نظــر

فاروق وردګ، پرديپالو ته د سترګو اغزی

 پیاوړی ځواک

په نړۍ کې معمول داسې دی؛ څوک چې وطن ته خدمت وکړي، وطن له کنډوکپر حالت څخه راوباسي او خپل هېواد ته نړیوال شخصیت ورکړي، راتلونکي نسلونه یې ښه یادوي او نوی نظام ورته د قدر په سترګه ګوري؛ خو په افغانستان کې متاسفانه حالات بدل دي، دلته چا چې د نورو وینې څښلې وي، ملک یې په پردیو خرڅ کړی وي، د بې وزلو ځمکې یې غصب کړې وي او د عام ولس په سر یې سودا کړې وي، هغه ته قدر ورکول کېږي او په دولت کې تر نیمایي زیاته ونډه ورکول کېږي.

د پورته خبرو ډېر زیات ثبوتونه لرو چې په استازیتوب یې یوه بیلګه وړاندې کوم؛ زموږ په کنډوکپر هېواد کې له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا یو د دنګې ونې ځوان شخص راپیدا شو چې په منجمنټ او مدیریت کې یې ساری په ټول هېواد کې نه و. کله چې زموږ په اصطلاح مشرانو د بن په کنفرانس کې په زیاتو ناشودو توافقات وکړل او همغلته یې د لنډغرو د په واک کې پاتې کېدلو لپاره ژمنې وکړې، لومړی ګام یې د لویې جرګې رابلل وو. دوی خو یوازې په خپلمنځي جګړو پوهېدل د بل څه نه وو. ښاغلي کرزي له ملگرو ملتونو (UN) څخه مرسته وغوښته. ملګرو ملتونو ورته لبیک ووایه او دغه بامدیریته مېړنی افغان ځوان یې د لویې جرګې د تنظیم لپاره وټاکه. هماغه وو چې د لویې جرګې چارې په ښه توګه مخ پر وړاندې ولاړې، انتقالي حکومت یې په پایله کې رامنځته شو او د نوي افغانستان بنسټ یې کېښود.

د ګلونو قدر چا زده

د بلبل یا د بورا زده

په دنیا کې خو یو یو وي

چې هنر یې د کیمیا زده

کله چې ولسمشر کرزي ولیدل، چې په افغانستان کې د دومره لوړ استعداد شخصیت هم شته، له کړنو یې ډېر اغیزمن شو. له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې دغه دنګ ځوان ته اجازه ورکړي، څو د افغانستان حکومت ته بنسټیز کړي. تنکي بامدیریته ځوان هم د ښاغلي کرزي غوښتنې ته لبیک ووایه او له کوم امتیاز یا شرط پرته یې د افغانستان د نوي حکومت په بنسټیز کولو کې خپلې مټې ونغاړلې. دغه تنکي ځوان له لویې جرګې وروسته د هېواد لپاره چوکاټ (Frame) جوړ کړ چې نوم یې اساسي قانون دی، هغه قانون چې زموږ هېواد ته یې نړیوال شخصیت ورکړ او له برکته یې نن موږ نړیوال پېژني. کله یې چې دغه چاره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله، آرام کې نه ناست او  هېڅکله یې د خوب لپاره ځان ته موقع برابره نه کړه. سملاسي یې د ۲۰۰۴ کال د ټولټاکنو لپاره په لویه جرګه کې د کړیو ژمنو پر عملي کولو پیل وکړ او د رایو د کارتونو د توزیع پروسه یې پیل کړه. دغه پروسه یې په خورا بریالیتوب سره پای ته ورسوله او په لومړي ځل یې ۱۱ میلیونه افغانان د رایو ورکولو لپاره راجستر کړل. په همدې کار پسې یې د ټولټاکنو کمیسیون د درالانشا مشري په غاړه واخیسته. د ۲۰۰۴ کال ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو رڼې او افغانستان شموله وې چې د همدغه تنکي بامدیریته ځوان له برکته وو.

له ټولټاکنو وروسته یې د چارو د ادارې مسوولیت په غاړه واخیست. دغه په هېواد مین ځوان هېڅکله د آرام کیناستلو هڅې نه دي کړې. شپه ورځ یې منډې ترړې کړې او د هېواد په بیارغونه کې یې تر هر چا مخکې لومړی خولې تویې کړې دي. د چارو د ادارې د ریاست پرمهال یې د وزیرانو شورا لپاره منظم چوکاټ رامنځته کړ، د امنیت شورا د بنسټیز کولو لپاره یې هلې ځلې وکړې او بلاخره یې د ارګ نظام په نړیواله کچه له نورو سیالانو سره سیال کړ.

