نظــر

ماتې خوړلی دښمن اوس دغڼې په څېر لومې جوړوي!

دا دیرش کاله افغان مظلوم ولس په سرو سکروټو کې لولپه شو، شپه او ورځ بمبارۍ دي، چاودنې دي، بارود دي،  وژنې دي، نیونې دي، وهل دي، ټکول دي، کشول دي، زندانونه دي،  كركې دي، نفرتونه دي، تورونه او تهمتونه دي، عجیبه یې لا پسې دا ده چې افغان په خپل کور کې په امن نه دی، نه یې سر په امن دی، نه یې مال، نه یې آبرو او عزت،  نه یې خپل او خپلوان په امن دي، خو بر عکس له دین او هېواد نه پردي بیا ددې مظلوم ولس پر سر چنګاو دي، عملا ځان دملک مالکان او ملکان بولي، خاوره یې ددوی دټانکونو په چوپړ کې، او فضا یې ددوی دطیارو په واک کې ده.

   د بشریت دښمنان ددغه مظلوم ولس ټاټوبي ته پرته له کومو قانوني اسنادو راځي، بیرته يې چې کله خوښه شي په خپله خوښه ځي، دوی پوره واک لري چې څوک وژني، څوک زندان ته اچوي، دچا په کور چاپه وهي، د ورځې يې وهي که دشپې، خپله یې خوښه او خپله یې اراده ده! ته به وايې دپلار او نېکه میراث یې دی؟

  دغه جاهل داړونکي دې ته هم نه ګوري چې آخر دوی به کله  په خوب ا وخیال کې و زغملی شي چې صرف یو کس دیوې ورځې، بلکې یو ساعت او یا یو څو دقیقو لپاره ددوی په خاوره کې ددوی له اجازې پرته یو ګام پورته کړي؟ آیا دا به و زغملی شي چې ددوی له کوم هوايي ډګر نه د دوی له خوښې او اجازې پرته یو کس صرف یو ځل پرواز وکوي؟ آیا دا به و زغملی شي چې یو هېوادوال یې یو څوک هسې ټېله کړي، او یا یې یوه نرمه څاپېړه ووهي؟

  که دا ټول ورته ناروا ښکاري، ظلم ورته ښکاري، ددوی پر حقوقو تېری ورته ښکاري، له بین المللي قوانینو سره په ټکر کې ورته ښکاري، نو بیا دبل لپاره ولې یوه ورځ نه، یوه میاشت نه، یو کال نه، لس کاله نه، دتل لپاره داسې څه غواړي چې دځان لپاره یې دیوې شیبې لپاره هم نه شي زغملی؟ آیا دا د دوی انساني مساوات دي؟ آیا دا د ولسونو خپلواکیو ته ددوی احترام او درناوی دی؟

  رابه شو ودېته چې آخر دغه یو څو کسان چې ځان ته افغانان وايي، کم تر کمه په پښتو، یا فارسي، یا اوزبکي او یا پشيي ژبو خبرې کوي، له دوی سره دومره احساس نه پیدا کېږي چې دا په خاوره مو څه روان دي، دا څه کوو، او دا څه را باندې کېږي؟ او دچا او څه لپاره یې کوو؟  که د الله لپاره وي، نو آیا دالله کتاب همداسې و ايي؟ او که دخلکو لپاره وي نو آیا خلک په دې خوښ دي؟ آیا خلک همداسې د ذلت او له فساد نه ډک ژوند غواړي؟ او که دهېواد او خاورې لپاره وي، نو آیا دغه غیرتي خاوره چې لویشت لویشت دشهیدانو په وینو سره ده، دومره بې غیرته ده چې دنړۍ تر ټولو فاسدو او مفسدو وحشي ځناورو ته په خپله پاکه غېږ کې دتګ راتګ اجازه ور کوي؟

  له روس سره جهاد د دې لپاره وشو تر څو یو اسلامي نظام راشي، په هېواد کې امن راشي، خلک دخپلې خوښې ژوند وکړي، مګر متاسفانه چې مکار دښمن ځينې خود خواهان او دقدرت لیونیان داسې سره ښکر په ښکر کړل چې دیو نیم ملیون شهیدانو وینې یې له خپلې ځانپالنې قربان کړې، دجهاد اومجاهدینو له پاکو اهدافو سره یې په داسې بې پروايۍ لوبې وکړې چې څوک یې له وړو حشراتو سره هم نه کوي.

  داسې انډوخر یې جوړ کړ چې له خلکو نه یې ځمکه او آسمان ورک کړل، تر دې چې ټول له خپلو سرونو او مالونو سره په تنګ شول! همغه و چې الله جل جلاله دمظلومانو آواز واورېد، دطالبانو تحریک یې ددغه نارواوو او وحشتونو په مقابل کې را پورته کړ، دلوی الله جل جلاله په فضل دظلم او وحشت ټغر ټول شو، ولس ته دا هیلې پیدا شوې چې نور به په پوره توګه دآرام ساه اخلي، ولس په همدې هیله و چې سړي خورو نیواکګرو پر هېواد یرغل وکړ، هر څه یې سره ګډوډ کړل.

