شعـــــرونه

مینه

اسد الله رزین

ځم د دار تختې ته مینه پسې خیژم
که مې مست بولي، مین که لیونی

نور خوندونه ټول بیخونده شان خوندونه
خوند هغه چې سې تر مینې سپیلنی

انسانیت ګوره د مینې خمیره ده
مینه روح د آزادي او بخت تندی

آدم ذات ته چې د خیر ډالی ډالی کړې
بس ده بس ده انسانیت ته هغه سړی

نړیوال نظام د مینې لارې څارې
مینه وینه ده پری ښاد هر پسرلی

مینه ډیره لو دنیا مینه نظام ده
مینه کور ده پکې اوسې توریالی

مینه مه وژنئ چې کډې بیا باریږې
تنها مینه ده د مینې کټوری

نور هر څه په څه خرڅیږي مینه پاته
مینه ومنی تری وکړی لاس نیوی

مینه لاس دعاطفې ده مینه ډال ده
هلته ټول سره خپلوان نسته پردی

څوک دمرګ کاروباریان څوک اشرباڼي
هغه هم زړونه خو یی مینې خوښ زړګی

هیله منه وې ګلونو کې اوسیږې
نشته هوری یی غم ګذر سوړ اسویلی

انساني نړی په مینه اوسیدای سي
بیله مینې نشته ژوند او هیڅ ژوندی

ټول د ظلم او ناروا نغري ساړه سې
ګرم پاته وي په مینه تود نغری

نو د مینې ځواک په مینه کې مونده سي
نه رسیږي هلته ډرون او توغندی

دا چې دلته د زمري زمري پیرې کړي
هوری نه چا لیږي دا شانته زمری

چې دمینې په مخ توره پرده کش سې
بیا وحشت ته راوتای سي امریکایی

چې دظلم سور تنور ورته زاری کړي
داد مینې د مورچل ښایسته زلمی

څو چې مینه ځولنو کې هم شرنګیږي
آرام نه سې کړای سیسي او بل غلام ګی

تشې منډې دي چې مینه به اعدام کړو
داسې نه سې کړای هیڅ روس او پرنګی

د(رزین) مینه په مینه نه ماتیږې
په کې نسته له زخمو درد او زګیروی

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x