افغانستان

د بدخشان چارواکو طالبانو ته د ۱۸۰ عسکرو تسلیمیدل ومنل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت امنیتي چارواکو ومنله چې د وردوج ولسوالۍ په تیرګران سیمه کې یوه لویه قرارګاه او لسګونه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

د بدخشان امنیې قومندان د دفتر یو مقام رسنیو ته د نیول شوو عسکرو شمېر تر هغې کچې لوړ وښود چې د طالبانو لخوا اعلان شوی. دغه مقام وايي چې ۱۸۰ تنه عسکر، چې ډیر یې سرحدي پولیس دي، «طالبانو ته تسلیم شوي دي».

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ليکلي چې د قرارګاه له نيولو سره يې ۱۱۰ تنه عسکر نيولي دي. د نوموړي په وینا، په نيول شويو عسکرو کې د سيمه ييزو اربکيانو قومندان او د سرحدي پوليسو رئيس د ارکان هم شامل دي.
د بدخشان امنیې قومندانۍ ویاند «لعل محمد احمدزی» وايي چې تسلیم شوو عسکرو د قرارګاه ټول نظامي تجهیزات له ځان سره تښتولي دي. د نوموړی په باور، دغو عسکرو له تېرې یوې میاشت څخه راپه دې خوا له طالبانو سره ارتباط درلود.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي لعل محمد احمدزي له دې پیښې دوه ورځې وړاندې په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي و چې د وردوج په تیرګران سیمه کې يې طالبانو ته درانه تلفات اړولي او تېښتې ته یې اړ کړي. نوموړي زیاته کړې وه چې ملي او محلي پولیسو طالبانو ته «غاښ ماتوونکی» ځواب ورکړی.

خو تېره ورځ ښاغلي احمدزي د یادې پيښې په غبرګون کې رسنیو ته په څرګندونو کې په پولیسو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې «له بده مرغه په هیواد کې پولیس، ملي نه دي». نوموړي خواشیني وښوده چې دغه امنیتي ځواکونه د یوې معاملې په پایله کې طالبانو ته تسلیم شوي.

ذبیح الله مجاهد د عسکراو قرارګاه د نیولو ترڅنګ د پوځي مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی او زیاته کړې يې ده چې په ياد شوي مرکز کې يې ګڼي سپکي او درنې وسلې نیولي او زيات مهمات ګوتو ته ورغلي او يو شمېر پوځي نقليه وسائط يې هم ترلاسه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د قرارګاه په نيولو سره دوی د وردوج ولسوالۍ له مرکز پرته په ټولو سيمو حاکم شول.
وروسته له هغه چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو ژمنه کړې، د ګډ حکومت له واک څخه د سیمو او عسکرو په پرلپسې ډول د وتلو راپورونه ورکول کیږي، او د ولسوالیو پر سقوط سربېره ډلې ډلې امنیتي ځواکونه له خپلو دندو څخه تښتي او د طالبانو لیکو ته وراوړي.

په بدخشان کې د طالبانو لاس ته په پوځي مهماتو بار د دغې قرارګاه او ۱۸۰تنو عسکرو د لویدلو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ګډحکومت مرستیال ولسمشر او نوموتي جنګسالار رشید دوستم په جوزجان ولایت کې سوګند کړی چې تر هغه پورې کابل ته نه ستنیږي ترڅو یې په شمال کې د طالبانو جرړې نه وي ایستلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی هغه چرګی مړی شوی چه د سرو زرو هګی به یی اچولی ، دا چه ته دوستم ملحد حبیث تر اوسه خدای ساتلی یی ، دا په دی نه چه ته دوستم خبیث کومه نظامی منظمه روزنه او یا شخصی هوښیاری لری ، الله ج ستا خبیث په سر مجاهدین ازموی ، تا چه څه کول د مظلوم ، بی دفاع ولس په مقابل کی ګلیم چم شوی او بیا د پاکستان په دسیسه مالک د طالبانو سره نامردی وکړه د نامردو همدغه کار وی ، تاسی د طالبانو مردی ته ګوری چه په یوه عرب یی خپله تاج… نور لوستل »

حقبال

امين أستاذ بيانزي صيب الله باك دي دا خبيث دوستم به داسي مرك مردار كري لكه ابرهه نمرود قرون جي مردار كري او ان شاء. الله هغه رانزدي شوي جي الله باك ددي ولس دعاقبوله كري او داشرميدلي مردار كري زه فكر كوم دده حيات به هم ددي لباره الله باك تراوسه ساتلي وي ترسو هغه منافقين جي دشته اداري شاه او خوا ناستي او يو وخت به زان ته مجاهدين ويلي روسان او دغ دوستم سره جهاد كاوه الله دغه منافقين هم دي أمت أوملت ته شكاره كري جي هغه دوستم و جي برون دوي ورسره جهاد اعلان كري… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x