  دا لس کاله کېږي چې ولس بیا له سره دوحشي بمونو دسرو لمبو او تورو لوګیو په منځ کې را ګیر دی، هره شېبه دهېواد په ګوټ ګوټ کې دوینو ویالي بهېږي، اوس چې ولس ته بیا یو څه هیله پیدا شوه چې نور به نو نیواکګر شرمېدلي له هېواد نه ځي، او یو ځل بیا به افغان ولس دخپل برخلیک په اړه په خپله فکر کوي، دښمن اوس دبلې لوبې دپیل کېدو لپاره په کار پیل کړی.

کټ مټ هغه دروسانو لوبه تکراروي، داسې چې ددوی له وتلو سره سم یو ځل بیا دولس تر منځ دوژنو اورونه بل شي، تر نن پورې چې ولس نیواګکر وژل، دوی غواړي ددوی له وتلو وروسته ولس بېرته یو او بل سره ووژني، تر څو الله مه کړه هغه دجهاد اهداف او موخې چې ولس دغه لس کاله دهغه لپاره قرباني ورکړه په سیند لاهو شي، ددې پر ځای چې آرامي راشي، ولس دسوکالۍ په لوري مخه کړي یو ځل بیا دګډوډۍ اورونه بل کړي، کور په کور جګړې پیل شي، یو ځل بیا دخلکو دسرونو، مالونو، آبرو او عزت بیه را ټېټه شي، هر لړلی او لنډغر وکولی شي د ولس په آبرو اوعزت لوبې وکړي.

دا دي څه وخت کېږي چې دغزني په اندړو  کې یې یو څو لنډغر دقومونو دبدنامولو، ټکولو او دولس تر منځ  دبې اتفاقۍ د اور بلولو لپاره سره را ټول کړي دي، دلته څو ټکي دپام وړ دي:

۱ ـ په پارلمان کې دغزني ولایت  پخوانی غړی خیال محمد حسیني  په لوړ آواز چېغې وهي چې دا  اربکیان دي، په دې جګړه کې درې طرفونه ګډون لري: حزب، دولت او طالبان، دده په خوله دغه لوبه په حقیقت کې دغزني دمظلوم ولس دټکولو، ځورولو او کړولو لپاره یوه بهانه ده، http://www.youtube.com/watch?v=ODJ00c38gVk&;feature=relmfuکوم کسان چې هلته ځانونو ته دولسي پاڅون نوم ورکوي په حقیقت کې دخپلو سیاسي موخو لپاره یو  امریکايي، حکومتي او حزبي  مثلث دی چې دطالبانو په مقابل کې لګیا دي، چې قرباني یې په هر حال کې بیا مظلوم ولس دی.

۲ ـ دغه یو څو کسان چې هلته را پورته کړل شوي دي، دوی وسلې له کومه کوي؟ څوک یې اکمالوي؟ دچا په امر او اراده حرکت کوي؟

۳ ـ لکه دوی چې ظاهرا په خوله وايي چې دمکتبونو او روغتونونو دبندېدو له کبله یې وسلې ته لاس کړی، آخر دا په کوم کتاب او کوم مذهب کې روا ده چې دمکتبونو دبندېدو او یا دروغتونونو دخلاصولو لپاره باید وینې تویې شي؟ ځان هم د اور سرو لمبو ته ور واچول شي او دنورو دوینو تویولو هڅې هم وشي؟  له دې معلومېږي چې کیسه دقدرت مسته لېونۍ مېنه ده، هسې دمکتبونو او روغتونونو بندېدل یوه بهانه ده.

۴ ـ په مطبوعاتي ډګر کې ددغه اربکیانو لپاره دا منظم تبلیغاتي کمپاین دچا لخوا او دڅه لپاره په کار اچول شوی؟ او هغه هم په مستعارو نومونو، سړی داسې وانګیري چې داندړو لویان او کوچنیان، نارینه او ښځېنه ټول په دغو څو ورځو کې له یوې مخې لیکوالان شوي دي، ځکه هره ورځ به ګوري چې پلانی اندړ، پلانۍ اندړه، ولسي پاڅون، اربکي پاڅون؟ په حقیقت کې دا دښمن یوه بله دسیسه ده چې داندړو مسلمان او متدین قوم دیو څو ډنډوره چیانو په خولو چې داندړو له متدین قوم سره تړاو نه لري دتل لپاره بد نام کړي.

۵ ـ څه وخت مخکې دکابل ادارې دملي اردو یوه ډله هلته تللې وه، دتعجب ځای یې لا پسې دا چې له ځانه سره یې خوراکي توکي داربکیانو دمرستې لپاره وړي وو، آخر دملي ارود دخوراکي توکیو له مرستو سره څه؟
http://www.youtube.com/watch?v=rEuyplxbbpw له دېنه معلومېږي چې دا هسې یوه برسېرنه پرده وه، په جقیقت کې دوی دخوراکي توکیو تر څنګ بارودي توکي وړي وو، تر همدې نامه لاندې یې دسیمې حالات له نېږدې وڅارل، هلته یې دجګړییزو چارو لپاره پلانونه جوړ کړل، تر څو دغه د اور په دغو یو څو بڅرکیو تېل وشیندي.

