نظــر

دنیواکګرو نويې لوبه !

دا لس کاله کېږي چې نیواکګر دافغان غیرتي ولس له سپېڅلي جهاد او ټینګ مقاومت سره مخ دي، دوی چې کله راتلل ډېر تاوده اوخواږه خوبونه یې لیدل، پر افغان ولس یې خپل سیوری غوړول دسترګو درپ خبره ګڼله، ځکه هر څه یې په لاس او واک کې وو، ښه پریمانه ډالر، ښې پر مختللې کمپیوټري وسلې، په هره برخه کې ځانګړي روزل شوي کدرونه، په خاص ډول په نظامي او سیاسي برخو کې.

  خو کله چې دلته راغلل، هر څه یې سر چپه ولیدل، نه یې ډالرو دپام وړ کار ور کړ، نه یې پر مختللې کمپوټري وسلې وچلېدې، اونه یې نظامي او سیاسي متخصصینو کومه دپام وړ لاسته راوړنه ولرله، بلکې لا یې مخ تور، او ټولې نړۍ ته په شرمونو وشرمېدل.

  مګر دوی له دې سره بیا هم په کراره نه کښينې، اوس هم خوب ویني، په واقعي او حقیقي ځواک خو یې څه ونه شو کولی، اوس یې یو رنګه منظمه درواغزنه تبلیغاتي جګړه پیل کړېده، وخت پر وخت ډول ډول تورونه لګوي، بې اساسه خبرونه خپروي.

  دا دوه ورځې کېږي چې دګڼو ویب پاڼو په سرلیکونوکې را ځي چې داسلامي امارت یو مشر چارواکي له یوې انګریزي ورځ پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان کابل نشي نیولی، خو دومره هوښیاري یې کړې چې ددغه مشر نوم نه اخلي، دا خبره اوس څوک سپینوي چې دا کس څوک دی؟  په امارت کې څه دنده لري؟ له څومره حیثیت او ظرفیت نه برخمن دی؟ تر کومه ځایه یې خبره پر ځای او څومره ځای نیسي؟ دا هم کېدای شي دجعلي منصور په څېر کوم بل منصور وي، دوی اوس دامارت د یو عادي فرد څرګندونو ته هم دومره اهمیت ورکوي چې څوک یې دیو هېواد د ولسمشر څرګندونو ته نه ورکوي، دا ځکه چې دښمن له سخت رواني کړاو سره لاس او ګرېوان دي.

 که فرض کړو چې دا خبره په رښتیا هم کوم مشر کړې ده، نو آیا دومره مهمه ده چې دخبرونو سر لیک جوړ کړي، دا رنګه څرګندونې که کوم کس کړې وي هم پرته له دې چې خپله همدغه کس ته تاوان ورسوي فکر نه کوم چې دجهاد په توپاني څپو دې کومه اغېزه وکړي، اسلامي امارت د ډېرو مخلصو، ريښتینو او پاکو سرښندونکو دوینو په برکت را پورته شوی، او تر ننه پورې دهمدغه باتورو او مخلصو سرښندونکو دقربانیو له برکته پر مخ روان دی، هر چا چې نا ځواني ورسره کړې، نه یوازې چې ګټه یې نه ده کړې، بلکې په ډېر لنډ وخت کې یې دخپلې نا ځوانۍ ترخه مېوه څکلې، او اوس هم دندامت لاسونه مروړي.

  په دې اوس ټوله نړۍ پوهېږي چې داسلامي امارت تصامیم دهغه دمشرتابه لخوا په پوره درک او پاخه تدبیر سره نیول کېږي، دیو دوه کسانو خبره نه ده، که داسې وای اوس به امارت دنورو په څېر تیت پرک و، مګر الله جل جلاله په خپل لوی فضل سره داسلامي امارت دمشرانو داخلاص او دکشرانو دسرښندنې له برکته تر ننه پورې اسلامي امارت داسې ټينګ او غښتلی وساتلو چې هېڅ خیال یې تصور نشي کولی.

   ددغه لسو کلونو په جریان کې اسلامي امارت له دومره لویو لویو ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی چې په تاریخ کې به یې ساری نه وي تېر شوی، ځکه ټولو له یوې مخې اشر ورته کړی، لیرې او نېږدې ټولو کمینونه ورته نیولي، یوازې په نظامي ډګر کې نه، بلکې په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، مطبوعاتي، فرهنګي او خصوصا فکري ډګرونو کې هم له هرې خوا یرغلونه پرې کېږي، خو بیا هم ورځ تر بلې لا پسې غښتلی کېږي، دا په حقیقت کې دلوی الله تعالی لوی نصرت او بې سارې مرسته ده.

   داسې ښکاري چې دښمن اوس نو دخپلې وار خطایۍ هغه تر ټولو لوړ پوړ ته رسېدلی، ځکه په دا رنګه وړو وړو خبرو دخپل ولس دملاتړ دتر لاسه کولو هڅې کوي، دخپلو مورال بایللو سرتېرو مورال پرې لوړوي، او یا دمجاهدینو روحیات پرې کمزوري کوي، دوی ځکه په اوس وخت کې دا رنګه بې اساسه   تبلیغات کوي چې همدا اوس ددوی په وړاندې دجهاد سنګرونه سخت ګرم دي.

  دوی باید پوه شي چې له افغان غیرتي او مېړني ولس سره ډغرې وهل څه آسانه خبره نه ده، دې لوري ته چې هر چا په بد نظر کتلي، سترګې یې وتلې، دافغان دتورې شرنګ په زرهاوو نیواکګر سرتيري لیونیان کړل، اوس داسې برېښي چې دغه لیونتوب یې مشرانو ته هم سرایت کړی، دلته چې هر ښکرور راغلی ښکر څه چې داړې یې هم ماتې شوې دي، دلته که پرون روس په ګونډو شو، او هاغه بله ورځ دانګریزانو داړې ووتې، نو څه لیرې نه ده چې نن امریکایان هم د ورته برخلیک خاوندان شي، زبون وهلی دښمن باید پوه شي چې په دا رنګه بې اساسه او کمزورو تکتیکونو څه نه کېږي، ښه خبره دا ده چې حقیقت ته غاړه کېښودل شي، د دوی لخوا دمظلوم ولس تروړل شوی حق بېرته ور ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x