
دوستم: په حکومت کې دننه ځینې کسان له طالبانو سره مرسته کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): په ګډ حکومت کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال، جنرال دوستم په حکومت کې ځینې کسان له طالبانو سره په مرسته تورنوي.
دوستم له هغې وروسته جوزجان ته تللی، چې په ګاونډي فاریاب ولایت کې د طالبانو حملې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. دغه جنګسالار د تګ پر مهال ژمنه کړې چې د طالبانو له «بشپړې» خاتمې مخکې به کابل ته راونه ګرځي.
جنرال دوستم په خپل حکومت کې ځینې کسان له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي او زیاتوي چې دغه کسان به «ډېر ژر» معرفي شي. دغه جنګسالار وايي: «چې لږ د حکومت وضع ښه شي، دا خلک نه شو زغملی او د قانون له مخې به د خپل عمل په جزا رسېږي».
پخوا هم د ځینو چارواکیو له خوا داسې څرګندونې شوې دي چې په حکومت کې دننه طالبانو ته د پېچلیو عملیاتو زمینه برابرېږي. طالبانو هم په خپلو خبرپاڼو کې په ډاګه کړې ده چې حکومت کې دننه «نفوذي ملګري» لري.
دوستم وايي: «په فاریاب کې مې طالبانو ته خبر ورکړی چې تر دوو ورځو خپلې وسلې ټولې کړې».
دوستم طالبان د بې ګناه وګړو په وژلو هم تورنوي. جنرال دوستم د بشري حقونو کمېسیون له خوا په بشر ضد کړنو تورن دی.
شمال ته د دوستم تګ یو ځل بیا د دغه جنګسالار له خوا د پخوانیو ملېشو د بیافعالولو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو دی یو ځل بیا ټینګار کوي چې ملېشې نه فعالوي او امنیتي ځواکونو ته «مشورې» ورکوي.
شادی اوس په ځان پوه شوه چې زما په څنګ کې هم طالب شتون لري
هههههههه سڑي ته خندا ورشي چي نو حماقت خو هم يوه اندازه لري