نظــر

رسنۍ که د دجال جال:

بسم الله الرحمن الرحیم

رسنۍ چي نړیوالو ته دحقیقت رسولو دنده پر غاړه لري خورا مهمي او د نړۍ په چارو کی خورا پراخ رول لري. دنړي لر د بر له حالاتو خبروي، د مظلوم اواز انعکاسوی، حقایق رابرسیره کوي، او د ظالمو قوتونو سره په میړانه قلمي مبارزه کوي.
دنوری نړی په څير په افغانستان کی هم الیکترونیکی، راډیويي،او چاپیزی رسنۍ په نشراتو بوختي دي. چی شاید شمار یی له شمیر نه وتي وي.
خو اوس زمونږ رسنۍ، دبی پریتوب دنعرو سره سره دپردو په اشاره هیواد والو ته پردۍ فرهنګ، دود او کلتور، او نور ټولینیز بدلونونه را وارد کوي.

 دافغان ملت د مسخر کولو لپاره رسنیو دامریکا دیرغل پوره پوره مرسته کړي، او لا یی کوی. په دی لړ کی غربی کارپوهانو د خپلو پراخ غوښتونکو نظامونو د لانور پرمخ بیونی او کامیابۍ لپاره په هیواد او له هیواده بهر تقلبی خبریالان او تبصرچیان تولیدکړي او تمویلوي، او دافغانانو دتاریخ مسخی ته یي مټی بډ وهلي.
غربیانو په افغانستان کی تر ټولو زیات دافغانانو دافکارو دځپلو او له مینځه وړلو لپاره خپل هیڅ وس نه دی دریغولي. دنظامی یرغل سره سره یي زمونږ په فکر هم دیرغلونو سلسله جاری ساتلي. او دهمدی یرغل دبقاء لپاره هر قسم قربانۍ ورکوي. (خو لله الحمد زمونږ ملت ویښ دی).
په ګران هیواد او له افغانستان نه بهر یي په پښتو، دری او نور افغانی ژبو داسی خپرونی پیل کړي دي چي غیر مستقیم  او مستقیم  افغانان فحشاء، بی دینۍ، او فساد ته دعوت کوی.
دهیواد په کچه مفسد او لوچک خلګ یي دکال دغوره کس په توګه ټاکلی وي، اود ساده لوحه افغانانو د غولولو لپاره یي ورته کمپاینونه شروع کړي وي. لکه ګل اغا او ډم فرهاد دریا.
اکثره رسنۍ خو دپردو هیوادونو نه سریالونه او فلمونه په میلیونهاوو او لکهاوو پیسو اخلی ترڅو افغانان دهغو هیوادونو په څير مینځ لاری شي. لکه هندوستان، ایران، پاکستان، دوبۍ، او نور اسیايي او اروپایی ملکونه.
دهمدی رسنیو له برکته اوس دبعضو ځوانو افغانانو نمونه یا خو اکشی کمار وی او یا کرینه کپور. او څه ځوانان خو په لارو کوڅوکی دفلمونو او سریالونو د هلکانو دعملونو  په څیر دهغوی افعال تکراروي. او په خپلو مجلسونو کي دهغوی په صفت نه مړیږي. په موبایلونو کی یی ساتي او چیرته یي چی خوښه شوه ګوري يي او دهمداسی یو چا دجوړیدو په هیله ژوند تیروي.
زمونږ دپتمنو خویندو په اړه به څه ولیکم:
هغوی خو چي دسریالو دکومی انجلی دکالو طرز او سټایل اوګوری سمدلاسه دهمهغسی جوړی دتیارولو او اخیستلو لپاره ځان مړه کوي. بیا نو دا نه ګوري چي دازما له شان سره ښایي او که نه دا دپردو راته جوړه شوي دسیسه ده او زمونږ پړوني لیری غورځول غواړي.
دکلیو انجوني خو لا ښي وي. نه به دبازار له ناز او اداء خبریدي او نه به د کوم چا مینی په زړه داغلي وي. او نه دفیسبوک  له لاری دکوم چا په عشق کی ډوبی وي.
خو لیکن هغه کلیوال حسن هم اوس رانه پردۍ ښکاري. او داسي ښکاري چي د دجال  په دي خورشوي جال کي زمونږ هغه خویندي هم  د تنکیو کوترو په څیر را ګیري شوي. مطلب می راډیويې ناولونه دي.
هغه په پسته لهجه د قیصی متن لولی، شاته (بیکراونډ کی) یي نرم میوزیک (میوسیقی) وي، او کله کله خو یو نری او نرم اواز هم پکښي وشی، ته به وایي چی فرهاد زه یم او دغه شیرینو رانه ورکه ده.
اذان، قرآن، سورنا او رباب یو ځاي او مساوی راته معرفي کوي.( اوریدلي او لیدلي به مو وي ځکه خو پر ی دلایل نه وایم).
د دجال دا لوی او مخفی جال زمونږ ټول افغانان له یوي نه یوي لاری په خپل غیږ کی را ټینګ کړیدي. څوک یي دحق په خلاف جنګ ته اړ ایستلي ، او څوک یي له اسلامه اړولي، او څوک یي په اسلام شکمن کړي.
لنډه داچي دی رسنیو زمونږ هیواد ته دهر بی دینه پردی هیواد دود او کلتور را صادر کړۍ.
زما له بااحساسه لیکوالانو نه هیله ده چی دافغانانو ذهنونه متوجه کړی چی رسنۍ زمونږ دتاریخ مسخی ته کار کوي. او اوس خپلواکه اوپوره افغانۍ رسنۍ وجود نه لري.
دطالب مجاهدینو نه هم هیله لرم چي دي فاحشو رسنیو ته سخت پیغام ورکړي، تر څو افغانان له دی پټ دام نه په امان شی.
ستاسو د راویښیدو په هیله….. والسلام

فرهاد خالد
FARHADKHALID40@YAHOO.COM

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x