نظــر

تورونه څوک، او ولې لګوي؟

په عام ډول که سړی خپل ورځني ژوند ته لږ ځير شي ډېر څه ترېنه زده کولی شي، په حقیقت کې دانسان دژوند هره شېبه دعبرتونو او پندونو ستره زېرمه ده، انسان په خپل ورځني ژوند کې له رنګارنګ پېښو او خلکو سره مخ کېږي، ډېر ځله له داسې یو چا سره مخ کېږي چې درواغ وايي، حقیقت پټوي، تورونه لګوي.

   یو کس، یا یوه ډله یا یو اداره او یا یو حکومت هغه وخت درواغ وايي، تور لګولو ته مخه کوي، کله چې دځان دګټې لپاره، او یا له تاوان نه دځان ژغورولو لپاره رښتیا یا پیدا نه کړي، او یا پوه شي چې په رښتیا ویلو یې موخه نه تر لاسه کېږي.

  دتاریخ په اوږدو کې هر پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې راغلی قوم او ولس يې دمقابلې لپاره درواغ دیوې اغېزناکې وسیلې په توګه کارولي، تورونه  یې پرې لګولی، په ګڼو بدو نومونو یې نومولي، دا ځکه چې ددوی ناروا موخې، ددوی بې اساسه غوښتنې، ددوی ظلمونه او وحشتونه له ګواښ سره مخ کېدل.

  داسلامي تاریخ په اوږدو کې هر ځل چې دحق او باطل، ظالم او مظلوم ، زورور او کمزوري تر منځ ټکر راغلی، تل حق ددنیوي اسبابو له اړخه دباطل په پرتله کمزوری او ناتوانه تر سترګو شوی، دباطل پیروان چې له دنیوي ساټ او باټ سره سره نه دي توانېدلي خپلو ناروا موخو او شومو هدفونو ته ورسېږي، سمدستي یې دعامو خلکو د اذهانو دمغشوشولو، او له حقایقو نه یې پام  بل لوري ته داړولو  لپاره درواغو ته مخه کړې، پر خپل حریف یې له هېڅ رنګه تورونو لګولو نه ډه ډه نه ده کړې، مګر بیا هم خپلو شومو موخو ته نه دي رسېدلي.

   دمکې کفارو او مشرکینو به رسول الله صلی الله علیه وسلم کله کوډګر بللو، کله به یې لیونی بللو، کله به یې پیریاني بللو، کله به یې ویل چې دا خو زمونږ په منځ تفرقه اچوي، زوی له پلار او پلار له زوی نه جلا کوي، هغه کوي او دغه کوي، آن تر دې چې څوک به یې نه پرېښودل چې دده خبره واوري، خلکو ته به یې ویل چې ګورۍ ددغه سړي خبرې مه اورۍ، دا کوډګر دی، په خبرو کې یې یوه ځانګړې اغېزه ده، او چا چې به یې خبره اورېده، غوږ به یې ورته نیولو، هغه به یې رټل، وهل به یې، بندیزونه به یې پرې لګول.

   اوسنیو حالاتو ته که وګورو کټ مټ همغه رنګه لوبې روانې دي، دنړۍ دجال ( امریکا ) او ورسره څو څلوېښت بهرني هېوادونه، او په درجنو داخلي انډيوالان یې هر څه په واک کې لري، پیسې لري، طیارې لري، ټانکونه لري، وسلې لري، په لکونو پوځونه او سرتېرې لري، دنړۍ سیاسي، نظامي ‎، اقتصادي، مطبوعاتي او کلتوري واک یې په لاس کې دی، او له دې ټولو خواوو نه یې پر مجاهدینو برېدونه پیل کړي، مګر بیا هم نا مراده دي.