ده په همدې وخت کې د دری ګونو قواوو ترمنځ د پول تړلو چارې پیل کړې، په ډېر بریالیتوب سره یې د پارلماني چارو وزارت د بنسټ ډبره کېښوده او په خورا چټکۍ سره یې د افغانستان د دولت دری ګونې قواوې په یوه پول وتړلې.

دغه زړور بامدیریته ځوان بیا هم د ستړیا احساس ونه کړ. دا ځل یې د خورا مهم سکټور په پیاوړي کولو کې خپلې هلې ځلې پیل کړې. پوهنې وزارت ته راغئ. حالات ډېر خراب وو. یوازې دری میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت وو. په نورو ولایتونو کې څه، چې په کابل کې هم یو مسلکي ښوونکی نه و. راتلونکې معلومه نه وه چې څه به کېږي. بهرنۍ مرستې مخ په ځوړ روانې وې. د اسلامي زده کړو کچه په نشت حساب وه. د تخنیکي او مسلکي زده کړو څرک نه لګېدو او د سواد زده کړې خو هېڅ نه وې.

پیاوړي ځوان خپله ټوله انرژي په همدې مرکزي سکټور باندې راوڅرخوله. د پوهنې وزارت راتلونکی یې معلوم کړ. د بهرنیانو باور یې راجلب کړ. تر  ۵۰سلنه ښوونکي یې مسلکي کړل. په هره ولسوالۍ کې یې دارالمعلمینونه جوړ کړل. تر ۵۰سلنه زیات ښوونځي یې د ودانیو څښتن کړل. تر ۱۱ میلیونه زیات افغانان یې د زده کړو په ګاڼه سمبال کړل. د اسلامي زده کړو کیفیت یې د سیمې له هېوادونو دوه چنده لوړ کړ او حتی له الازهر پوهنتون څخه یې استادان ورته راوبلل. په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې یې ځوانان وروزل. تعلیمي نصاب ته یې بهرنیان ګوته په غاښ شول او بلاخره معارف یې د سیالانو سیال کړ. د پوهنې وزارت ترڅنګ یې د هېواد د آبادۍ او سوکالۍ لپاره شپه ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. د سولې په هر ډول خبرو اترو کې یې لومړی ګام اخیستی. د لویو جرګو په جوړولو کې یې د خدمت ونډه تر بل هر چا غوښینه وه او حتی د هېواد د فرهنګ په پیاوړي کولو کې یې هم تر چا کمی نه دی کړی او د نورو د مېلې لپاره یې د پغمان د قصر د جوړولو چارې په خپله تنظیم کړې.

دغه د لوړ همت ځوان د نوي حکومت په جوړېدو کې هم ډېرې منډې ترړې وکړې. مبالغه نه ده چې ولسمشر غني يې د ارګ په څوکۍ کیناوه. له صحنې څخه یې د لنډغرو د ورکولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. خو؛ په ډېر تاسف سره چې ارګمشر د همدې لنډغرو تر اغیزې لاندې راغئ او له حکومت څخه یې د لرې کولو دسیسې ورته جوړې کړې.

نوی ارګمشر هغو خونخوارو، غلو، فاسدینو، قاتلینو، غاصبینو او شرابخورو ته کمیسیون نه جوړوي چې افغانستان یې له خاورو سره خاورې کړ. اما یوه مجاهد، باهمته، د افغانستان د نوي نظام هستې، پوه، باتدبیره او سرلوړي انسان ته په یوه او بل نامه کمیسیونونه جوړوي او غواړي له سیاسي ډګره یې لرې کړي.

دغه زړور ځوان اوس د افغانانو په مشر بدل شوی. نه یې دغسې کمیسیونونه حیثیت ته زیان اړولی شي. نه یې د افغانانو په زړونو کې د ده لپاره مینه کمولی شي. نه به په دې باندې د ده مورال کمزوری کړي او نه به هم دی له سیاسي ډګره لرې کړي.

هیله مې دا ده چې افغانان له تعصب، بدبینیو او له طرف واقع کېدلو پرته یوه ژوره ارزونه وکړي؛ ښاغلی فاروق وردګ دې له ارګمشر، لنډغرو او پخوانیو قاتلینو سره جدا جدا د تلې په پله کې وتلي او د لوی خدای (ج) په حضور کې دې له خپل وجدان سره پریکړه وکړي چې چا وطن ته ډېر خدمت کړی.څوک په سختو ورځو کې په هېواد کې له خپلو هېوادوالو سره پاتې وو او چا په بهر کې له بیرونیو نجونو سره په سینماوو کې شپې تېرولې. چا افغانان د اور په لمبو کې سېزلي او چا دغه اوسنۍ کنده ورته کیندلې.

