افغانستان

کندز ولایتي شورا: د دشت ارچي بېرته نیول د محلي ځواکونو په وس پوره نه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): څه باندې یوه میاشت مخکې په کندز کې طالبان وتوانېدل چې د چاردرې ولسوالۍ له نیولو وروسته امنیتي ځواکونه له دشت ارچي ولسوالۍ څخه هم وشړي. هغه مهال لوی درستیز کندز ته ولاړ، د بېرته نیولو خبره یې وکړه؛ خو تر اوسه دغه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده.

د کندز ولایتي شورا وايي د دشت ارچي ولسوالۍ بېرته نیول په دغه ولایت کې د محلي امنیتي ځواکونو له توانه پوره نه ده. دغه استازي وايي، تر هغې چې پراخ ځواکونه د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره ولاړ نه شي، دا ولسوالۍ به د طالبانو په ولکه کې وي.

د کندز ولایتي شورا رييس، محمد یوسف ایوبي وايي، د دې ولسوالۍ د سقوط یو عمده دلیل د محلي مسوولینو ناسم مدیریت دی.

ایوبي زیاتوي: «د دې ولسوالۍ د بیانیولو مسئله مې څو څو ځلې د کندز ولایت له محلي چارواکو سره کتبي او شفاهي شریکه کړې او ګواښ مې ورته کړی چې کنه سړکونو ته به راووځو، خو زموږ غږ نه اورېدل کېږي».

دی زیاتوي، د دشت ارچي بېرته نیول د محلي ځواکونو له توانه پورته ده او باید اضافي او مرستندوی ځواکونه د دې کار لپاره دغه ولایت ته واستول شي.

طالبانو د عزم په پسرلنیو عملیاتو کې د پخوا پر خلاف خپل نظامي تمرکز د هېواد په شمال کې زیات کړ او په کندز ولایت کې يې څو ولسوالۍ ونیولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x