هانګ کانګ له سکاټلینډ څخه شرموونکې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۳مه ۱۳۹۴ل): نن د غوراوی جام لومړۍ نیمه پایلوبه د هانګ کانګ او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې سکاټلینډ د هانګ کانګ لوبډلې ته په پنځو ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۴۶ توپونه پاتې ول ماتې ورکړه.

د سکاټلینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د هانګ کانګ لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د سکاټلینډ لوبډلې غوره او پیاوړې توپ اچونې سره خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه پر ځای پریکړه ثابته کړه.

هانګ کانګ لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د چپمن او اعزاز خان غوره توپ وهنې په مرسته ۱۱۶ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د هانګ کانګ لپاره اعزاز خان په ۲۱ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ او چپمن په ۲۳ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي شول.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره ایوانز درې، شریف درې، ټېلر درې او ډیوې یوه ویکټه واخیسته. د سکاټلینډ په توپ اچوونکو کې ډي لینج او برینګټن تر ټولو لږې منډې ورکوونکي لوبغاړي شول خو د ویکټې په اخیستو بریالي نه شول. ډیوې د سکاټلینډ په توپ اچوونکو کې تر ټولو زیاتې منډې ورکړې. ډیوې خپل ۳.۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې.

سکاټلینډ ټاکل شوی هدف د کوټزر، کراس او میونسي غوره توپ وهنې په مرسته یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۲.۲ اورونو کې پوره او پایلوبې ته لار وموند.

دغې لوبې کې د سکاټلینډ لپاره کراس په یوازې ۱۵ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۹ او کوټزر په ۱۹ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۳ منډې جوړې کړې.

میونسي دغې لوبې کې په ۱۹ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته پنځه ویشت منډې جوړې کړې او د دلوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د هانګ کانګ لوبډلې لپاره عرفان احمد دوه او تنویر افضل یوه، حسیب جاوید یوه او اعزاز خان یوه ویکټه واخیسته. د هانګ کانګ په توپ اچوونکو کې تنویر افضل تر ټولو زیاتې منډې ورکړې. نوموړی خپل یوازې دوه اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د