که موږ دغه محاسبه په دقیقه توګه وکړو، لرې نه ده چې سمه لاره ومومو او هېواد له اوسني ناورین څخه وژغورو.

وماعلینا الابلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

پياوري زواک صيب

ستاسو نه مننه چی د ابن خواجه میر د احساناتو پور مو ادا کری ده.

ولسمشر اشرف غني ستا تر تنکی ديره د ملل متحد تجربه او سابقه لري هغه ته پته ده چی ابن خواجه چی هغه وخت د پیشاور په پلوسو کی اوسيده یو تن موتروان به ئی په 3 لکه رشوت سره په ملل متحد کی شاملاوه.

زه وايم یاره ددي خلکو شخصيتونه داسي دي لکه شکيدلي خشتک، چی سومره یی شوروی هومره یی بیخ برهنه کيژي او په شرمونو شرميژي، مه شوروه دا له خصيو خالی خشتک.

نبی خان

غوربندی جانه، ښه په خلاصو غوږو واوره، وایی چې احترام وکړه چې درته احترام وشی، ستا له دې خبرو سره تا ته څه پته ده چې له خصیو خالی دی###ایډيټ###

سمیر

نبی خانه وروره
سلامونه مې ومنه
ګرانه دا غوربندي خو دې الله بندي کړي، نه پوهیږم چې د آی اس آی غلام دی او که د سي آی اې؟!!!
په هر حال تیار داسې دی لکه د شړومبو مچ په هر څه کې باید یو څه ووايي او نظر ورکړي او د نوموړي نظرونو ته که کتنه وکړې تل منفی او منتقدانه نظرونه لیکي. الله تعالی دې ورته هدایت وکړي. آمین

سیرت

پياوري زواک صيب
ستاسو نه مننه چی د فاروق وردګ صاحب د احساناتو پور مو ادا کری ده.
دا نموړی تنکی ځوان ستا سو په اند دومره ستړی ګا للی اخر خو دترحوم وړ دی پریږده چی دا بیچاره لږه د ارام سا واخلی ولی یی بیا ددی ظا لما نو مخی مخی ته کوی په افغانستان کښی خو هسی هم قحط الرجال دی الله دی نکړی چه چیرته بیا دا ظالمان پر دی تنکی ځوان ظلم ونکړی او وزیر یی نه کړی .
په خورا درنښت

الحاج استاذ بیانزی

که چا رښتینی د پښتنی او مسلمانی او افغانی مور ښدی رودلی وی ، هغه بوهیږی چه زمونږ هیواد د همدغه امریکا او تش په نامه ملګرو ملتو اشغال شوی ، او دغه غلامی فاسده ، بی کیفیته ا و بی کفایته اداره یی په مونږ په زوره تبلی ، ښکاره خبره ده چه د دغه اداری په سلو کی نهه نوی لوږپوړی او منځپوری چارواکی د د نوکانو بوری غلامان دی ، څه چه وایی او څه کوی ورته ویل کیږی چه څه ووایه او څه وکړه ، مګر زه هغه کسان هم غلامان ګڼم او یا د همدغه… نور لوستل »

شفيق افغان

بيان زئ صيب الله تعالی د اجر درکړي حقيقت د ليکلئ

قاري سعيدخوستى

چاپلوسي خو هم يو حد لري دا زيني چاپلوسانو خو قلم وشرماوه

احمد وردګ

بیانزی صاحب او د غوربندي خبري تاییده وم، ډیر کره او سمي خبری مو کړی په قلم مو برکت الله مو مل

احمد

ټول ښه وایي، که څوک په چا پسې بد وایي هم ښه وایي ځکه نه شو ردولای چې حقیقت دې ونلري.
بیانزی هم ښه وایي ځکه چې همیشه په افغانستان باندې ادارې تپل شویدې ولې بیانزی صاحب آیا طالبان هم د آی اس آی تپل شوی متاع نده؟ که ته دوی ته هم ډیر په پاکه سترګه ګورې نو د تیرې ورځې مجاهدین د پرون قاتلین او د نن دیموکراتان در په زړه کړه. کیدای شي دا د نن طالبان هم سبا او بله ورځ همداسې شي.

