ادبي لیکني

ښځې زه نور جدي شوم – سمون اكا

سمون اكا يو غريب سړى  وه هغه به تل دعا كوله:
 
يا خدايه مونږ ته هم ښه ژوند راكړې !

يا خدايه مونږ هم ستا بندګان يو تا پيدا كړي يو !

ولي دي زمونږ ټولو ګاونډيانو ته ښه ژوند ور په برخه كړى؟

او مونږ دي د هغو لاس ته احتياج كړي يو !

يا خدايه مونږ د دوه لاس او پښو خاوندان يو او هغوي هم !

نو يا خدايه ته نور زمونږ ژوند له هغو سره را برابر كړې !

يا الله ته مو نور د هغو له احتياج نه خلاص كړې!

سمون اكا لا، له اول نه په كار نه و اموخته يوه مرمن يې درلوده او اولادونه يې نه ول.

د هغه ګاونډيانو او د كلي خلكو به له ده  او دده له ميرمني نه كله كله د

 كور په كارو كي كار اخيست.

او بيا به يې په بدل كي ورته لږ لږ خوراكه او پيسې ور كولې.

د هغو دواړو ژوند همداسي رنګ واخيست او مرمن خو به يې كه د

 ګاونډيانو كاروه او كه به  نه وه، خو دا به وركره تله او د راستنيدو په وخت

كي به يې تري  يو څه راوړل.

سمون اكا او مرمن يې ورسته د اولادونو خاوندان هم شول،  اولادونه يې

هم زامن او هم لورګاني وې، هغوي هم له دوي سره په همدي كار كي

برخه اخيسته او ددوي له ژوند نه يې پوره رنګ اخيستى وه، په همدې كار كي به ورسره لګياول.

ورسته سمون اكا فكر وكړ چي:

اوس خو مي ګوزاره ښه روانه ده نو دې ته به اړتيا نه وي

چي هم زه او هم مي مرمن او اولادونه ټول په كار پسي ځو ..

نو ښه به داوي چي نور زه په كور كي كښينم او ددوي عايدات سمبال

كړم او د كور نوري  چاري سره سمبال كړم ، سمون اكا همداسي وكړل

 چې سهار به شو نو مرمن او اولادونه به يې له كوره وواتو چي ماښام د

 لمر پريواته نه ورسته به راتلل او ټولو به يې خپله د لاس يا د خيراوسوال  ګټه سمون اكا ته راوړه.

خو يو وخت د سمون اكا د ژوند سطحه لوړه شوه نو پريكړه يه وكړه چي

 نور بايد خپله مرمن او اولادونه د خلكو د خدمت نه منع كړم او بايد نور په

 يو بل كاروبار لاس پوري كړو ،او مرمن او اولادونه مي نور بايد له كوره بهر ونه وځي.

خو سمون اكا چي به هر څومره په خپله مرمن او اولادونو ټنګار وكړ او هغو

ته به يې ويل:

 نور بايد له كوره ونه وځئ !

خو د سمون اكا مرمن او اولادونه به،  په يوه نه په يوه بهانه بيا هم له

كوره وتل او هغه د چا خبر مرمن او اولادونو يې  دده په خوله تريخ پياز هم

 نه خوړ او له عادت سره سم به هر سهار له كوره وتل او ماښام به راتلل.

ورسته سمون اكا په كلي او ګاونډ كي د خلكو له پيغور سره هم مخ شو،

 او هر چا به ورته ويل:

وروره نور خو بس ده ماشالله هر څه لرې دا ښځه او اولادونه دي نور له

دې كاره را وګرځوه !

نور تاته داسي نده پكار  بابا !

خو سمون اكا چي خپل ځان ور ته څرګند وه او خبره يي په كور كي نه

منل كيده، نو د خلكو په خبرو به يې غوږونه كاڼه واچول.

خو يو ورځ سمون اكا د كلي د ملك لخوا ډير تحديد شو ملك ورته  په ټنګار

 وويل :

سمونه نور دي دا مرمن او اولادونه پداسي حالت كي ونه وينم شرم دى

 او له كوره يي نور بهر نكړئ!

سمون اكا ورته سر ټيټ كړ او په عاجزۍ سره يې ورته وويل:

ملك صاب څه وكړم ما ډير كوښښ كړى خو هغوۍ زما خبر نه مني او ماته

 هم خوند نه راكوي چي هغوۍ نور دا حالت ولري.

ملك ورته وويل:

 هى  مسكينه ډير ځان عاجز مه نيسه لږ ورسره جدي شه  تر يو څه

 وخته ورسره لږ جدي شه چي څنګه كيږي هغوۍ مجبور دي چي ستا

امر ته غاړه كيږدي ، خو پدا ډول چي اوس ته يي كه ستا د مرمن او اولادو

په ځاى زه واى نو ژوندى به مي تير كړى واى ، د خداى لپاره داسي مكوه

 لږ ځان ورسره جدي كړه، تاته د پوره كورنۍ مسؤليت در په غاړه دى .

سمون اكا موسكى شو او وويل: بيلكل سمه ده ملك صاب همداسي به

 وكړم  كور مو ودان زه لاړم چي خپلو كړنو او ژوند ته تغير وركړم.

سمون اكا په ډيره وارخطايي سره كور ته راغى چي ګوري بيا يه هم په

كور كي څوك نشته او خبر يي بيا هم نه ده منل شوې مرمن او اولادونه

 يي ټول بيا بهر وتلي ، نو يي تر ماښامه په ډيره غوسه سره انتظار
 ايستلو او ګواښ يي كړى وه چي كه نن ماښام دوي په خير سره كور

 ته راغلل نو به زه ورسره ډير جدي يم .

