افغانستان

بدخشان: طالبانو په وردوج کې ۱۲ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې پنجشنبې له ورځې راهیسې په بدخشان کې د وردوج پر ګڼو پوستو د بريد خبر ورکړل شو.

طالبان وايي چې په دې جګړه کې يې ۱۲ سرحدي پولیس وژلي چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د بدخشان مرستیال والي تېره ورځ د طالبانو د بريدونو پخلی وکړ او ويې ويل چې له ګڼو ولسوالیو نه تر ۴۰۰ پورې طالبان را ټول شوي او د وردوج د امنیتي پوستو د بريد لپاره يې اشر کړی دی.

ګل محمد بیدار د پنجشنبې په ورځ د څلوېښتو طالبانو د وژلو خبر ورکړ او په خبره يې هغوی کوم وړاندې تګ نه دی کړی.

طالبانو پخپلو تازه څرګندونو کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو پخپله رسمي ویبپاڼه کې يې د وردوج د یوې پوستې د نیولو او دوولسو عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی.

د دوی په خبره «د بريدونو په مهال د دښمن ۱۲ تنه سرحدي پوليسو ووژل شو چې جسدونه يې تر اوسه پوري په سيمه کې پاتې دي، د وژل شويو پوليسو ۱۲ ميله سپکه او درنه وسله غنيمت شوې.»

دا په داسې حال کې دی چې یوه ورځ وړاندې طالبانو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ د بایسقال مهمه سیمه ونیوله او په همدې ورځ یې دولتي ځواکونه د سرپل له هغو ۱۴ کلیو وویستل چې دوی یې کابو یوه اونۍ وړاندې د نیولو ادعا کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x