ټولنیزه برخه

د “مثالي ښځو” بيلګې شپږمه برخه

لیکنه: م.ش.کاموي

داچې د عفت او سپيڅلتيا ميدان کې مو د ځينو با استقامته، مؤمنو او اتلو مثالي ښځو يو څو بېلګې، د کومو قدوه مريم رضي الله عنها چې په سر کې ياده شوه ذکر کړې؛ نو اوس غواړم چې د مثالي ښځو دويم ټولي، د کومو قدوه او سر کې چې  بي بي آسية رضي الله عنها راځي، موضوع باندې پيل وکړم، او دا هغه ښځې دې چې د ژوند هر ډول کړاونو، سختيو او تکلفينو شتون کې هم  پر خپل دين او د الله تعالی په توحيد ثابتقمدې، صابرې او مستقيمې پاتې شوي.

د يوې ښځې عفت که يواځې د ځان ساتنې او يا د کوم يو شخص د هدايت سبب ګرځي، او پرې لوړې مرتبي او بريا حاصلوي، خو د يوې ښځې صبر او استقامت د امت او د نجات او بريا سبب دی، داچې عفيفه که ديو فاجر سړي مقابل کې خپل ايماني ځواک ښائې، د صابرې استقامت د طاغوت د ستر لښکر پر وړاندې خپل ايماني ځواک ازمائي.. او د دواړو ترمنځ معکوسه رابطه کې ويلای شو چې دعفت بايلل لوی خطر او د صابرې استقامت ستره بريا چې د دواړو اثر پر امت پريوځي.

دا هغه ښځې دي چې هيڅ طاغوت، او سرکښه ځواک ئې زړه کې د ايمان زرغون شوی بوټي نشي متزلز کولای، دوی دنيا کې هيڅ داسې مصيبت او تاوان نه وينې چې د ايمان روښنائې ئې تته کړي، بلکه د لا قربانيو ميدان ته ئې د زړه ټوټې وړاندې کړي، دوی تاريخ کښونکي قلمونه زيږوي، هغه قلمونه چې تاريخ ئې پر خپل سور نګ ځلانده، او تيارې پاڼې ئې روښانه کړي، دوی تل د تاريخ مسير بدل کړي، دوی چې څومره کښل کيږي هومره د تاريخ پاني رڼيږي.

د دې ښځو د زړونو ايمان د دوی غرماتونکو همتونو، بچيانو، موقفونو او کلماتو ښه څرګند کړی.. د دوی ټول نظر پر جنت وي، نو هيڅ دنياګۍ ئې نشي ټيټولای، او هغه چې ځانته سړی وائې دوی زيږولي، د دوی له غيږو پورته شوي، او له همدوی ئې زده کړي، دوی داسې کلمات وړاندې کړي، چې کاڼي او غرونه مات شول خو هغه کلمات اوس هم ژوندي دي… د الله په توفيق او مرسته به د دې ټولي څخه يواځې په شمار يوڅو بيلګې راواخلم…

د آسية رضي الله عنها زړه کې د ايمان زرغونېدنه، د يوې مؤمنې ښځې د ټېنګ ايمان او استقامت نتيجه وه؛ د فرعون د خزانه دار ښځه مسلمانه وه، او د فرعون کور کې يې کار کاوه، يوځل يې د فرعون د لور د سر وېښته ګمنځول چې له لاسه يې کمنځ پرېوته، نو ناڅاپه يي له خولې وواته: ستړی شول؛ هغه څوک چې له رب تعالی انکار کوي،

–    د فرعون لور ورته ووې: ته زما له پلاره غير بل رب لرې؟

–    هغې ووې: زما رب، ستا د پلار رب، او د هرڅه رب “الله” تعالی دی. انجيلۍ دې خبرې اورېدو سره  پر مخ څپړاقه ورتاو کړه، او ويې وهله، خپل پلار يې ورڅخه خبر کړ، فرعون ورپسې خبر ولېږه،

–    پوښتنه ې ترې وکړه: آيا غير له ما د بل رب بندګي کوې؟

–    هو، زما رب، ستا رب، او د هرڅه رب الله تعالی دی، او زه يواځې دهغې بندګي کوم. .. فرعون ډېر تعذيب کړه، موږي يې ورته ټکوهل، پښې او لاسونه يې وروتړل، لړمان او ماران يې ورپرېښول، تر ډېره موده يې پدې حالت پر ېښې وه، يوڅه وخت وروسته فرعون راغی،

–    ورته يې ووې: له خپلې خبرې تېرېږې؟

–    ښځې ووې: زما رب، ستا رب، او د هرڅه رب الله تعالی دی.

–    فرعون: که پخپله خبره دې همداسې ټينګه درېږې، خوله کې به دې ځوی ذبح کړم.

–    ښځې ورته ووې: څه چې کولی شې، ويې کړه.

فرعون يې خوله کې د ځوی په مرۍ چاړه راښکله، د ځوی روح چې وځي مور ته زیری ورکوي، او ورته وايي: مورې د الله تعالی له لورې درته د دومره.. دومره.. ثوبونو زيری درکوم. ښځې صبر وکړ، او پخپله خبره هماغسې ولاړه وه، فرعون بيا رغی او پوښتنه يې ورڅخه وکړه، بيا يې هماغه ځواب واورېده.. نو فرعون يې بل ځوی راونيو او خوله کې يې ورته په مرۍ چاړه راښکله، د دې روح هم هماغه زيری ورکړ.. ای مورې، صبر وکړه! ځکه تا ته الله تعالی داسې.. داسې.. ثوابونه درکوي. دا وخت د فرعون ښځې آسية رضي الله عنها اول د مشر او بيا د کشر ځوي د روح اواز واورېده، نو ايمان يې رواړ، دې وخت کې دا ښځه مړه شوه ـ رحمها الله -، د فرعون ښځې ته جنت کې د دې ښځې جامې، ځای کرامتا ښکاره.. نو يقين يې نور هم زيات شو…

وګورئ! کله چې مؤمنه صبر کوي، نو د طاغوت څخه ټوټې جلاکيږي، او دا استقامت او صبر د طاغوت ارادې لکه د واورې ويلي کوي، تردې چې له ډېرې غصي مړ شي.

د مثالي ښځو بېلګې ۵مه برخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x