نظــر

کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې

 اسامه وزیروال

د اربکیانو یا (ALP) جوړښت په ۲۰۱۰م کې د جنرال پیټریوس او اسدالله خالد د پلان مطابق د غزني له اندړو څخه، د ولسي پاڅون پر نوم وشو.

د اربکیزم پروژه د ولسي پاڅون په نوم د طالبانو پر ضد ورو ـ ورو، نورو ولایاتو ته هم وغځول شوه او د ۳۴ ولایاتو څخه په ۲۹ ولایاتو کې یاده پروژه تطبیق شوه.

په ۲۹ ولایاتو کې تقریبا ۳۰ زره اربکیان موجود دي، د اشرف غني حکومت غوښتل چې د اربکیانو تعداد لوړ کړي او ۱۵ زره اربکیان نور هم ور زیات کړي، ترڅو طالبان وځپي او د دوی په وینا امن تامین کړي خو؛

د (ICG) نړیوالې ادارې پخپل کلني راپور کې داسې ولیکل:

اربکیانو د طالبانو د ځپلو پر ځای طالبانو ته لا تقویت ورکړ، ځکه چې اربکیان لاوبالي او ناپوهه عسکر دي، د ظلم بازار یې تود ساتلی او د ولس څخه په مختلفو پلمو پیسې وصولوي، آن تر دې چې د فریاب په ولایت کې د سیمه ئیزو پولیسو مشر یوه څاه له مارانو ډکه کړې او چې هر څوک یې له ناروا غوښتلو څخه انکار وکړي، له مارانو څخه ډکې څاه ته یې ورغورځوي.!

د عزم عملیاتو په ګړندي بهیر کې د هېواد په لر ـ بر کې د ګړندیو فتوحاتو یو راز د فاسدو اربکیانو څخه د خلکو نفرت دی چې لامله یې، ورځ تر بلې د ارګ مېشتو واک محدودیږي او طالبانو د واک سیمي زیاتیږي.

د وردګو په جلریز کې د بامیانو څخه راغلیو اربکیانو د وردګو له پښتنو سره هغه نادودې او نارواوې وکړې چې قلم یې له لیکلو او ژبه یې له ویلو څخه شرمیږي؛ بده یې لا دا ده چې د بغلان اربکیان د چرګانو په غلاؤو کې ونېول شول او د سترو غلو له لورې یې سرونه ځکه ور وخرئیل شول چې ګوندې وړې غلاوې یې ترسره کړي.

د دوه سري رژیم کړنو ته په کتو سره، د دوی د عسکرو له لورې د چرګو غلا رښتیا هم وړه غلا ده، دلته د چارواکو له لورې اوښان په بډه وهل شوي، په جریبو ـ جریبو ځمکې زورواکانو غصب کړي، په یوه ـ یوه پروژه کې په میلیونو ډالر هضم شوي نو د چرګانو غلاوې خو بیخي په غلا کې نه راځي البته د موجوده رژیم لخوا، د افغانانو حق په ډېره سپین سترګۍ او بې رحمۍ سره وهل کیږي.

د کابل بانک قضیه، د فاروق وردګ معامله او په دوبۍ کې د پاکستان سره د استخباراتي تړون پر سر د اخېستل شوو میلیونو ډالرو کیسه؛ هغه څه دي چې د کلیوالو سیمو ساده ـ باده خلک ترې ناخبره پاته دي.

که د هېواد اطرافي وګړي په لوړه کچه د چارواکو له غبن څخه خبر کړای شي، باور وکړئ که موجوده رژیم دوه میاشتې هم دوام وکړي.

اصل مقصد ته راګرځم او هغه دا چې:

که څه هم د اربکیزم ناوړه پروژې د خپل شتون پر مهال زموږ ډېرې هېواد وال شهیدان کړل، ډېرې یې له کلیو وشړل، مالونه یې ترې تالا ـ والا کړل، له هلکانو سره یې د لواطت شنیع اعمال ترسره کړل، په ولسوالیو کې ښونځیو ته تلونکې نجونې یې وګواښلې، په ځېنو سیمو کې یې له ولسي وګړو څخه تناسلي آلې پرې کړې او په سپېږمو یې ګرم سیخان ور ننباسل خو؛
اوس یې خیر د ولس لپاره دا شو چې قومونه یې پر وړاندې پاڅونونه کوي، طالبان چې د ولس په دننه کې ځای لري او د همدې ولس له منځ څخه د اشغالګرو او تالې څټو پرخلاف یې پر وسلواله مبارزه لاس پورې کړی، ښه په نره او په منډه مرستې ته ور رسیږي او د وحشت د مکرجنې پروژې لوبغاړي د ولس په محکمه کې وژل کیږي خو له بده مرغه چې د اربکیزم د پروژې اصلي کرکترونه د ملت له محاکمې لري دي، څه یې په ارګ ننوتي او څه یې شل ـ شوټ او خړې سترګې معیوب پراته دي.!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

اسامه وزیر وال صیب! دغلته کابل ته څیرمه په شمالی کی د دګانانو په منځ کی یو متل دۍ چی وایی:بنام بچه زنک میخوره کلچه!مانا دا چی دیوه میړه ماندینی ورته ویل چی زه امیندواره یمه او ماته کلچی راوړه چی روغتیا می ښه وی او دبیخبره میړه له سادګۍ یی ګټه اخیسته او خپلی چړچی یی کولی! اوس هم دروند وزیر وال صیب!ستا د ډیری واړه خبر لپاره ډیره اوږده مبتداُ لیکلی ده چی همدی سټایل د مضمون وزن لږ کړیدۍ، هغه څه چی د په لومړیو کرښو کی لیکلی هغه د اصله خبره ده خو د مضمون ددوهم… نور لوستل »

غوربندی

اماج صيب

تاسو ته سلام او احترام

په بی زايه نيوکه کی مو د کاژه واژه …. متل دیر بی زايه استعمال کری ده.

کيداي شی چی د تعلیق ليکلو استعداد به نلري او یا به خدانخواسته اربکيانو سره تعاطف ساتي

محمدربی آماج

غوربندی صیب! سلامونه او نیکی هیلی! زما نیوکه یوازی ادبی اړخ لری! د مضمون،مقالی او کتاب لیکل یوه ځانګړی لاره چاره لری! د کتاب د لیکلو موخه او پیژندنه د هغی په سریزه کی صورت مومی، پدی هکله پاخه لیکوالان سریزه داسی لیکی چی کتاب لوستونکی ته په زړه پوری کړی نه داچی ټول کتاب همدلته په سریزه کی خلاص شی، او دمقالی یا مضمون لیکل کچیری هغه د کومی ارزونی اوڅیړنی په بنسټ وی نوبیا یی پایلی او ارزونه شنل کیږی او عام فهمه کیږی، او کچیری کومه د پند خبره دیوی کیسی په بنسټ وی نو بیاهڅه کیږی… نور لوستل »

حنیف

داماج صیب تبصره دوه برخی لری اوله برخه یی دپاڑسی متل او دهغه کیسه او بله برخه یی په مضمون یا مقالی نیوکه.
اوله برخه یی دپورته مقالی سره په هیس صورت ارتباط یا مشابهت نه لری، فکر کوم هسی بی زایه او بی فایدی یی ورباندی خپله تبصره اوگده کری.
او دوهمه برخه یی دموضوع په گده وده او بی ترتیبه لیکنه ده، دیر قوی او معقول نقد یی کری، زما دیر خوخ شو، خو په اخر کی لگ شانته تیز تللی او دا ورته مناسب نه وه چی دگاژه واژه الفاظ استعمال کری.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x