ورزش

ملي لوبډلې ثابته کړه چې افغانان خپل غچ نه پریږدي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۳مه ۱۳۹۴ل): نن په غوراوی جام سیالیو کې د پنځم مقام خپلولو لپاره د افغانستان او عمان لوبډلو تر منځ لوبه وشوه چې افغانستان دغې لوبې کې د عمان لوبډلې ته په پنځو ویکتو په داسې حال کې ماتې ورکړه چې د لوبې ۷ توپونه لا هم پاتې ول.

د ملي لوبډلې لوبډل مشر اصغر ستانکزی د لوبې پچه وګټله او د عمان لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. نننۍ لوبې کې یو ځل بیا د ملي لوبډلې توپ اچوونکو نړیوالو ته خپله وړتیا وښوده او د لوبډل مشر دغه پریکړه يي یوه غوره پریکړه ثابته کړه. ملي لوبډلې توپ اچوونکو نن یو ځل بیا غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د زیاتو منډو جوړولو چانس ورنکړ.

د عمان لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۷ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته يي د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه. نننۍ لوبې کې د ملي لوبډلې توپ اچوونکو د عمان لوبډلې هیڅ یو لوبغاړي ته د زیاتو او چټکو منډو جوړولو اجازه ورنکړه.

دغې لوبې کې خاور علي په ۲۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره د عمان لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو کوم چې وروسته بیا د افتاب عالم لخوا رن اوټ شو.

د ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل. دغې لوبې کې د ملي لوبډلې لپاره دولت ځدران، میرویس اشرف، افتاب عالم دوه دوه ویکټې او شاپور ځدران یوه ویکټه واخیسته.

شاپور ځدران نننۍ لوبې کې یو ځل بیا تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو. شاپور ځدران خپل څلورو اورونو کې یوازې شل منډې ورکړې.

دولت ځدران خپل څلورو اورونو کې ۲۱، میرویس اشرف خپل څلورو اورونو کې ۳۲، افتاب عالم خپل څلورو اورونو کې ۲۳ او محمد نبي خپل څلورو اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې.

محمد نبي د ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې یوازینی لوبغاړی و چې د ویکټې په اخیستو بریالی نه شو او میرویس اشرف د ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې تر ټولو زیاتې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو.

د ملي لوبډلې د توپ وهنې پیل هم ښه نه و ځکه چې شهزاد محمدی له کومې منډې جوړولو پرته د لوبې په څلورم بال خپله ویکټه له لاسه ورکړه چې له هغې څو شیبې وروسته اصغر ستانکزی هم له کومې منډې جوړولو پرته خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د اصغر ستانکزی پر ځای سمیع الله شینواري د توپ وهنې لپاره میدان ته راغی خو موده نه وه تیره چې نوروز منګل په څلورو منډو وسوځید. له نوروز منګل وروسته محمد نبي ښه لوبه وکړه او له سمیع الله شینواري سره يي ملګرتیا د هدف لاسته راوړل یو څه اسانه کړه خو د سمیع الله شینواري او نجیب الله ځدران غوره او پیاوړی توپ وهنه او اوږده ملګرتیا دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.

ملي لوبډلې د عمان لخوا ټاکل شوی هدف یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد نبي، سمیع الله شینواري او نجیب الله ځدران غوره او پیاوړې توپ وهنې په مرسته په ۱۸.۵ اورونو کې پوره کړه.

دغې لوبې کې د ملي لوبډلې لپاره نجیب الله ځدران په ۳۲ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۴ او محمد نبي په ۲۲ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۷ منډې جوړې کړې.

سمیع الله شینواري دغې لوبې کې د افغانستان لپاره په ۴۱ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د عمان لوبډلې لپاره رانپورا دوه، انصاري دوه او محمد ندیم یوه ویکټه واخیسته. رانپورا د عمان په توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې مندې ورکړې. نوموړی خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی جایزه نجیب الله ځدران ته د غوره او چټکې توپ وهنې له امله ورکړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x