افغانستان

پکتيکا: بې پیلوټه الوتکې څلور قومي مخور ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې څلور قومي مخور په نښه او ځای پر ځای ووژل.

حاجي سیدل، ملک غني، حاجي میرزمان او حاجي شوال له خپل کلي نه بل کلي ته يوې جرګې ته په لاره وه، چې د غره په لمن کې د بې پیلوټه الوتکي تر بريد لاندې راغلل.

د بهرنیو ځواکونو له لوري د بې پیلوټه الوتکې پر مټ د دې خپل سري بريد په اړه د پکتیکا امنیتي مسوولین نا خبري ښيي او له رسنیو سره يې تر اوسه په دې اړه څه نه دي شریک کړي.

د قومي مخورو کلیوالو ګواښ کړی چې که د پورته څلورو واړو وژل شویو مشرانو پوښتنه ونه شي او د دوی په خبره «بښنه» ونه غوښتل شي، دوی به يې « غچ » واخلي.

څلور واړه قومي مخور د برمل ولسوالي د ترکنډي د کلي اوسېدونکی و، برمل چې ډېره برخه يې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده، د ولسوالۍ له ودانۍ پرته دولتي امنیتي مسوولین په نورو ساحو کې واک نه لري.

یاده دې وي بهرني ځواکونه په داسې حال کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي، چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال پای ته رسېدو سره د دوی پوځي ماموریت ختم اعلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x