ورزش

ایرلینډ د هالینډ په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۳مه ۱۳۹۴ل): نن د غوراوی جام دوهمه نیمه پایلوبه د ایرلینډ او هالینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې هالینډ د ایرلینډ لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده.

د لوبې پچه د هالینډ لوبډلې وګټله او د ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. هالینډي توپ اچوونکو غوره او پیاوړې توپ اچونې سره خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه غوره او پر ځای پریکړه ثابته کړه.

د ایرلینډ لوبډلې توپ وهوونکي دغې لوبې کې غوره لوبه ونکړه او د هالینډ لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې يي مقاومت ونشو کړای. ایرلینډ په ۱۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د ایرلینډ لوبډلې لپاره اوبراین په ۱۸ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۳۳، بلبریني په ۳۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۱ او ویلسن په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۰ منډو جوړولو سره غوره او زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ثابت شول.

که څه هم د سکاټلینډ ځینې توپ اچوونکي غوره لوبه ونکړه خو بیا هم مدثر بخاري د ایرلینډ لوبډلې لپاره عذاب وګرځید. دغې لوبې کې مدثر بخاري خپل څلورو اورونو کې ۲۸ منډې ورکولو سره د ایرلینډ لوبډلې څلور لوبغاړي له مخې لرې کړ.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره ګګټن دوه، میکېرېن دوه او ډير میروي یوه ویکټه واخیسته. د سکاټلینډ په توپ اچوونکو کې بورېن تر ټولو زیاتې منډې ورکړې. بورېن خپل یو اوور کې ۱۳ منډې ورکړې او د ویکټې په اخیستو بریالی نشو.

هالینډ لوبډلې د کووپر، بورېن او سوارټ غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۱۸.۱ اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او د غوراوی جام وروستۍ پړاو ته لار ومونده.

دغې لوبې کې د هالینډ لوبډلې لپاره کووپر په ۴۰ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳ او سوارټ په ۲۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۱ منډې جوړې کړې.

بورېن نننۍ لوبې کې د هالینډ لوبډلې لپاره په ۲۴ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره اوبراین تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. اوبراین خپل څلورو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او د هالینډ لوبډلې درې توپ وهوونکو په سوځولو بریالی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x