۶ ـ له دې هم دتعجب ځای یې لا پسې دا چې دغه یو څو اربکیان وايي: مونږ هم دحکومت مخالف یو، هم دامریکې مخالف یو او هم دمجاهدینو مخالف یو، مونږ له یو لوري سره هم نه یو، مګر په واقع کې بیا نه امریکه او نه حکومت دغه لنډغرو ته څه وايي، نه یې بمباروي، نه یې نیسي، او نه څه نورې ستونزې ورته را پورته کوي، بلکې لا مرستې ور سره کوي، لا یې په شا ټپوي، دا په داسې حال کې چې مجاهدین هره شېبه تعقیبوي، شهیدانوي یې، نیسي یې، زندانونو ته یې وړي.

دې ټولو ټکو ته په کتو سره هر څوک پوهېدای شي چې غوا توره او پۍ یې سپېنې دي، او همدا لیکنه دې نښه وي چې آخر به دغه اربکیان په ښکاره دامریکې او ګوډاګۍ ادارې غېږي ته ورځي، ځکه خو باید ولس خصوصا داندړو متدین قوم بیدار اوسي،  باید ددښمن په دا رنګه مکرجنو دسیسو تېر نه وزي،  ددغه کرغېړنې دسیسې دخنثی کولو لپاره پراخه او هر اړخېزې هڅې په کار واچوي.

 زبون وهلی دښمن دلته هم هغه څه پلي کوي کوم چې یې په عراق کې وکول، دوی له عراق نه شرمېدلي ووتل مګر هلته یې داسې سره اورونه بل کړل چې تر ننه پورې دعراق مظلوم  پکې سوځي، ددې پر ځای چې عراقي ولس باید دنیواکګرو له وتلو وروسته خپله خپلواکي لمانځلی دا دي په خپلو کې سره اخته دي، سهار او بیګاه یو ځای او بل ځای چاودنې دي، وینې دي بهېږي،، دماشومانو، نارینه وو او ښځینه وو دبدن توکړې تیت پرک پرتې وي، دخپلواکۍ لمانځل هم پاته شول، دحکومت جوړول هم په خپل ځای پاته شول، پرمختګونه هم په خپل ځای پاته شول، دا په حقیقت کې دنیواکګرو عامه پالیسي ده، دوی دطاعون په څېر چې چېرته تللي هلته یې ټول په رنګارنګ ناروغیتاوو لړلي چې تر ټولو خطرناکه يې دولس تر منځ دبې اتفاقۍ ناروغي ده.

ځینې هغه کسان چې داسلامي امارت مجاهدین دنیواکګرو په وړاندې په مقدس او سپېڅلي ملي جهاد باندې ملامت بولي، ځکه چې ددوی په خوله مجاهدین جګړه کوي، وینې تویوي، وژل کوي، که مجاهدین وسله پر ځمکه کېږدي، او نیواکګرو ته تسلیم شي نو په همغه شېبه به په ټول ولس کې سوله خپل وزر وغوړوي، نو بیا په کوم بنیاد ددغه اربکیانو لپاره ډولونه وهي، نارې سورې وهي، دهغوی دملاتړ لپاره چېغې وهي، آیا دوی فکر کوي چې داربکیانو په مرمیو او ټوپکو څوک نه وژل کېږي؟ دهغوی مرمۍ دحلوا پستې او خوږې مرمۍ دي؟ دوی څه فکر کوي که دغه بې سره، بیسواده او بې تهذیبه پای لوچ لنډغر اربکیان یو ځل یو څه وس پیدا کړي او ان شاء الله چې نه به یې پیدا کوي، نو آیا بېرته به بیا هغه داویایمو کلونو ناخوالې را ژوندۍ نه کړي؟  بېرته به بیا هغه ملوک الطوایفي او په هره ولسوالۍ کې ځانله ځانله بې تخته پادشاهۍ جوړې نشي؟ چې نه به ېې څوک دمهار کولو وس لري اونه به یې دختمولو.

 الحمد لله افغان مسلمان ولس دی، په دغه دیرشو کلونو کې یې داربکیانو او ملیشو لخوا داسې ناخوالې لیدلې دي چې کله به يې هم هېرې نه کړي، دوی به هېڅ کله پرې نږدي چې دغه رنګه کرغېړن وایروس يې په کلیو او بانډو کې سر را پورته کړي، دغه لس کاله چې په خورا ځوانمردۍ سره داسلامي امارت دمجاهدینو تر شاه کلک او ټینګ ولاړ و، اوس هم ولاړ دی او په راتلونکې کې به هم ودرېږي، دا یو څو اربکیان مربکیان به آخر له خپلو بادارانو سره یو ځای دافغان غیرتي ولس درنده مرګونې څاپېړه پر مخ خوري، اودا دغڼو لومې به په یو پوکي سره غوڅوي، وما ذلک علی الله بعزیز.

لیکوال: عبد النافع

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x