ماښام شو مرمن او اولادونه يې يو په بل پسي را تلل كله چي هغوۍ

ټوله را پوره شول نو يي ورته وويل :

اى زما مرمنې او زما خوږو اولادو زه نور دا نشم زغملى چي تاسو له كوره

ووځئ ، نور به راسره پام كوئ زه نور جدي شوم كه هر چا زما خبره نه

منله نو خير به يي نه وي.

مرمن او اولادونه چې سهار له خوبه را پاڅيدل يو بل ته يې كتل يوه هم

 زړه نشواى كولاى چي د سمون اكا، له اجازې نه پرته د كور نه ووځي.

خو اول يې مرمني دا زړه وكړ اوخپل خاوند سمون ته يې وويل :

 سړيه!  ته پوهيږي چي ته چا تر دغه ځايه را ورسولې او د سيالانو سيال يې كړې؟

سمون اكا اول سا ونيوه خو ورسته يې ورته وويل:

نه زه نه پوهيږم ته ووايه چي ولي مونږ تر دې ځايه راورسيدو.

مرمني يې ورته وويل:

سړيه كه چيري زه ته او بيا اولادونه مو له كوره نواى وتي نو اوس به دا هر

 څه نول او مونږ به تر اوسه په هغه غربت كي پاتي وو … نو زما مخه مه نيسه سړيه !

پريږده چي زه  مي بيا هم خپل كار ته دوام وركړم او كه له كوره پسي ونه

 وځم نو خلك خو ماته كار نه راكوي شايد زمونږ ژوند به بيا د غربت په خوا لاړشي .

خير دى زه به وځم خو اولادونه به نور بهر نه پريږدو، ها ريښتيا سړيه كه

زه بهر ونه وځم شايد د ډول ډول ناروغيو سره  هم مخ شم !

سړيه خير ده اولادونه او ته د كور په كارو كي لګيا اوسئ زه به ځم او د خلكو كار به كوم !

لږ څه به نور هم لاس ته راوړو !

سمون اكا د لږ فكر نه ورسته موسكى شو او مرمني ته يې وويل:

ريښتيا دي وويل ښځې ورځه ته ورځه كه چا څه ويل ته هم ورته وايه او زه به هم ورته وايم

چي:

اوس خو ډيموكراسي ده تاسو هم كولاى شئ چي نر او ښځي ټوله كار وكړئ.

د مرمني د وتلونه يې ورځ ورسته  مشري لور هم سر ټيټ كړ او ورته وويل:

پلاره كچيري زه له كوره نواى وتې نو تا به اوس دا سپيني جامې له څه

وې چي په تن كي ددي ؟

دا خو زما بركت وه پلار جانه !

چي زركي ترور ته مي ستا په باره كي د جامو د نه درلودلو په باره كي

 ډيري خاوري باد كړې اوهغې ستا لپاره د خپل خاوند نوې جامې را كړې .

نو پلار جانه زما مخه مه نيسه !

زه به هم ووځم شايد د نورو ډيرو څيزونو نه به دي هم برخمن كړم .

سمون اكا يې مشره لور هم پريښوده.

ورسته يې كشره لور هم را پاڅيده او مخي ته  يه كښينسته او ورته

وويل:

پلاره نو دا تير ماښام چي دي دا كيكونه  او كلچې خوړې داده چاله بركته
دا زه لكه چي درته فعاله نه ښكارم او هسي لوبي كوم ؟

پلاره ما هم خوشي كړه !

چي له دي نه به هم درته ښه څيزونه راوړم!

سمون اكا يې كشره لور هم په شا وټكوله ورته يه وويل:

افرين لورې ورځه ته مي ريښتيا هم كاريګره لور يې.

سمون اكا ته يې ورسته دوه زامن په كوركي ورپاتي شول چي ورځ دوې

ورسته يې مشر زوي هم ورته وويل:

پلاره دا ته چي ابله ورځ د بشير اكا دوي په ميلمستيا كې جګ نرى

 ناست وې او برګه چوپانه دي هم اغوستې وه هغه د چا له بركته؟
 
خو همدا زه وم چي ټوله ورځ په كلي كي خپلو ملګرو ته ستا صفت كوم

 او هغوۍ بيا خپلو پلرونو ته ستا په هكله عزرونه كوي او ميلمستياوو ته
 دي غواړي.

نوكه ته ماته اجازه نه راكوې نو په راتلونكي كي به دي خوند نه وي پلاره !

سمون اكا ها زويه زما فكر نه وه ته خو ورځه تاته خو مي نه وه ويلي چي

 مه وځه، ورځه ، ورځه ستا مخه چا نيولې كار كوه زويه او په ما پام كوه !

دسمون اكا يواځي كشر زوي چي زيات شوخ هم وه هسي يه هم دده

يوه خبره نه منله په غوسه خپل پلار ته وويل:

پلاره دا زه نو درته انجلۍ ښكارم چي ټول له كورنه  ووتل او زه به له

تاسره ناست يم ولاكه مي د چا پلار را وګرځوي!

پلار يي په عاجزۍ سره ورته وويل:

ورځئ  ورځئ خداى مي دي درسره په دا باقي ژوند كي پردې كوي

ريښتيا هم تاسو ولاكه

دچا پلار په لاره كړي !!!!

عمر عمران / كويټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x