   دوی اوس دې حقیقت ته رسېدلي چې تر څو دولس مرسته نه وي، دولس ملاتړ نه وي، دولس خوښه نه وي تر هغه خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدای، او په دې هم ښه پوهېدلي چې ولس په هېڅ ډول له دوی سره نه دی، نه یې ملاتړ کوي، نه دکوم خیر تمه ترې لري، اونه یې دخپلو برخلیک ټاکونکو په توګه مني، او په دې هم پوهېدلي چې دمجاهدینو بریا په همدې کې ده چې له هغوی سره هم خپل ولس او هم ددنړۍ نور منصف ولسونه له خپل وس سره سمه خواخوږي ښيي، ځکه خو اوس دا دي لګیا دي پر مجاهدینو باندې تورونه لګوي.

تېر کال يې ویل چې داسلامي امارت مجاهدینو په هلمند ولایت کې یو اوه کلن ماشوم په ونه کې ځړولی، بیا یې پلار ته ویلي چې ته باید مونږ ته شپږ سوه ډالره زکات راکړې، اوکه نه مونږ ستا زوی وژنو، دا چې نوموړی سړی غریب و، څه یې نه درلودل نو  زوی يې دمجاهدینو لخوا ووژل شو.

دا خبره په ګڼو خبري رسنیو کې په پټو سترګو په خورا درز کې نشر شوه، کله چې پلټنې وشوې، په هغه سیمه کې هېڅ نه وو شوي، همغه وو چې بیا اسلامي امارت په همغه وخت ددې درواغزنې او خیالي پېښې په اړه خپل دريځ دیوې اعلاميې په ترڅ کې روښانه کړ.

له دې مخکې  دعایشې په نامه دیوې مېرمنې چې ویل کېده دروزګان ده دپزې او غوږنونو دپرې کېدو خبر په رسنیو کې سر را پورته کړ، په لومړي سر کې ویل کېدل چې دا کار مجاهدینو له یوې پرېکړې وروسته کړی، ځکه چې نوموړې دخپل خاوند له کور نه تښتېدلې وه، څه وخت وروسته بیا وویل شول چې نه، دا کار مجاهدینو نه دی کړی، هغه خاوند چې دا کار یې کړې هغه مجاهد او طالب و، بیا یې ویل چې نه دغه کس چې دا کار یې کړی دمجاهدینو له خپلو خپلوانو څخه دی، اسلامي امارت چې  پلټنه وکړه جوته شوه چې دا کار دکورني تاو تریخوالي په نتیجه کې تر سره شوی، دنوموړې مظلومې مېرمنې جاهل خسر او خاوند داسې ناروا چاره کړې وه، او داسې خبرونه هم نشر شول چې دا کار امریکایانو خپله کړی و، تر څو مجاهدین پرې بد نامه کړي، ځکه خو یې بیا دهمغه مېرمنې انځور دټایم مجلې پر لومړۍ پاڼه خپور کړ،او ورسره لیکلي یې وو چې که مونږ له افغانستان ته ووزو نو بیا به هلته دمېرمنو داسې حال وي، په همغه وخت کې خپله ګڼو امریکايي څېړونکو او سیاستمدارانو دامریکې دغه کړنه سخته وغندله، او ویې ویل چې د امریکې حکومت له دغه پېښې نه سیاسي ګټې پورته کوي، او دا ددې لپاره کوي تر څو دخپل ولس ملاتړ تر لاسه کړي.

   دا دي اوس دپروان دشینوارو کیسه پر مجاهدینو پورې تړي، سره له دې چې اسلامي امارت دغه کار وغندلو، او په ډاګه یې دویاند له خولې ټولې نړۍ ته دا خبره ورسوله چې دا کار اسلامي امارت نه دی کړي، ځکه چې دا رنګه وژل په اسلام کې نشته، دا سمه ده چې  داسلام په مبارک دین کې دانسانانو دهوسا او ډاډمن ژوند لپاره شرعي حدود را نازل شوي، مګر هغه ځانته شرایط او شرطونه لري.

   کله که کوم نر او ښځه چې واده یې نه وي کړی ناروا جنسي اړیکي سره ونیسي، نو سل درې به وهل کېږي، هغه هم چې پرې ثابت شي، وژل یې ناروا دي، او که واده شوي وي، بیا نو به رجم کېږي، دا چې درجم پر ځای په ټوپک وویشتل شي دا په شریعت کې نشته.

