
پروان: اربکي قومندانان د داعش له نومه په ګټې قومي مشران وژني
نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): د پروان د کوه صافي اوسېدونکي وايي چې دلته د اربکيانو ځايي قومندانان د داعش په نامه قومي مخور وژني او د خلکو کورونه لوټي.
د کوه صافي ولسوالي قومي مشران وايي چې د سیمې اربکيان د قومي مخورو پر کورونو د عملیاتو پر مهال تورې پټې تر سر وتړي او تور بیرغونه ورسره وي، چې له عملیاتو وروسته خړه درېشې واغوندې.
د کوه صافي ولسوال هم مني چې ځايي قومندانان او زور واکي د داعش له نومه په ګټې د قومي مخورو پر ترورو بوخت دي.
سیف الله بيدار وايي چې څو ورځې وړاندې یو تن قومي مخور نامعلومه کسانو وواژه، چې ځايي اوسېدونکو يې وژونکي د تور لباس خلک بللي و او ويلي يې و، چې تورې جامې يې اغوستې وي.
د کوه صافي قومي مشران له دولته غواړي چې په دې ولسوالي کې د اربکيانو د خپل سرو عملیاتو، د زور واکو د شخصي ګټو لپاره جګړې ودروي او ولس دې له دولته لا نه لرې کوي.
بیدار وايي چې په دې ولسوالي کې د داعش هيڅ فعاليت نشته او په خبره يې سیمه ییز قومندانان ورته کړنې ترسره کوي.
نوموړې مشخصاً څوک یاد نه کړل، خو د قومي مخورو په قول د ولسوال هم ځايي اربکي قومندانان هدف و، چې پر وړاندې يې دی هم بې وسه دي.
ياده دې وي تر دې وړاندې هم د اربکيانو اړوند ګڼ شکایتونه شوي دي، خو ښکاري چې دغه ډله وسله وال د ګډ حکومت له کنټروله وتلي او پخپل سر د هر او په هر نوم عملیاتو صلاحیت لري.
دا په داسې حال کې دی چې په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم د داعش له نومه په ګټې ګڼ قومي مخور ترور شول، چې دولتي سرچينو يې ډېری وخت پړه پر مخالفو وسله والو ور اچوله.