حنیف

دوی په الله دومره عقیده نلری سومره چی په امریکایانو او کفارو لری چی رزق -العیاذ بالله – دامریکایانو اوددوی دغلامانو په ک….. کی دی، پروسکال یو نفر چی په همدی غلامه اداره کی امریکایانو سره کار کاوه راته یی وویل چی یره که دا امریکایان ووزی نو مونگ به سه خورو؟ نو پدی اساس ددوی نه یی الله بالکل هیر کری او عقیدی یی ورته په لا شعوری توگه بدلی کری.

شاه ولیکوټي

محترم احمداو نورو هغو تبصره کونکوته چې اکثره وخت داسلامي او افغاني احساساتو لرونکو افغانانو ته دطالبانو او i s i افواهي تعلق یادونه کوي ، داخبره کوو چې : زمو ږ دطالبانو سره خواخوږي دطالبیت په وجه نه ده ، چې همیشه به ورسره وي ، بلکه دافغاني او اسلامي نوامیسو دساتني په خاطر ده ، که چیري دوی پرخپل موقف باندي ثابت قدم وه ، همیشه به دمخلصو مسلمانانو او افغانو دملاتړ څخه برخمن وي ، که پر چا ښه لګیږي او که بد ، خو که چیري طالبان خپل موقف ته تغیر ورکړی ، او دحکمتیار او… نور لوستل »

همت خان

محترمه د مقالی لیکوال صیب
سلامونه ومنه
ستا لیکنه په یوه پښتو متل کی شه راخلاصه کیدای شی ، ځکه چې: فاروق وردک د ملک د اشغال پرمهال د الله جل جلاله فرمان (( أذن للذين يقاتلون بأنهم ظلموا وإن الله على نصرهم لقدير )) پریښود ، او له أمريكايي غلامانو سره يوځای شو… نو اوس به دا متل تاته هم دریاد شوی وی، او که نه وی دریاد شوی، نو هغه دا دی [ هندو ستړی خدای ناراضه]

غوربندی

ساو وليكوتي صيب تاسو ته سلامونه او احترام مننه چی حقیقت مو ویلی ده. نبی خان صيب ته وايم چی ما شکنزل عادت نه دی دا چی د گوداگيانو معرف کلمات تا ته شکنزل شکاری معنی یی داده چی تاسو و رسره عاطفه لري . داکتر فاروق صيب خو نن نه ده تولد شوی چی ما ورته کنزل کری دي، بلکه پرون هم موجود وو، تاسو لطفا وگوري که ما یا بل چا دي ناسري ته شکنزل کری وی، نه مو دي کری، نو پس نتیجه دا چی خبره په متملق (خايمال) ليکوال باندی ودريژي چی غواري یو گوداگي ته… نور لوستل »

حق جو

غوربندی صاحب په پیر دې رحمت شه په دې اوسپنیزو ځوابونو خصوصا
(د كرزي صيب اكثريت وزير صيبان Gays دي،

د وزيرصيب د احترام په خاطر می انگلیسی اصطلاح وکاروله، کومه چی په آمریکا کی يوه مقبوله پدیده ده، که چا دي ته هم کنزل وويل نو واقعا چی سخت دريز او ترهگر به يي)

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو ته یو ځل بیا د وروری د زړه خوالی شریکوم : افغانستان زمونږ د ټولو افغانو مسلمانو ګډ کور دی ، یعنی د دی ګډ کور د ادعا د پاره افغانیت او اسلامیت شرط دی ، دا د کمونستاتو ، سکولریستانو ، دوه مخو او څو مخو ګډ کور نه دی هغوی د دی کور دشمنان او د نورو غلامان دی چه په هره چپن ، نیکتایی ، ږیره ، پکول او لنګوټی کی وی ، هغوی نه یواځی د دی ګد کور غړیتوب نه لری بلکه هغوی د خپل خالق شره په جنګ او دشمنی کی… نور لوستل »

احمد

سلامونه او په مننې سره: لومړی به راشو د غوربندي لیکنو ته: آیا دا کوم کلمات چې ته استعمالوې دا ښکنځل نه بولې؟ زما سوال دادی: کله چې ستا سمې خبرې داسې وي نو ښکنځل به دې نه پوهیږم څه ډول وي؟ خو په هر صورت هر څوک چې دلته هر څه لیکي دا ثابته ده چې د هغوی د مفکورې، عقیدې او اخلاقو ښکارندویه ده. قضاوت به هغه وروڼو ته پریږدو چې لولي یې. بیانزی صاحب، زه دوه خبرې لرم: ۱- د حدیث شریف له مخې چې مومن له یوه غار څخه دوه ځله نه چیچل کیږي، نو هسې… نور لوستل »

Back to top button
16
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x