نظــر

یهودي ډیموکراتان باید اوباما یا اسراییل غوره کړي!

اسدالله مبارز

یهودي قانون سازان د ښې او کیڼ (ولسمشر اوباما او اسراییل) له لوري د وفادارۍ لپاره راکښل کیږي.

دا خبره هغه وخت رابرسیره شوه چې په کانګریس کې له ۱۸ یهودي غړو اسراییل پلوي ګروپ له لوري د ایران سره په شوې اټومې تړون کښې د امریکا متحده ایالاتو له اپوزیسیون سره د ملګرتوب وړاندیز وشو.

د امریکا په کانګریس کې ۱۸ یهودي قانون سازان وجود لري چې د ډیموکرات پارټۍ سره ملګري دي، دوی د دواړو (ولسمشر اوباما او اسراییلو) لپاره د ایران سره په شوي تړون کښې د بریا کُنجې ګڼل کیږي.

(دواړه لوري مونږ ته په طمع دي): دا خبره تیره اونۍ ریپ الن لووینتل په کلفورنیا کښې په یوه پروګرام کې وکړه.

ده زیاته کړه چې په د ایران سره د تړون په اړه باید مونږ وروستۍ فیصله وکړو، ده وویل یو لوري د امریکا ولسمشر اوباما دی، وایې چې تړون ښه دی او باید په حق کې یې رایه وکاروئ او بل لوري اسراییل دی چې وایې تړون زمونږ په زیان دی او باید په رد کې یې رایه وکاروئ.

ښاغلي الن او اوولس نور قانون سازان باید خپله وفاداري یا د ولسمشر اوباما او یا اسراییلو سره ثابته کړي.

که له اسراییلو سره خپله وفاداري تازه کوي نو د اسراییلو له لوري د ایران سره د تړون د لغوه کولو په کراتو ویل شوي وړاندیز به لغوه کوي.

او که د امریکا له ولسمشر اوباما سره خپله وفاداري ښیې باید تړون د پنځه جمع یو قدرتونو په ګټه وښیې او په تأیید کې یې رایه ورکړي.

ځینو جمهوري خواهانو هم د ایران سره په شوي تړون راضي نه دې او په رد کې یې رایه کارولې.

د امریکا ولسمشر د کانګریس غړي د تړون په حق کښې رایې کارولو ته دعوت کړي، اوباما باید دوه پر درې د کانګریس رایې وګټې تر څو له ایران سره شوی تړون او خپله کړي ژمنه ترسره کړي.

د اوباما له لوري په غوښتل شوي یوې نیمې میاشتې وخت له ختمیدو وروسته به څرګنده شي چې له ایران سره شوي اتومې تړون فسخ کوي او کنه!

یاده دې وي چې د جولایې په څوارلسمه پنځه جمع یو ابر قدرت هیوادونو له ایران سره د ایرانې خارجه وزیر جواد ظریف په زیار او کوښښونو اتومې تړون لاسلیک کړ چې په نتیجه کښې یې پر ایران اقتصادي بندیزونه لرې کیږي، د ایراني ولس له لوري شوی تړون له تود هرکلي سره مخامخ شو، سړکونو ته راووتل او تړون یې بریا وګڼله او ویې لمانځله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امیرحمزه انوري ابوبلال

اربکیان له نوي شعار او یونیفارم سره ابوبلال ـــــ……..ـــــــ……..ـــــــ……..ــــــ……. کله چې دنړۍ اشغالګر او استعماري قوتونه په دې نتیجه ورسیدل چې په افغانستان کې یئ تمامې نظامي سیاسي هلې ځلې له ناکامۍ سره مخ دي نـو د ملي اردو ملي پولیس نظم عامه سپشل فورس ……اوبلاشی نومونو دکارولو وروسته یئ هم کوم رښتونی پرمختګ ونه لید نودمجاهدینو اوعامو مسلمانانو دزورونې په موخه یئ دنړۍ بدنام اوبې رحمه ډله اربکیان منظم کړه ؟؟؟؟؟ باید وایو چې اربکیان له هغو افرادو څخه عبارت دی چې په اولس کې چرسي غل زاني لوطي قاتل راهزن لنډه داچې اربکیزم په هیـواد کې دکمونستي شوروي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x