افغانستان

پاکستان شل کيلومتره په افغان خاوره کې دننه تاسیسات جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت له لوري له پاکستاني استخباراتو سره تفاهم لیک لاسلیک شوی دی، د ډېورنډ پر کرښه د عملياتو او وړاندې راتګ پېښې ډېرې شوې دي.

د پکتيکا ولایت قومي مخور وايي چې په دې ولایت کې پاکستاني پوځيان د افغان سرحدي ځواکونو پر وړاندې په افغان خاوره کې شل کيلومتره دننه خپل تاسيسات جوړوي.

له کابله خپرېدونکي ورځپاڼه سرنوشت د سیمې د اوسېدونکو له قوله وايي چې پاکستاني ځواکونو د برمل په انګور اډه سیمه کې شل کيلومتره په افغان خاوره کې دننه د جوړېدونکې دروازې چارې پای ته نږدې کړې دي.

د عبدالحلیم په نوم یو تن قومي مشر سرنوشت ورځپاڼې ته ویلي چې له دوی سره وېره ده، چې پر ډېورنډ کرښه کومه معامله نه وې شوې، په خبره يې پاکستاني پوځيان په پوره « سپین سترګۍ » د سرحدي عسکرو پر وړاندې خپل تاسیسات ابادوي.

د پکتیکا امنیتي مسوولین رسنیو ته له څه ویلو انکار کوي، خو سرنوشت په برمل ولسوالي کې د سرحدي پولیسو د ۴۰۲ زون له يوې سرچينې نه وايي چې دوی ته د پاکستان د دې اقداماتو پر وړاندې کوم امر نه دی شوی او چې امر نه وي شوی، دوی د غبرګون حق نه لري.

داسې راپورونه شته، چې د ګډ حکومت مشر له پاکستان سره ډېورنډ کرښه رسمي «پوله» منلې او د دې کرښې پر دواړو غاړو يې له «تروریزم» سره د مبارزې ګډه هوکړه هم کړې ده.

پر ياده کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري د خندق کېندلو چارې هم ګړندۍ روانې دي، چې پر وړاندې يې د ګډ حکومت چوپتيا اندېښنې راپورته کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x