افغانستان

بدخشان: وردج کې امنیتي ځواکونه محاصره دي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایتي شورا رییس وايي چې په وردج ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه محاصره دي او بېړنۍ هوايي مرستې ته اړتیا لري.

عبدالله ناجي نظري وايي چې د دوه سوه پولیس شاوخوا عسکر، پولیس او اربکیان د وردج په تیرګران سیمه کې محاصر دي.

تیرګران سیمه د وردج د مرکز په پنځه کیلومترۍ کې پرته ده، چېرته چې د پنجشنې د ورځې راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ څو نښتې شوي دي.

د بدخشان ولایتي شورا د رییس له قوله امنیتي ځواکونه په یوې کلا کې محاصره دي او له تېرو ۳ ورځو راهیسې مقاومت کوي خو که هوايي ځواک ورسره مرسته ونه کړي دغه مرکز سقوط کوي.

نظري له غرمې وړاندې پژواک خبري اژانس ته ویلي چې نیم ساعت وړاندې تازه دمو اربکیانو، اردو او نظم عامه د ولسوالۍ د مرکز څخه د تیرګران پر لوري حرکت کړی خو تر دې دمه لا معلومه نه ده چې طالبانو ورسره مقاومت کړی یا نه.

د ولایتي شورا رییس منلې چې طالبانو د تیرګران یو شمېر سیمې نیولي خو که ټول تیرګران طالبان ونیسي د اشکاشم، زیباک، شغنان او واخان ولسوالیو لارې به وتړل شي او د ولسوالۍ مرکز به هم له جدي ګواښ سره مخ شي.

بل لوري د بدخشان امنیه قومندانۍ آمر سمونوال سخي داد حیدري ویلي چې دفاع او کورنیو چارو وزارتونه هوايي ملاتړ لري، خو تر اوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

هغه د ۱۸ طالبانو د وژنې ادعا کړې او زیاته کړې یې ده چې۳۰۰ شاخوا طالبانو په دغه سیمه برید کړی دی.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې په تیرګران کې یې یوه مهمه پوسته نیولې او ۱۲ سرحدي پولیس يې وژلي چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

د دوی په خبره «د بريدونو په مهال د دښمن ۱۲ تنه سرحدي پوليسو ووژل شو چې جسدونه يې تر اوسه پوري په سيمه کې پاتې دي، د وژل شويو پوليسو ۱۲ ميله سپکه او درنه وسله غنيمت شوې.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمداللہ احمدی

نن ٹکی اسیابایدترانی ھم نشرکڑی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x