دا کار کړی وي او یا دې طالبانو کړی وي،

دروهي ویب پاڼې دخبر پر اساس: ( په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو دڅانګې مشر (جېمز روډ هاور) وايي، چې دوی تر اوسه پورې داسې نښې نه دي موندلي چې د افغانستان په شمال کې د ښوونځيو زده کوونکې په رښتيا له زهرجنو توکو سره مسمومې شوې وي او نه هم تر اوسه په دغه کار کې د طالبانو د لاس درلودلو کوم ثبوت شته ).

   دا په داسې حال کې چې طالبانو لا وار دمخه په دغه رنګه پېښو کې خپله ښکېلتیا رد کړې وه، هغوی دا رنګه کړنې ددښمنانو خصوصا دکابل داستخباراتي کړیو کار بللی وو، او په دې اړه یې یو سند هم خپور کړ چې عطا محمد نور پکې خپلو کسانو ته دځينې مکتبونو دسوځولو خبره کړې وه،  تر څو په شمال کې دطالبانو دنفوذ مخه ونیسي، خو دا سپېنه نه شوه چې آیا دغه سند حقیقي و که جعلي، او بالمقابل دکابل ادارې او خپله عطا محمد نورهم په دې اړه کوم غبرګون ونه ښود.

   دلته اوس هر احتمال شونی دی، مګر یوه خبره چې ټول پرې یوه خوله دي هغه دا ده چې دمکتبونو سوځول او دزده کوونکو مسمومول سم کار نه دی، خو دا چې څوک یې کوي؟ یو الله ښه خبر دی.

  څه وخت مخکې په سر پل کې دیو ښوونځي زده کوونکې مسمومې کړل شوې، دځينې خبرونو پر اساس کله چې ډاکټرانو دنوموړو زده کوونکو طبي معاینات وکړل معلومه شوه چې پر یوولسو نجونو باندې جنسي تیري هم شوي وو، له دې معلومېږي چې په دغه رنګه کارونو کې دسیمو دلنډغرو اربکیانو لاس لرل تر ډېره پورې ټینګ احتمال دی.

  دلته اوس دپام وړ خبره دا ده چې خپله دملګرو ملتونو دبشري حقوقو دڅانګې مشر جیمز روډ هاور دا خبره کوي چې په دغه رنګه پېښو کې دطالبانو دښکېلتیا په اړه ثبوت نشته، او دا هغه څه دي چې یو ځل بیا دطالبانو دخبرو پخلی کوي، چې دوی په دې کار کې لاس نه لري، خو بل طرف ته جیمز روډ هاور دا نه دي ویلي چې دا کار نو څوک کوي، ددې تر څنګ یې دا هم نه دي ویلي چې په دې کار کې دکابل اداره لاس نه لري، مګر دومره یې ویلي چې کېدای شي زده کوونکې دهیستري یا عصبي وېرې ښکار شوې وي.

  د ملګرو ملتونو دبشري حقوقو دڅانکې مشر وايي چې هغه اعترافونه چې دکابل ادارې له زده کوونکو ته تر لاسه کړي او دشواهدو په توګه یې وړاندې کوي کېدای شي په زور ترېنه اخیستل شوي وي، ځکه دوی اندېښنه لري چې دکابل اداره اوس هم دتحقیقاتو په جریان کې له تورنو کسانو نه داعترافاتو په اخیستنه کې له وهلو ټکولو نه کار اخلي، اګر چې دکابل ادارې دوزارت داخلې ویاند او له دې مخکې يې دامنیت ویاند وخت پر وخت د تحقیقاتو پر وخت په زور داعترافاتو له اخیستلو نه انکار کړی، مګر نښې نښانې ښيي چې دکابل په امنیتي ادارو کې له تورنو کسانو نه داعترافاتو داخیستلو لپاره په کافي اندازه زور زیاتی شته.

  دا خبره ځکه کوم چې څه وخت مخکې زه خپله دیو څه وخت لپاره دامنیتي ارګانونو له خوا په توقیف کې وم، هغه څه چې ما په خپلو سترګو ولیدل، او خپله پر ما تېر شول، کله هم په هېڅ صورت له هغه څه سره اړخ نه لګوي کوم چې دامنیت او وزارت داخلې ویاندویان يې وايي، دجیمز روډ هارو اندېښنه بالکل پر ځای او سمه ده.

  زه یو څو شپې په ریاست نود ( ۹۰ ) کې وم، او بیا وروسته  دیو څو ورځو لپار ریاست هفده ( ۱۷ )  ته یوړل شوم، او بیا الحمد لله له همغه ځایه زر را خلاص شوم، ځکه دوی زما په اړه ځينې شکونه درلودل، چې ډېر زر رفع شول، زه په پوره او ټينګ باور خپلو دسترګو لیدلي حالاتو ته په استناد سره ټولو ته وایم چې په ریاست نود کې په سلو کې ۹۹ فیصده اعترافات دپیپ او شکنجو په وچ زور اخیستل کېږي، پر مخ، سر، خوله، سینه او دبدن په نورو ځایونو په لغتو، سوکانو او څاپيړو وهل دبختور په برخه وي، الله دې دهغو مظلومانو آواز واوري چې تر پیپونو لاندې ساه ورکوي، بې ادبې دې ډېره معافه وي، دوهلو او ټکولو تر څنګ بندي تر خصیتینو هم نیسي، داسې ټینګ چې سمدستي بندي ضعف ورسره وکوي، که څوک اعتراف وکوي خو ښه او تر ښه، که اعتراف ونه کوي نو بیا یې تر هغه وهي تر څو چې یو شی پرې ووايي، ولو که په درواغو وي هم.

 کله یې چې زه ریاست هفده ته یوړم، تقدیرا په همغو لومړيو پنځو شپږو ورځو کې دسره صلیب کسان راغلل، او له بندیانو سره یې وکتل، ټولو بندیانو دخپل بدن ټپونه  ور وښودل، د چا پښې، دچا لاسونه، دچا مخونه، د چا سینې، دچا سترګې دچا سرونه، ټول يې سره ګوډ او مات کړي وو، ځکه خو دبشري حقوقو څانګه چې کومې اندېښنې لري هغه سل په سلو کې  پر ځای او سمې  دي، هغوی هلته هر څه له لنډه ګوري، دا چې هلته څه حال و، څه تېرېدل؟ اوږدې او خورا دردوونکې کیسې  دي.

  اصل خبره دا وه چې دا لومړی ځل دی چې دبشری حقوقو دڅانګې مشر دزده کوونکو په مسمومولو کې دطالبانو لاس لرل نه مني، له دې وړاندې تېر کال دکابل ادارې دپوهنې وزیر فاروق وردګ په لندن کې په یو کنفرانس کې ویلي وو چې طالبان دنجونو له تعلیم سره مخالف نه دي، او ښوونځي دوی نه سوځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x