افغانستان

دوستم « لویو عملياتو » ته د خپلو ملېشو د تياري خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت لومړي مرستیال او مشهور جنګسالار جنرال دوستم د بلخ له واکمن عطامحمد نور سره له ایتلاف وروسته په شمالي ولایتونو کې د جګړې د شدت خبر ورکړ.

دوستم چې دم ګړۍ په شبرغان کې د خپلو ملېشو پر برابرولو بوخت دی، له عطامحمد نورسره یو ځای ګډه ملېشه رامنځته کړې چې د ده په خبره د دولتي ځواکونو په ملتیا به د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

جنرال دوستم تېر ماښام په شبرغان کې له پوځي چارواکو سره په خبرو کې وویل چې د دوی ملېشې په فارياب کې د «لويو علمياتو» لپاره تيارې دي.

دوستم وايي چې لوی درستيز له مسلخو ځواکونو سره فارياب ته رسېدلی او په خبره يې « هرڅه د لویو عملياتو لپاره اماده دي. »

دوستم د بلخ له سرپرست والي سره د روان کال د چنګاښ په لومړۍ د ګډ ايتلاف خبر ورکړ، چې په خبره يې په شمال کې به د طالبانو مخه نيسي.

نوموړي په فارياب کې د طالبانو پر وړاندې جګړه فیصله کوونکې ګڼلې، او په خبره يې دا به په ټول شمال کې د طالبانو د له منځه وړلو پیل وي.

پوځي شنونکي د ګډ حکومت د جمهوري رياست د لومړي مرستیال له لوري په شمال کې د ملېشو بیا فعالول د تېر «دور» تکرار بولي او په خبره يې ښايي دغه ټول اقدامات د يو قوم د بېخ ویستلو لپاره وي.

دوستم چې تر دې وړاندې هم د زرګونو پښتنو پر وژنه پخپله اعتراف کړی، پر ګڼو بشري جنایتونو ککړ دی، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپل مرستیال ټاکلو پر وخت تر ټولو جنایاتو ور تېر شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

ددې راپور د لیکونکي د معلوماتو لباره به ووایم چې اوسنی طالبان داسې نه دي لکه یوه لسيزه پخوا چې ټول پشتانه و، اوس په طالبانو کې دوهم ستر ځواک د فاریاب،سرپل،جوزجان او کندز ازبکان دي، هغه کسان چې په سرپل او فاریاب کې یي په دوستم کړۍ تنګه کړې تول ازبک مجاهدین دي،چې د قاري صلاح الدین، مولوي عطاء الله قاري نورالله او نورو ازبکانو لخوا رهبري کیږي،دوستم به دا خوبونه له ځان سره قبر ته وړي چې په شمال کې د مجاهدینو بیخ وباسي، اوس د شمال د جهاد پیټۍ یوازې د هغه اقلیت پښتنو په غاړه نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx