ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ (18برخه)

لیکوال: حامد افغان

عبادت

امام احمد بن مهدي(مړ: 272هـ) رحمه الله د اصفهان له مشهورو محدثینو، علماو او فقهاو نه و، له علم او پوهي سره لوی عابد هم و، د ده کوروال وایي: څلویښت کاله یې چا د شپې له مخي غوړیدلې بستره نه ده لیدلې!. سیر الاعلام النبلاء.
کمزوري!

ابو اسحاق السبیعي(مړ: 127هـ) رحمه الله لوی تابعي او د کوفي مشهور محدث او د امامانو امام و، دی وایي: صحت مي کمزوری شو، ضعیف شوم او هډونه مي بېسیکه شول اوس چې په لمانځه ودریږم ایله سورة بقره او آل عمران په کې تلاوت کوم!. [موسوعة ابن أبي الدنيا (٢٦٦/١)].

نو چې روغ او تکړه و څومره قران به یې تلاوت کاوه؟!! .

ته جنتي یې

ثابت بن قیس انصاري رضي الله عنه د انصارو خطیب بلل کیدی، د ده غږ ډېر لوړ و، کله چې دا ایت نازل شو: لا ترفعوا أصواتكم فوق صوت النبي، الحجرات، یعني تاسو د نبي په غږ خپل غږونه مه لوړوئ، نو سره له دې چې ده له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډېره مینه لرله خو بیا هم کور کښېناستی، یواځي فرض لمانځه ته به حاضریدی.

څه موده وروسته رسول الله له چا نه پوښتنه وکړه چې ثابت نه وینم؟ یوه انصاري وویل زه به یې پیدا کړم، هغه یې کور ته ورغی او ورته ویې ویل: ولې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مجلسونو ته نه حاضریږي؟ هغه ورته وویل: زما غږ لوړ دی او له نوې نازلي شوې وحي نه خو خبر یې، ويریږم که په رسول الله مې غږ لوړ شي نو عمل به مې ضایع او جهنم ته به ولاړ شم، انصاري یې کيسه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه هغه ورته وویل: ورشه ورته وا ته به جهنم ته نه ځې ته جنتي یې.

سیر الاعلام النبلاء

اول ادب بیا علم

امام الزهري رحمه الله وایي: موږ به چې کوم عالم ته د زده کړي له پاره ورتلو نو له هغه نه به مو د ادب او اخلاقو زده کړه د علم له زده کړي مهمه او غوره بلله. «البداية والنهاية لابن کثیر».

زموږ د زمانې هر زده کوونکی باید د امام الزهري رحمه الله دا کره خبره په ذهن کې خوندي کړي، او د خپلو ټولو درسي کتابونو په لومړي مخ دې هم ورته ولیکي.

رخه

هغه ساده کلیوال ځوان و، له خپل بازاري ملګري سره له سفره راستون شو، له هوایي ډګر نه چې راووت د ملګري میرمن یې وليدله چې د میړه هرکلي ته راغلې وه، له نورو ترتيباتو .. سره د سرو ګلانو غنچه یې هم لاس کې وه.. د ده هم رخه وشوه، خپلي ناوکۍ ته یې موبايل وکړ چې یو څو ساعته وروسته کور ته دررسیږم، په دې تمه چې اقلاً کور کې یو څه برابري باید وکړي، هغه د مور کره ورغله او د میړه کیسه یې ورته وکړه هغې ورته وویل: خدازده نه پوهیږم .. خو اوړه لیږ زیات لانده کړه.

چټي سړی

نه یې شوی کولی د ده په څېر پوهه او کمالات ترلاسه کړي، نو د هغه غیبتونه او هغه پسي سپکي سپوري یې پیل کړې، د پوهي ترلاسه کولو او پرمختګ ځواک او انرژي یې د هغه په مخالفت مصرف کوله، ټولي یې کږې شوې او چټي سړی پاته شو.

خړ ګرد

وای یوه جومات ته تیر ماخوستن ورغلو، چې کتل مو خړ ګرد په کې جوړ و، پوښتنه مو وکړه چې خيرت خو به وي دا ګرد د څه شي ده؟ یوه کس راته وویل: لیږ مخکي مو تراوې وکړې!.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x