نړۍ

سعودي په یمن کې ۵ ورځې اوربند اعلان کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه ۱۳۹۴ل): په یمن کې د حوثیانو پر ضد د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د پنځو ورځو لپاره اوربند اعلان کړ.

د سعودي په مشرۍ دغه ایتلاف وايي چې د اوربند موخه محض داده څو ملکي وګړو سره بشري مرسته وکړي.

د سعودي دولتي خبري اژانس د یوې اعلاميې په ترڅ کې ویلي چې دغه یو طرفه اوربند د تېرې نیمې شپې راهیسې شروع شو.

اعلامیه کې ګواښ شوی که حوثیانو ددغه اوربند خلاف څه وکړل، ایتلاف به یې پریکنده ځواب ووايي.

سعودي چارواکي وايي چې دغه اوربند یې د سعودي ولسمشر عبد ربه منصورهادي د غوښتنې په ځواب کې کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د یمن په روانه جګړه کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۶۹۳ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ پورته ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x