افغانستان

بدخشان کې سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت کوف اب ولسوالۍ کې سختو ورښتونو او سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژلي او درانه مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې د کوف اب ولسوالۍ سياني سيمه کې درنو ورښتونو له سلو زيات کورونه نړولي او تر اوسه د شپږو تنو د وژل کېدو خبر ورکړای شوی دی.

د بدخشان ولايت وياند احمد نويد فروتن افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې د يادو زيانونو پخلی کړی او زياتوي، چې درنو ورښتونو د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژلي، يو سل شل کورونه، ګڼ باغونه او کرهنيزې ځمکې يې هم ويجاړې کړي دي.

د کوف اب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د ورښتونو قربانيان په تش ډاګ پراته دي او چارواکو تر اوسه دوی سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

چارواکي وايي، چې د ورښتونو او سېلابونو له امله د پېښو شوو زيانونو د ارزولو لپاره يې پلاوی ټاکلی او ډېر ژر به د سېلابونو له قربانيانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x