افغانستان

فاریاب: دولتي ځواکونه د اتو طالب قومندانانو د وژلو ادعا کوي؛ طالبان یې ردوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه ۱۳۹۴ل): د فاریاب ولایت امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې په یوه هوايي برید کې یې د والي په شمول اته طالبان ددغه ولایت په المار ولسوالۍ کې وژلي خو طالبان دغه ادعا ردوي او وايي چې دښمن یې غواړي په دغه ډول تبلیغاتو خپلو عسکرو ته مورال ورکړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدرضا ویلي چې دولتي چورلکو د طالبانو په یوې غونډې بمباري کړې او ګڼ طالب وسله‌وال یې وژلي. هغه زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې بهرني جنګیالي هم موجود دي.

د ملي اردو یو افسر په دغه برید کې د درې طالب ولسوالانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو د قومندان صلاح الدین په شمول ۸ طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

خو طالبانو د دولتي چارواکو دغه ادعاوې رد کړي او دا یې خیالي راپورونه بللي دي. «موږ دبزدله دښمن دغه بې اساسه پروپاګند په کلکه ردوو، وړمه ورځ په سیمه کې دمزدور دښمن هليکوپترو بې ځایه ګوزارونه کړي چې فقط یو تن مجاهد پکې شهید او ۳ تنه ټپيان شوي دي، چې نه په هغو کې کوم مسئول وو او نه هم کومه غونډه».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دښمن يې د ماتې او رسوايۍ په حال کې د طالبانو د تلفاتو راپورونه له دې کبله خپروي څو خپل مورال بایللو عسکرو، پولیسو او اربکیانو ته روحیه ورکړي.

مجاهد ویلي چې دغه ډول پروپاګند دوی نه شي کمزوري کولای بلکې «مورال بایللي عسکر» په خپلو مشرانو بې باوره کولای شي.

د طالب قومندانانو د وژنې ادعا په داسې حال کې کیږي چې د چنګاښ په ۳۰مه رسنیو راپور ورکړ چې د ولسمشر لومړی مرستیال او جنګسالار جنرال عبدالرشید دوستم وروسته له هغې فاریاب ته سفر کړی څو په شمال کې د طالبانو مخ په زیاتیدو نفوذ مخه ونیسي.

دوستم د هېواد په پخوانیو کورنیو جګړو کې د «ګلم جم» وحشي ملېشو مشري کوله چې ولس ترې ښه خاطره نه لري. هغه اوس یو ځل بیا دا ملیشې فعالول غواړي.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په فاریاب ولایت کې طالبانو په یوه برید کې اته اربکي قومندانان ووژل او یو شمېر نور اربکیان یې ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x