  پاتې دې نه وي چې دزنا جرم په یو چا ثابتول داسلامي شریعت په رڼا کې خورا سخت کار دی، ځکه داسلام سپېڅلي دین دزنا دثبوت لپاره داسې ټينګ او کلک شرایط ایښې چې داسلام له پیل نه تر اوسه پورې په چا نه دي ثابت شوي، داسلام په تاریخ کې چې څومره زناکاران رجم شوي هغوی دخپل اقرار په اساس رجم شوي، نه دګواهانو دګواهۍ په نتیجه کې.

   هغه وخت پر یو چا دزنا حد جاري کېږي چې څلور ګواهان پرې تېر شي، داسې ګواهان چې هر څه یې په خپلو سترګو لیدلي وي، په حدیث مبارک کې راځي چې داسې به یې لیدلي وي لکه رسۍ په کوهي کې ، او یا سلايي په لجرومه یا رنجومه کې، او څلور واړه به همداسې ګواهي ور کوي، که په دغو څلورو کې درې کسانو همداسې ګواهي ورکړه چې مونږ پلانی او پلانۍ  په داسې حالت کې ولیدل چې دنر تناسلې آله دښځې په تناسلې آلې کې داسې وه لکه رسۍ په کوهې کې، او یا سلايي په لجرومه کې، او څلورم کس ووايي چې ما دا رنګه نه دي لیدلي نو دلته به دغه درې واړه کسان په حد کېږي، حد قذف به پرې جاري کېږي، او هغه نر او ښځه چې تور پرې لګېدلی نه په حد کېږي، ځکه چې څلور ګواهان پوره نشول، که دحد له جاري کېدو نه مخکې کوم ګواه مړ شي او یا غایب شي بیا هم حد نه جاري کېږي، باید څلور واړه ګواهان دحد جاري کېدو پر وخت حاضر وي، دحنفي مذهب دفقهې پر اساس لومړی ګوزار به هم همدغه ګواهان پرې کوي، که له ګواهانو نه یو کس هم له لومړي ځل ګوزار کولو نه انکار وکړ، نو حد نه جاري کېږي، دحنفي مذهب فقهای کرام وايي دا ځکه چې که ګواهانو درواغ ویلي وي، نو په دغه حالت کې چې لومړی ګوزار دوی کوي په زړه کې به یې خامخا یو څه ور تېر شي، چې دا دي په درواغو مو یو مسلمان دمرګ تر کومي را ورسولو، نو بیا لومړی ګوزار نه کوي، او که یې په رښتیا هر څه لیدلي وي بیا دا تشویش نه ور سره پیدا کېږي، ځکه وايي به چې خو هر څه مو په خپلو سترګو ولیدل.

   علمای کرام فرمايي چې پر یو کس باندې دڅلورو کسانو لخوا دا رنګه ګواهي ورکول په اسلامي ټولنو کې ممکن نه دي، ځکه دا رنګه ګواهي او هغه هم دڅلورو کسانو له خوا په هغه صورت کې ممکنه ده چې نر او ښځه په ډاګیزه توګه او په عام محضر کې دا رنګه بې شرمي وکوي، لکه په غربي او کفري ټولنو کې چې کېږي، هلته دا رنګه بې حیايي کول عیب نه بلل کېږي، هر څوک چې هر څه یې زړه وغواړي او ښه ورته ښکاره شي پرته له کوم شرم او عیب نه یې سرته رسوي، مګر په اسلامي ټولنو کې بیا یو څوک دومره جرات نشي کولی که هر څو بې شرمه او بې حیا شي، که یې کوي هم نو په پټه توګه به یې کوي، یا کم ترکمه ځان به له خلکو نه یوې ګوښې ته کوي، خو که یو څوک دومره بې شرمه کېږي چې په رڼا ورځ دخلکو په مخ کې دا رنګه بې حیایي کوي، نو په دې کې شک نشته چې بالکل درجم مستحق دي، باید رجم شي.

