افغانستان

د کونړ ولايتي شورا پخوانی رييس په ننګرهار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ ولايتي شورا پخوانی رييس حاجي ميا حسن عادل د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د ښيوې امنيتي مسؤولين وايي، چې د حاجي ميا حسن عادل سر يې په داسې حال کې د ښېوې ګمبېري دښتې په بر سر کې موندلی، چې له تنه جلا پروت و او پاتې جسد يې لا هم ورک دی.

د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي د حاجي مياحسن د وژنې پېښه تاييدوي، مګر د پېښې د لامل په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

وژل شوی حاجي مياحسن د کونړ مخور سپين ږيری او د ولسي جرګې د وکيل سلطان محمد ورور و.
د نوموړي د وژنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د ننګرهار امنيتي مسؤولين وايي، چې د حاجي مياحسن د وژونکو پلټنه يې پيل کړې، مګر تر اوسه يې په دې اړه څوک نه دي نيولي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په لر و بر کې د قومي مشرانو او سپين ږيرو مرموزې وژنې ډېرې شوي، هېڅوک يې د وژلو مسؤوليت نه مني او نه هم حکومت تر اوسه د ورته پېښو مسؤولين نيولي دي.

داسې ويل کيږي، چې د قومي مشرانو په وژنو کې د مرمزو استخباراتي کړيو لاس دی او په لوی لاس غواړي، چې ولس په يو بل بې باوره کړي او له دې لارې قومي او خپلمنځي شخړو ته لار برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په عقیده ، د کابل فاسدی او بی کفایتی اداری د غړو د وژلو د پاره د دوی خپل منځی داخلی د مادیاتو او مقاماتو رقابتونه هم بس دی ، هر یو هڅی او وسی لری چه د هری لیاری وی خپلی روپی زیاتی کړی که هغه له اشغلګرو وی په ځپل ناموس هم اسره نه کوی ، که هغه له مظلوم اولس څخه په رشوتونو ، درغلیو او فتنو جوړولو وی ، که هغه په قاچاق او یا د عامه شتمینو غصبولو وی او که هغه دحکومت به وسلو خرځولو او له ګمرکونو وی ، کله چه روپی… نور لوستل »

عاشق الله ملک

حاجی میا حسن د قومندان حضرت علی نژدی ملګری وو چه ویل کیړی تیرو دری هفتو کی ورسره یی د مادیاتو په سر اختلاف پیدا شوی وو چه د دغه اختلاف په نتیجه کی یی د خیوی کمبیری علاقه کی چه د کاشمنډو علاقه ده وواژه. خضرت علی همیشه اول دوستان کړی او بیا یی وژلي دي. ناصر او عصمت او عبد الله لغمانی یی تیر مثالونه دي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x