نظــر

ملي امنيت د طالبانو د واليانو د وژلو له بې ثبوته ادعاوو څخه څه موخې لري ؟

ليکوال: نور ريښتيا پال

د نننۍ نړۍ هر هيواد يو يا څو ډوله استخباراتي سازمانونه لري. د دغې سازمانونو دندې په سياسي ، نظامي ، امنيتي ، اقتصادي ، علمي او فرهنګي ډګرونو کې د دښمنانو د تخريبي فعاليتونو کشف ، مخنيوی ، له منځه وړل او په يادو شوو ډګرونو کې د دوی په ضد کشفي او تخريبي فعاليت دی.

استخبارات د يوه هيواد د نظام د ملا د تير حيثيت لري.

استخبارات د يوه هيواد د نظام سترګې وي.

که د کوم هيواد نظام پياوړي استخبارات ولري ، هغه نظام مستحکم او پايه دار وي. او که استخبارات يې کمزوري وي نو په ډيره اسانۍ د دښمنانو له لوري بې ثباته کيدای شي.

د کابل ګډ حکومت هم ډول ډول استخباراتي ارګانونه لري ، چې تر ټولو لوی ارګان يې ملي امنيت دی.

د ملي امنيت تشکيلات له وزارت نه ښکته د مستقل لوی رياست په کچه دي ، چې د کابينې په مجلس او د وزيرانو په شوری کې هم غړيتوب لري.

د ملي امنيت د لوی رياست سيستم د پخواني شوروي اتحاد د ( KGB ) زوړ سيستم دی.

يا په بل عبارت همغه د کمونست ډاکټر نجيب د دور خاد يا ( خدمات امنيت دولتي ) دی ، يوازې نوم يې وربدل کړی.

د دې لوی رياست اکثره مرکزي او ولايتي رئيسان او نو رچارواکي پخواني خلقيان او پرچميان دي.

د شمالي ټلوالې کومو کسانو چې په دې اداره کې کار کاوه په دې وروستيو وختونو کې د يو منظم پلان له مخې له دې ادارې څخه وشړل شول او يو کم شمير يې پکې پاتې دي.

د استخباراتي چارو د کارپوهانو له نظره د ګډ حکومت د ملي امنيت اداره څو لويې نيمګړتياوې لري :

اول ـ سيستم يې يو زوړ او له کاره لويدلی سيستم دی.

دوهم ـ زياتره کارمندان په ځانګړې توګه د سر سر چارواکي يې غير مسلکي دي ، د مثال په توګه جنرال رحمت الله نبيل غیر مسلکي دی.

اوپراتيفي مرستيال يې اديب فهيم غير مسلکي دی.

دريم ـ کومه منظمه استخباراتي ستراتيژي نلري .

څلورم ـ تر ډيره حده سياسي ده ، او د ډيرو رقيبو کورنيو خواؤ او بهرنيو کړيو تر منځ ويشل شوې ده .

پنځم ـ له سر نه تر پايه له فساد څخه ډکه ده ، رشوت پکې يو معمول دی ، په ځانګړې توګه ( نود ) او ( هفده ) رياستونه يې چې نوي کوډونه يې ( يک صد و بيست ) او ( چهل ) دي ، د انسانانو د خرڅولو او اخيستلو په تجارتي شرکتونو بدل شوي دي. د مشکوکو مخالفينو په نامه بې ګناه هيوادوال نيسي او د يو څه مودې بند او ربړولو وروسته يې د زرګونو ډالرو رشوت په بدل کې پريږدي.

سربيره پر يادو شويو نيمګړتياؤ يوه بله لويه نيمګړتيا يې دا ده چې له رسنيوسره په مخامخ او ښکاره په تماس کې وي ، رسمي وياند لري او د خپلو مخالفينو په اړه له ثبوت پرته له دروغو ډکې ادعاوې کوي ، او په دې وروستيو وختونو کې يې دغو بې ثبوته ادعاؤ ته ډير زور ورکړی.

چې مهمې ادعاوې يې د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو د والي قاري فصيح الدين ، د کندز لپاره د طالبانو د والي د مرستيال مولوي محمد ، د کنړ لپاره د طالبانو د والي مولوي محمدعمر حقاني ، د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي ملا محمد ناصر اخوند ، د لغمان ولايت لپاره د طالبانو د والي ملا امين جان کوچي او د طالبانو د نورو چارواکو د وژلو ادعاوې دي.

د دغو ادعاوو د ثبوت لپاره ملي امنيت تر اوسه هيڅ ډول ثبوت ندی وړاندې کړی چې د دوی دغه ادعاوې تثبيت کړي ، او نه نورو مستقلو منابعو د دوی ادعاوې تائيد کړې دي. او نه طالبانو د دغه واليانو وژل کيدل منلي دي. بلکه طالبانو د دوی دغه ادعاوې تل رد کړي او يو تش پروپاګند يې بللی دی.

