د نن سرلیکنه

په صفري نقطه د پاکستان د تیري په وړاندې حکومت ولي چوپه خوله دی؟

نن ټکی اسیا -سرلیکنه: د وروستیو ورکړل شویو رپوټونو پر اساس پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په انګور اډې سیمې کې له صفري نقطې شل کیلو میټره دیخوا د افغانستان په داخل کې دولتي تاسیسات او یوه لویه دروازه جوړه کړې. که څه هم چې سیمه ییزو خلګو د پاکستاني حکومت د دې اقدام په وړاندې غبرګون ښودلی او د لاریون په تر سره کولو يي د هغه مخالفت کړی خو په سیمه کې میشت سرحدي ځواکونه ، د پکتیکا والي او په کابل کې مسؤل چارواکي یې په اړه پټه خوله دي.

د انګور اډې په سرحدي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو تیری په داسې حال کې ترسره کیږي چې د هیواد په ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې پر سرحدي سیمو باندې د هغوي توغندويي بریدونه روان دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او ننګر ولایتونو باندې د پاکستاني ځواکونو د توغندويي بریدونو په تړاو د پاکستان سفیر احضار او په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړه، خو نه په خپره کړې اعلامیې او نه هم د بهرنیو چارو د مسؤلینو په څرګندونو کې د برمل په ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د تیري او د هغوی د تاسیساتو د مخنیوي په اړه څه تذکر شوې دی.

تیره میاشت چې د ګډ حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې تفاهم نامه لاسلیک شوه له هغه سره یوځای دا ګونګسې هم را تازه شوې چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ډیورنډ د فرضي کرښې د رسمیت پیژندلو پر سر هم معامله روانه ده.

په افغانستان باندې د امریکایانو تر یرغل او په کابل کې د هغوی تر حمايي لاندې حکومت منځته راتلو وروسته د ګاونډیانو په تیره د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو په سلګونو ځله تیری شوی او له صفرې نقطې څخه دیخوا یې د افغانستان په داخل کې په سلګونو کیلومتره ځمکه لاندې کړې، سره له دې چې د کابل حکومت د امریکا په شمول له ناټو تړون او د نړۍ له نورو لسګونو هیوادونو سره دفاعي تړونونه لاس لیک کړي خو بیاهم نه د امریکایانو، نه د ناټو ځواکونو او نه هم د نورو دفاعي تړونونو لاسلیکوونکو هیوادونو لخوا د پاکستان د دغو ښکاره تیریو په مقابل کې د افغانستان ننګه کړې او نه يي په ملګرو ملتونو کې په اړه کوم قانوني اقدام شوي دی.

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په سرحدي سیمه انګور اډه کې په ۲۰۰۰م کال کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال هم پاکستاني ځواکونو د تیري او دروازې جوړولو هڅه کړې وه ، خو هغه مهال نه یواځې داچې طالبانو یې د تیري مخه ونیوله ، بلکې خپله د انګور اډې بازار چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسي د پاکستاني سرحدي ځواکونو تر ولکي لاندې و له هغوی څخه لاندې کړ.
اوس مهال په یاده سیمه باندې د پاکستاني ځواکونو د تیري په مقابل کې د ګډحکومت نه غبرګون د افغانانو هغو اندیښنو ته تقویت وربښي چې د یاد حکومت او پاکستاني چارواکو تر منځ د ډیورنډ د فرضي کرښې د په رسمیت پیژندلو په اړه له هغوي سره پیداشوې دي.
که ګډ حکومت واقعا دخپلې خاورې د سرحدونو مدافع او ریښتیاهم له هغوی څخه د دفاع وړتیا لري باید د پاکستان د دغه بربنډ تیري په مقابل کې بي تفاوته پاتې نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x