  خو که کومه ښځه او یا نر په خپله اقرار وکوي، بیا نو په هغه کس چې اقرار یې وکړ فقط په همغه حد جاري کېږي، په جانب مقابل یې چې هغه هم په خپله اقرار ونه کوي حد نه جاري کېږي، او که یې وروسته له خپل اقرار نه انکار وکړ، بیا هم حد نه پرې جاري کېږي، حتې که دحد جاري کولو پر مهال یې انکار وکړ هم حد ترېنه ساقطېږي.

   په دې معنی تر څو چې یو نارینه او یا ښځينه په خپله خوښه او په خپله رضا دېته تیار نه شي چې رجم دې شي که یې هر څو بد کارۍ کړې وي او څلور ګواهان نه وي نو داسلامي شرعیت له مخې نشي رجم کېدای، دا چې غربیان او غرب مشربه له اسلام او قرآن نه ناخبره کسان دا خبره کوي چې ښځه او یا نارینه ولې رجم کېږي؟ او دا دهغوی په حق کې تېری او ظلم بولي، هغوی په حقیقت کې له اسلام نه نا خبره دي، داسلام مبارک دین داسې احکام نه دي راوړي چې په هغه کې چا ته نقصان وي، او یا پکې پر چا ظلم وشي، داسلام هر حکم دانسانیت او بشریت دګټې لپاره دی.

  او دا چې یو کس په خپله خوښه پر خپل جرم اعتراف وکوي، او په دې هم پوه وي چې دومره سنګینه سزا را کول کېږي، بیا هم اعتراف کوي، او وايي چې دا جرم مې کړی، نو په هغه باندې دحد تطبیقول په هېڅ ډول زیاتی نه دی، پاتې دې نه وي چې په زور اعتراف اخیستلو ته اعتبار نشته، پرته له کوم زور او زیاتي نه په خپله خوښه اعتراف ته قابل داعتبار دی.

  په پای کې یوه یادونه ضروري ده، هغه دا چې علمای کرام فرمايي چې دحدودو دتطبیق لپاره بالفعله دحکومت موجودوالی ضروري دی، په داسې توګه چې حاکم پر خپل ملک باندې پوره کنترول ولري، او نور شرعي احکام یې هم تطبیق کړي وي، دا چې پوره سلطه ونه لري، او دشریعت نور احکام یې هم نه وي تطبیق کړي، یا يې دتطبیقولو زمینه نه وي ورته مساعده نو په دې صورت کې حدود نشي جاري کېدای، له همدې کبله اسلامي امارت په اوس وخت کې دحدودو دجاري کولو حکم نه ورکوي، ځکه چې اسلامي امارت که څه هم چې دملک په زیاتره سیمو واک لري، مګر دومره پراخ واک نه لري چې تر څنګ یې نور شرعي احکام هم په هغه ډول ورسره پلي کړي کوم چې یې دخپل تېر واک پر مهال پلي کړي وو، یو دجاسوسانو دقتل خبره ده، دهغه داثبات لپاره مجاهدینو په خپله لایحه کې خاصه طریقه ښودلې ده، او دجاسوسانو قتل بیا ځانله خبره ده، ځکه چې له جګړې سره تړاو لري، او په جګړه کې ددښمن وژل روا دي،  او دا هم باید هېره نه کړو چې کله کله که په ځينو سیمو کې ځينې پېښې را منځ ته کېږی هغه په حقیقت کې دهغو سیمو دخلکو خپلې عنعنوي پرېکړې وي، کومې چې مجاهدین یې هم په پوره توګه دمخنیوي توان نه لري، او یا که یې لري نو  دمخنیوي په صورت کې یې له هغه نه نورې سترې ستونزې را پیدا کېږي، خو دښمنان بیا تل دخپلو سیاسي موخو دلاسته راوړلو لپاره دا رنګه پېښې پر مجاهدینو ور تپي.

عبد النافع

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x