ما هم په طالبانو کې له ډيرو باوري سرچينو سره تماس نيولی او په دې برخه کې مې ډيره پلټنه کړې او دې پايلې ته رسيدلی يم چې ياد شوي ټول واليان او نور مسؤلين چې ملي امنيت يې د وژلو ادعاوې کوي ژوندي دي او يو يې هم ندی وژل شوی.
دا چې د ملي امنيت اداره ولې دغسې بې ثبوته ادعاوې کوي ، کارپوهان په دې کې سره ويشلي دي ، ځينې په دې نظر دي چې د ملي امنيت هدف له دغې ډول ادعاوو څخه د ګډ حکومت د جنګيدونکو عسکرو او پلويانو د مورال لوړول دي.

خو ځينې بيا په دې نظر دي چې دغه ادعاوې رحمت الله نبيل په دنده د پاتې کيدو او د هغې بدنامی د پاکولو لپاره کوي کومه بدنامي چې ملي امنيت ته د پاکستان له آی اس آی سره د وروستي امنيتي تفاهم ليک له امله ورپيښه شوه.

او ځينې نور بيا وايي چې ملي امنيت د هغه نيوکو د مخنيوي لپاره چې په پلازمينه کابل او د هيواد په نورو برخو کې د طالبانو د وروستيو لويو بريدونو او پرمختګونو له امله پرې کيږي دغه ډول بې ثبوته ادعاوې کوي.

خو ځينې کارپوهان بيا په دې اند هم دي چې د ګډ حکومت اصلي استخباراتي امور د ( CIA ) او د لويديځ د نورو استخباراتي سازمانونو په لاس کې دي او ملي امنيت د يو دوهم استخباراتي سازمان په توګه کاروي او دغه تشې بې ثبوته ادعاوې د يادو شويو بهرنيو استخباراتي سازمانونو په اشاره د يو تکتيک په توګه ترسره کوي. تر څو بهرني استخبارات د طالبانو د مهمو چارواکو په اړه له دغې لارې معلومات ترلاسه کړي.

خو په ملي امنيت کې ځينې کره سرچينې بيا د پورتنيو علتونو د تائيد تر څنګ زياتوي چې د دغې ادعاؤ تر شا اصلاً مادي ګټې دي.

يا په بل عبارت د هغو زرګونو او لکونو ډالري انعامونو لاسته راوړل دي ، کوم چې د بهرنيو استخباراتي سازمانونو له لوري د طالبانو د مشرانو په سر ايښودل شوي ، او د هغه اوپراتيفي بوديجې درهم برهم کولو او وهلو ته يو تکتيک دی کومې چې د ګډ حکومت له لوري ملي امنيت ته د داسې ځانګړو عملياتو د ترسره کولو لپاره ورکول کيږي چې شمير يې سلګونو مليونو افغانیو ته رسيږي.

خو حقيقت چې هر څه وي ، وي به ، اما د شنونکو له نظره داسې بې ثبوته ادعاوې طالبانو ته هيڅ زيان نشي رسولای ، ځکه د طالبانو جنګيالي له خپلو واليانو سره له نيږدې نه په تماس کې وي او هغوی ته په آساني د حقيقت معلومات کيدای شي. خو ستر زيان يې په خپله د ملي امنيت ادارې ته دی.

ځکه چې حيثيت يې له صفر سره ضرب کوي . باور پرې له منځه ځي ، وظيفوي غفلت او د اوپراتيفي بوديجې لوټ او تالان ته زمينه مساعدوي.

د ملي امنيت له لوري دغه بې ثبوته پرلپسې ادعاوې د نړۍ په هيڅ استخباراتي سازمان کې معمول ندي او نه په دومره زياته او ښکاره توګه له رسنيو سره تماس په استخباراتي سازمانونو کې معمول دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

محترم نور رښتیا پال صاحب تاسو ته سلامونه ملی امنیت ممنیت نشته ټول کار او برنامه یی د امریکایانو په لاس کی ده د سر مشران یی هسی نانځکی او د امریکایانو تر تاثیر لاندی دی چی حتی بی دهغوی له اجازی حیا د وی ….. هم نشی اچولی او بله خبره دا چی د وزارت یا دریاست په بست کی د مربوطه مسلک مسلکی والی همیشه شرط نده دا رهبری او اداری بست ده چی تر ټولو مهم په کی د مربوطه شخص قوی فراست او اداری توان ده چی څنګه وکولای شی چی د خپل تر لاس لاندی… نور لوستل »

شاهین قریشی

محترم نور ريښتيا پال صاحب يوه دنیا مننه درنه کوو او د لا دماغی توان غوښتونکي یو درته!
د کابل د اجيرې ادارې د استخباراتو په هکله دې هغه څه وړاندې کړي دي چې وخت درڅخه غوښتي وو. او خپل مسؤوليت دې ادا‌‌ء کړی دی الله ج دې درته نعم البدل درکړی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x